ته مې په خوب ليدلې
پر افغاني گڼ دې د سپينو روپوټل داسې مزه کوله،
لکه د هسک لمن کې ټل ټل وي د سپينو ستورو
ته مې په خوب ليدلې
لکه زيړی مازيگر،
د څو شېبو لپاره،
پر کاييناتو ښکلا وشيندي په منډه تير شي
ته مې په خوب ليدلې
ستا د ښکالو ترنم،
زما په زړه کې نرۍ لاره وکړي
او بنگړو شرنگا دې لپو نه سندرې شيندي
ته مې په خوب ليدلې
په تور پوړني کې دې سپينې ليچې داسې نغښتې،
لکه د اوږد جنگ له سوبې وروسته،
سپاهي تيکې ته توره تيره کاندي
ته مې په خوب ليدلې
د لوی شکست منلو وروسته ما ته لاس راکوې
او د بري  لور ته مې و هڅوې
ته مې په خوب ليدلې
زما او ستا ارواوې
د اندېښنې په نوم څه نه پيژنِِي
د ماشومانو خويندو ورونو په څير لوبې کوې
څه ښکلی خوب و
چې ورېښمين لاس دې
د بياليدو په اميد
آن تر تندي پورته کړ
او زه له خوبه ويښ شوم
بيا تر سهاره پورې خوب رانه غلو.