د پاکستان او تروریستان دوه کلمی او یا مفاهیم یو له بله نه شلیدونکی اړیکی لری ، که څوک د پاکستان نوم اخلی نو حتما د تروریستان او یا تروریزم کلمه او مفهوم یی په ذهن کی راګرځي او که د تروریستانو کلمه اوري نو حتما مخ یی د پاکستان خواته اوړي.
پاکستان د لاسه نه یوازی په افغانستان کی سره اورونه بلیږی، بلکی اوس ټوله سیمه او نړۍ هم ورسره نا ارامه او په تنګ راغلی ده همدا خبره ده چی اوس امریکا متحده ایالات او لویدیز غواړی د پاکستان په دولت باندی د تروریزم د صدور له امله فشار راوړي تر څو په سیمه او نړۍ کی د ورانکارو کړنو لاس واخلی .
مګر د کابل اداره ددی په ځای چی د نړیوالو ددی اقدام څخه په رښتینی توګه هرکلی وکړي ، د پنجاپی استعمار په وړاندی پخلا کونکی لهجه کاروي او په دی ډول غواړی د پاکستان ته د لویدیز د فشار څخه نجات ورکړي او هم د پاکستان په وړاندی د امریکا متحده ایالاتو نوی ستراتیژی د ماتي سره مخامخ کړي.
یو ځل مخکی هم د کابل د اداری پخوانی مشر هم ورته عمل تر سره کړي و. کله چی امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیری پنجاپی استعماری اداری ته په افغانستان کی د لاسوهنو له امله کلک اخطار ورکړ ، په همغه مهال د کابل اداری مشر وویل چی هغه به د پاکستان تر څنګ د هر بهرنی برید په مقابل کی ودریږی.
باید ووایو چی د کابل اداره یوه ملی اداره نه ده اوسنی اداره د داسی ډلو او کسانو څخه تشکیله شوی ده چی د تر ډیره بریده د افغانستان د لوړو ګټو په ځای د ګاونډیانو ګټو ته وفاداره دي. دوی په غبرګو سترګو وینی چی پنجاپی استعمار د افغانستان په ضد خونړي جګړه روانه کړي ده ، هره ورځ په سلګونو خلک وژل کیږی مګر د کابل اداری چارواکي د پنجاپی استعمار په وړاندی پخلا کونکی او د غوړه مالی ډکه لهجه کاروي او د پنجاپی استعمار په وړاندی ورته عمل ورته د تصور څخه لیرې کړنه ښکاري.
پاکستان په نړیواله او کورنیو ساحو کی خپلو ستراتیژیکو موخو ته د رسیدو او په خپل هیواد کی د واک د ټینګښت له پاره له تروریستی تاکتیکونو او پروګرامونو کار اخلي. همدارنګه د پاکستان ستراتیژیستانو په ښه توګه دا ټکی درک کړی دی چی ددی هیواد بقا یوازی او یوازی د هیواد په دننه او بهر کی په تروریستی فعالیتونو کی پراته ده.
که څه هم په سیمه کی پاکستان یوازینی هیواد نه دی چی په افغانستان کی مداخلی او لاسوهنی کوي ایران هم تر ډیری اندازی د افغانستان د خلکو د پاره ستونزی را منځته کوي خو دا یو واقعیت دی چی په سیمه او نړي کی د زیاتو تروریستی پیښو ریښه پاکستان ته رسیږي . د پنجاپی استعمار تروریستی فعالیتونو جغرافیا یوازی په هند او افغانستان پورې محدوده نه ده . امریکا ، اروپا، د شوروي پخوانی جمهوریتونه ، منځنی ختیز ، لیرې ختیز ، چین او نور د پنجاپ د تروریستی فعالیتونو په امن کی نه دي.
پاکستان او تروریزم یو له بله نه شلیدونکی اړیکی لری . که چیری موږ وغواړو چی په سیمه کی په ارامه ژوند وکړو باید د پاکستان له خوا د روزل شوی تروریزم څخه ځان وساتو او دا هغه مهال کیدای شی چی پاکستان مات شی . همدارنګه که چیری تروریزم مات شی پاکستان ماتیږی دا ځکه چی د پاکستان ژوند په تروریزم پورې تړلی دی.
د پاکستان هیواد په غیر طبعی توګه د یوې سیمه ایز توطیی د پلی کیدو له پاره رامنځته شوی دی. پاکستان خاوره عبارت ده د افغانستان ، کشمیر ، پنجاب ، سند ، بلوچستان د خاورو څخه چی دلته ټول واک د پنجاپی استعمار په لاس کی دی. پنجاپ د خپل استعماری واک د ټینګولو او دوام د پاره تل جګړو او وسله والو مداخلو ته لاس اچولی دی.
د هند په ضد دری واری جګړه ، د افغانستان په ضد روانه نه اعلان شوي څلویښت کلنه جګړه ، سیمی او نړی ته د وسله والو لیږل او د واک لاندی سیمو کی د خلکو بیرحمانه ځپلو د پاره وحشیانه جګړو پلان او مخته بیول، دا په ډاګه کوي چی ددی هیواد د جوړښت دوام په جګړو باندی ولاړ دی . که چیری پنجاپی استعمار دجګړو او مداخلو څخه لاس واخلی دا هیواد ډیر ژر د سقوط سره مخامخ کیږی.
په بهر کی د پنجاپ د جګړو مهمه موخه دا ده چی د هغه هیواد د خلکو پام بهر ته واړوی او داسی په ډاګه کړی چی ګویا د هند او افغانستان څخه هغوی ته ګواښ متوجه دی او له دی لاری د هند ، افغانستان او نورو بهرنیو هیوادونو په ضد د خلکو احساسات را پاروي او په دی ډول د خلکو پام د پنجاپی استعمار د داخلی جرمونو او جنایتونو څخه بهر ته اړوي.
پاکستان نه یوازی په بهر کی خپل سیاست په تروریزم باندی ولاړ ساتی بلکی د واک لاندی سیمو کی هم تروریستی فعالتیونه مخته بیایی پښتانه او بلوڅ مشران له منځه وړي او همدارنګه د خلکو د جمعی ځپلو د پاره وحشیانه پوځي عملیات پلان کوي.
همدا خبره ده چی تر هغه چی د پاکستان تر نوم لاندی د پنجاپی استعمار واکمنی په سیمه کی موجوده وي نه یوازی سیمه بلکی نړی ارامه نه شي پاتی کیدای . همدارنګه که د امریکا متحده ایالات ، لویدیز هیوادونه او د سیمی هیوادونه غواړی چی د تروریزیم څخه وژغورل شی یوازینی لار یی داسی شرایط را منځته کول دی چی د هغی په پایله کی پنجاپی استعمار ړنګ شی . دا ځکه چی دا استعمار د تروریزم څخه د یوی وسیلی په توګه د نورو هیوادونو په چارو کی د مداخلی د پاره کار اخلی.
د پاکستان ماتیدل په سیمه کی د نوی سیاسی جغرافیا را منځته کیدلو په مانا دی. چی په نړیواله سویه د سیاسی او پوځی معادلاتو د بدلون سبب کیږی.
اوس مهال په سیمه اونړی کی داسی ګونګوسی را منځته شوی دی او سیاسی کتونکی دا باور لری چی د سیمی سیاسی جغرافیا د بدلون خواته روان او کیدای شی په ډیره نږدی راتلونکی کی یو او یا څو هیوادونه رامنځته شی .
سیاسی او پوځي شنونکی په دی باور دی چی په سیمه کی وروستی استعماری دولت ( پاکستان ) د ړنګیدو خواته روان دی او دلته نوی هیوادونه د بلوچستان ، پښتونستان او سندیش هیوادونه دنړی په سیاسی جغرافیا کی ور زیاتیدونکي دي.
د پاکستانی تروریزم تیره څوکه تر ټولو لومړی پښتنو او افغانستان ته متوجه ده او پنجاپی استعمار غواړی له دی لاری دا هیواد او دا اولس د تباهی کندی ته بوزی. پنجاپی استعمار پښتانه ددی له پاره ځپي تر څو دوی پری نږدی چی د خپلو روا حقوقو ، چی بشپړه خپلواکی ده ، غوښتنه وکړي.
اوس پښتانه په دی باور دی چی لکه څنګه چی نور د استعمار لاندی خلک د ازادی حق لری په همغه ډول پښتانه د یوه مستقل هیواد د درلودو حق لري یا په بله مانا دوی غواړی چی د پښتون په خاوره یوازی د پښتنو واک وچلیږي.
د پنجاپ استعماری اداره ددی له پاره چی د پښتنو د ازادی بښونکی غورځنګ مخنیوی وکړي او په سیمه کی په کلی توګه پښتانه وځپی ، د تروریستانو تر پردی لاندی یو شمیر ډلی رامنځته کړې هغه ډلی چی یوازی پښتنو سیمی د جګړی ډګر ګرځوی پښتانه وژنی او د پښتنو کلي او مینې ورانوي.
همدارنګه پنجاپی استعماری اداره په مختلفو پلمو سره په پښتنی سیمو کی جګړی ایز وحشیانه عملیات تر سره کوي. چی د هغوی څخه یو هم د ( ضرب غضب ) جنګی عملیات دی چی ۲۰۱۴ کال د جون څخه تر ننه په شمالی وزیرستان کی روان دی په دی عملیاتو کی په زرګونو بیګناه پښتانه شهیدان او په زرګونو کلی ، ښارونه او بازارونه وران شول. حتی داسی ویل کیږی چی پنجابی وحشی پوځ په شمالی وزیرستان کی د خلکو په ضد کیمیاوی وسله استعمال کړیده چی په هغه باندی نړی خپلی سترګي پټی کړی. ددی جنایتکارانه عملیاتو له امله په میلیونو خلک دی ته اړ شول چی خپل کلی او کورنه پریږدی.
ورته عملیات په سوات ، دیر ، باجوړ ، دره ، اورکزیو ، مومندو او نورو سیمو کی تر سره شوی چی په لسګونو زره پښتانه یی وژلی دی .
پنجاپی پوځ په وزیرستان ، سوات او نورو پښتنو سیمو کی د خلکو عزت ته په سپکه کتلی او ډیر شمیر میرمنی او نجونی بی درکه شوی دي چی د ځینو راپورونو سره سم د هغوی څخه د جنسی وینځو په توګه کار اخیستل کیږی.
پنجاپ خپله جګړه په څو اړخونو کی مخته بیایی:
لومړی : د افغانستان په ضد . دا جګړه نږدی څلویښت کاله د وسله والو ډلو د رالیږلو په بڼه روانه ده .
دوهم : د پنجاپ د استعمار لاندی د پښتنو د ځپلو د پاره د لکه د ( ضرب غضب ، ردالفساد او نور ) په نومونو د جنګی فعالیتونو په مخ بیول.
دریم : د بلوچستان په ضد د وحشیانه جګړی مخته بیول .
څلورم : د هند په ضد د منظمی جګړی مخته بیول
پنځم: ټولی نړی ته د تروریزم صادرول.
پنجاپی استعمار اوس د افغانستان په ضد خپلی جګړی ته نوی رنګ ورکړی او هڅه کوي چی په افغانستان کی وطن دوسته ځواکونه تر فشار لاندی راولی او دوی دی ته تیار کړی چی د پنجاپ غوښتنی ومني.
د افغانستان په ضد د پنجاپ د روانی جګړی څخه موخې ټولو ته څرګندې دي چې دلته اشاره ورته کوو:
1. پنجاپ په ټول قدرت سره هڅه کوی چی د ډیورینډ منحوسه کرښه د افغانستان په خلکو او په ټولو پښتنو باندی ، هر ډول چی کیږی ومني.
2. پنجاپ هڅه کوي چی افغانستان کی د پنجاپی استعمار تر کنترول لاندی اداره را منځته کړل شی
3. د موجوده افغانستان د تجزیی له پاره د شرایطو هوارول
4. د افغانستان ، پښتونخوا او بلوڅستان طبعی منابع لوټ کړي.
5. پنجاپی استعمار ، خپلی اغیزی منځنی اسیا ته ورسوي
6. په سیمه کی لویه امپراتوری رامنځته کړي
پنجاپي استعمار په شمالی وزیرستان کې پوځي عملیات ددې له پاره پیل نکړه چی هلته بهرنی وسله وال وځپي بلکی د دی عملیاتو څخه د وزیرستان د خلکو ځپل و. پنجاپي پوځ په شمالی وزیرستان کې د میرامشاه او میرالی ښارونه په بشپړه توګه ړنګ او د ټول کلي یی په کنډوالو باندې واړول.
هره ورځ په سلګونود افغانستان خلک په تیره بیا پښتانه د پنجاپ د ناوړي استعماری توطیی خوراک کیږي. پنجاپ نه یوازی :
• هڅه کوي چی افغانستان بې ثباته او نا ارام کړي.
• له دی لارې د پښتنو ټولې کورنۍ په غم ککړې کړي او لدې لارې د وطنپالنې روحیه ووژني
• د افغانستان اقتصادی بنسټونو ویجاړ کړی
• د جګړو له امله په افغانستان مالي فشار زیات کړی
• د وطنپالو ځواکونو په وړاندې عمومی نا رضایتی را وپاروي.
پنجاپي پوځ په افغانستان کې د خپلی جګړې د پرمخ بیولو د پاره اړ دی چی زیات مالي منابع ولري. د کتونکو په باور پنجاپی پوځ د افغانستان په ضد په جګړه کې د هغو روپیو زیاته برخه لګوي چی د امریکا څخه یی د تروریزم په ضد د جګړې په نوم تر لاسه کوي. مګر کیدای شی ددې پراخې جګړې د تمویل د پاره د پنجاپی اردو منابع کافي نه وي او کیدای شی دا هیواد د ستر اقتصادی بحران سره مخامخ شی.
د امریکا متحده ایالات د پنجاپی استعماري – تروریستی نظام سره په اقتصادی، مالی او سیاسی مرستو سره نه یوازی تروریزم په سیمه او نړۍ کی کمزوری کوي ، بلکې هغه ځواکمن کوي.
دا ځکه چې د پاکستان سره مالی ، اقتصادی ، سیاسی او پوځي مرسته د تروریزم سره مرسته ده.
د کابل چارواکی په دی نه پوهیږی چی د دښمن په وړاندې پاسیفه دفاع سره نه شی کیدای ثبات او امنیت ټینګ کړل شی او هم د خاورې بشپړتیا تامین کړی شي.
ددی له پاره چی په افغانستان کی د پنجاپی استعمار او ایرانی مداخلو مخه ونیسی باید دا هیواد د ځانه بفعاله دفاع وکړي.
د دښمن په مقابل کې فعاله دفاع په دی مانا ده چې په خپله په دښمن باندی ( د هغه په زړه کې په اهدافو ) ګوزارونه وشی تر څو دښمن فلج او له منځه یوړل شی.
نږدې څلویښت کاله کیږی چی په افغانستان کې جګړه روانه ده. د افغانستان ټول خلک په دی باور دی چی دا جګړه د پنجاپی استعماری نظام له خوا پلان شوی ده او مخته ځی .
د پنجاپ استعماری – تروریستی ادارې د افغانستان د کورنیو ،سیمه ایزو او نړیوالو حالاتو په څیړلو سره په دی بریالی شوی دی چی ددې جګړي په پایله کې نه یوازی د افغانستان هیواد کمزوری کړي بلکی ددی جګړي په مخته بیولو سره یو شمیر مهم ستراتیژیک اهداف تر لاسه کړي.
د افغانستان خلک ددی له پاره چی پنجاپ له خوا د افغانستان اشغال شوي خاوره د هغه د منګولو څخه وژغوري او هم خپلو نړیوالو موخو ته ځان ورسوي باید د پنجاپی استعماری رژیم په وړاندی دقیقه او سنجول شوي ستراتیژی را منځته کړي.
باید ووایو چې د دا ډول ستراتیژی نشتوالی ددی سبب شوی دی چې افغانستان د تباهی خواته ولاړ شی.
د اوسنیو شرایطو په ژور تحلیل او د پنجاپی استعماری – تروریستی ادارې د جوړښت او همدارنګه ددی ادارې تر واک لاندی د خلکو ژوند ته په کتو سره ، د افغانستان دپاره ډیره اړینه ده چې د پنجاپ په وړاندې د فعالی دفاع په اړوند ستراتیژي ترتیب کړي .
خو اشرف غنی هم د حیاتی ستراتیژیو ترتیب کول هم د بیکاره یا دخلکو په اصطلاح د ماشومانو په لاس کی ورکړي ده .
د افغانستان ستراتیژیستان په دی نه پوهیږی چی په سیمه کی اصلی او مهم ګواښ د افغانستان له پاره کوم دی. دوی د شرایطو دقیق تحلیل نه شی کولی ، دوی نږدی او لیری اهداف په دقیقه توګه نه شی ټاکلی . دوی ددی وس نلر ی چی خپل امکانات ، ځواکمنی او کمزورتیا درک کړی. لنډه دا چی دوی نه شی کولی د ملی سترو ګټو څخه د دفاع او د دښمن له منځه وړلو د پاره ژوره سنجول شوی ستراتیژی رامنځته کړي. .
په تیرو نږدې څلویښتو کلونو کې د افغانستان خلکو او پښتنو یوازې او یوازی د مړیو په خښولو او د فاتحو په اخیستلو سره تیر کړل. د پښتنو کلي وران شول ، کروندی یی شاړې شوې ، په میلیونو خلک بی ځایه او یا بهرنیو ملکونو کې کډوال شول.
دا ځکه چې د پنجاپ استعماری ادارې خپله ګټه او بقا په سیمه کې د جګړو اور ته لمن وهلو او په ځانګړي توګه د افغانستان او پښتنو په ضد جګړه کې وینی .
د دې جګړو د مخته بیولو د پاره د راز راز پلمو او طریقو څخه کار اخیستل کیږی.
د سیمی او د پنجاپی استعماری دولت د حالاتوپه څیړلو سره دا په ډاګه کیږي چې د پنجاپ د استعماری نظام بقا په سیمه کې په جګړو ، مداخله او د تروریستی ډلو په صدور کې ده.
که چیری پنجاپ د ګاونډیانو او په ځانګړي توګه د افغانستان او پښتنو په وړاندی جګړه ودروي دده خپل شته والی د ګواښ سره مخامخ کیږي.
دا ځکه چې په خپله د پنجاپ استعماری ادارې تر واک لاندې سیمو کې حالات په چاودیدو دي پښتانه ، بلوڅ ، سندیان ، کشمیریان او نور توکمونه نه غواړي د پنجاپ د استعماری ژغ لاندې ژوند وکړي.
اوس د پښتنو ازادی بښونکی غورځنګ مشران د اروپایی اتحاد ، ملګرو ملتونو او نړیوالو سازمانونو سره ګوری او له دی لاری د هغوی ملاتړ تر لاسه کوي. په اروپا کی نه یوازی د پښتونستان بیرغ رپول کیږی بلکی د بلوچستان او سند بیرغونه یی په اړخ کی رپیږي.
پنجاپ تل هڅه کوي چی د یوې خوا یاد شوی توکمونه په بی رحمانه توګه وځپی او د بلی خوا د ګاونډیو هیواد په چارو کی د مداخلی له لاری د هغه هیواد خلکو پام د کورنیو ستونزو څخه بهرته واړوي.
د افغانستان او پنجاپی استعماری اداری تر منځ نه پخلا کیدونکی دښمنی وجود لری پنجاپ د افغانستان زیاته اندازه خاوره لاندی کړي او دې ته تیار نه دی چی بیرته یی افغانستان ته وسپاري او یا پښتونستان د خپلوا ک هیواد په بڼه را منځته شي.
د پورتنی هدف د پاره نږدی څلویښت کاله مخکی پنجاپی استعمار د افغانستان په ضد یوه نوی ستراتیژی را منځته کړه ددی ستراتیژی کلیدی شعار دا دی:
جهاد افغانسان ، دفاع پاکستان
دلته دفاع پاکستان په لاندې مفهومو سره استعمالیږي:
لومړی: ددې له پاره چې افغانستان په خپله د هیواد په د ننه کې د لانجو او ستونزوسره مخامخ وي تر څو ونه کولی شی چی د پنجاپ له خوا د تاریخی افغانستان د نیول شوو ځمکو پوښتنه وکړي.
دوهم : د افغانستان په ډیر کمزوری کولوسره ، ددی هیواد د تجزیی د پاره زمینه برابرول
دریم : د امکان په صورت کې د پاتې افغانستان د خاورې څخه د ځینو برخو او یا ټول اشغال
اوس راځودې خبری ته چی افغانستان خلک تر هغه د پنجاپی استعماری رژیم د نه اعلان شوی جګړې څخه نجات نه مومي تر هغه چې پنجاپی استعماری اداره موجوده وي .
دا په دې مانا چې د افغانستان خاوره ( تر جیهلم او ګوادر ) د پڼجاپی استعمار تر نیواک لاندې وي او په لسګونو میلیونه افغانان ( پښتانه) د پنجاپ تر واکمنی لاندې د مرییتوب ژوند تیروي، تر هغه به افغانستان ارامه یوه ورځ هم تیره نه کړي.
یعنی دا چې د افغانستان ابادي د پنجاپی استعمار د تباهی سره تړلی ده . او دا خبره معکوس هم ده یعنی د پنجاپی استعمار شته والی د افغانستان په تباهی کې دی.
همدا خبره ده چی پنجاپی استعمار به یوه شیبه هم د افغانستان په ضد جګړه ونه دروي .
په سیمه کې تروریزم په خپله وده نه ده کړي . بلکې دلته تروریزم رامنځته کړل شوی دی. دلته د تروریزم ایجادونکی ، مخته وړونکی پنجاپی استعمار دی. پنجاپی استعمار د تروریزم څخه نه یوازی د افغانستان په ضد کار اخلی بلکی په تروریزم باندی د ولاړ سیاست په توګه په سیمه او نړۍ کی هم کاروي.
پنجاپی استعمار د خپلو بهرنیو ګټو د تامین د پاره تروریستی ډلی ، چین ، منځنی ختیز، منځنی اسیا ، هند او لویدیز ته لیږي. مګر له بده مرغه د نړی زیاتره هیوادونه د پنجاپی استعمار په دی تروریستی پالیسی باندې سترګې پټوي.
مشروع او فعاله دفاع د افغانستان حق دی . د بلې خوا د افغانستان دولت د پنجاپی استعمار لاندی خلکو په وړاندی ملی ، تاریخی او انسانی مسوولیتونه هم لري چی باید هغه ادا کړي.
د کابل اداره مسوولیت لری چی د افغانستان د هغو خلکو چې د پنجاب تر نیواک لاندې ژوند کوي د هغوی دمبارزو هر اړخیزه ملاتړ وکړي.
د افغانستان حکومت دا ملی مسوولیت لری چی د پنجاپی نیواک لاندې پښتنو ( افغانانو) د نجات او بیرته د افغانستان سره د دوی د یوځای کیدو او یا د پښتنو مستقل دولت ( پښتونستان )د جوړیدو د پاره کار او هڅه وکړي.
د پنجاپی استعمار په وړاندی د افغانستان د خلکو ( پنجاپی استعمار نیواک لاندې تر جهیلم او ګوادر) جګړه او مبارزه عادلانه ، روا او اسلامی ده
د یادولو وړ ده چې د پنجاپ تر نیواک لاندی خلک د پنجاپی استعمار د نیواک څخه تر پوزې راغلی دی دوی خپل روا حقوق غواړي ازادی غواړی
پنجاپی استعماری رژیم ستنې سستې او په یو کوچنی ګوزار سره ړنګیدونکی دی. دا ځکه چې د هیواد په داخل کې تر استعمار لاندی ټول خلک د هغه خلاف دي او د دې استعماری نظام د ړنګیدو د پاره مبارزه کوي.
له همدی امله اړینه ده چی په سیمه او نړی کی د تروریزم د شر څخه د ځان د ژغورلو د پاره باید ، د تروریزم اصلی رامنځته کونکی په ضد هر اړخیزه ( سیاسی ، اقتصادی ، پوځی) مبارزه وشی. همدا حقیقت اوس په نړیواله سویه سره درک کیږی چی:
پاکستان مات ، تروریستان مات
دلته د پاکستان څخه موخه د پنجاپ استعماری ، تیری کونکی او تروریستی اداره ده.