کله کله زه په زړه کې له خپل ځان سره لګيا يم
نه توبه خدايه غلط شوم، له جانان سره لګيا يم

د ظمير په محکمه کې  چې مجرم کله ځان وينم
نو بيا هله په دې پوه شم چې انسان سره لګيا يم

څومره ښکلی تصور دی، څومره ښکلي يې يادونه
د زړه غم غلطومه، له ارمان سره لګيا يم

نيمه شه ده چې راياد شوې،  ای  نثاره زما ياره
اوس نو ستا له څانګې څانګې ارغوان سره لګيا يم