دَ فرشته فاؤنډېشن انټرنېشنل

 

فرشته فاؤنډېشن انټرنېشنل ، دَ لوې نړۍ په سر دَ فنون ٍ لطیفه سره اړه لرونکې فن پلورنکو یو داسې  نړئیز فاؤنډېشن دی چې دَ ناروغې انساني ټولنې دَ ممکنه علاج معالجې دپاره هراړخېزه فني  هلې ځلې داسې په کار راوړلی شي چې دَ نړئیز کلې انسانان  په ګډه دَ  اشرف المخلوقیت دَ اعزاز دفاع  دَ انساني فرشته صفت خمیر او ضمیر تسکین دَ اطمینان تر هانده  دَ خپل خپل وَس په سمه وکړي – چې دَ رنګ ، نسل ، مذهب ، او سیمه ائیز سوچونو څخه بالاتر دَ بابا آدم او مورکۍ بي بي حواسره نه یوازې نسبتي بلکې قلبي، روحاني  او ذهني رښتې هوارَولو دانسته هڅې  رواج وګرځي – او دَ خېر دغه کار یو شاعر یا ادیب که دَ میني په لفظي پرچار کولی شي،نو حقه خبره ده چې  یو مصور هم  دَ انساني ژوند په  سپېرو خاکو کې  ښائیسته رنګونه ډکولی شي -   دغسې  سنګ تراش په خپلو بُتونو، سندرغاړی په سندرواو هن یو  اداکارلا هم په خپل فن کې انسان وَ انسان او خالقٍ حقیقي ته په هنري کمال حتماً نیږدې کولی شي  - ولې چې  سیاسي، معاشي، معاشرتي هن چې سائنسي نظریات او ایجادات دَ زرګونو پېړیانو راهسې دَ انسانانو تر میان لارې لنډَولو په ځای فاصلې دومره سېوا کړي چې له ځنګلونو څخه ډېر پخوا راوتې انسانان یې بیرته په دې پارَولي دي، چې هغوئ بیرته دَ ځنګلونو په لور مخه وکړي .... هو، لکه څنګه چې په دورٍحاضر کې له ځناوري روئیو سره روان برېښي –

 

 فرشته فاؤنډېشن انټرنېشنل ، چې هدیل بریشنا افضل خان ( سکاني هدیل) څوک چې دَ افضل شوق ماشومه لورکۍ ده یې تاحیات اعزازي مشره ټاکل شوې ده دې وخت په پنځو براعظمونو یانې آسیا، اروپا، امریکا، آسټرېلیا او افریقه کې بې شمېره اساسي غړې لري، چې دَ انټرنیټ دلارې دَ امن، مینې  او انسانیت  دَ ودې دپاره له رنګونو او لفظونو په هنري کومک دَ نړیوالو پام راګرځولو کې همه بوخت ښکاري –

 

دَ فرشته فاؤنډېشن انټرنېشنل اهداف

 

-  دَ لوې نړۍ انسانان دې ته تیارَول، چې هغوئ دي دَ خپل انساني فطرت په سمون له هر قسم تفرقې څخه لاس په سر انسانیت ته اوږې ورکړي -

-  مینه دَ امن ، امن دَ انسانیت او انسانیت دَ انساني ژوند دَ خوشحالۍ او سوکالۍ دپاره په کارَول –

-   دَ مشرقیت او مغربیت تر منځه  لار  پرانستلوپه غرض عالمګیر فن په معنوي او فکري اعتبار دَ یو پُل په مصداق وړاندې کول –

-  دَ خپل خپل وَس په سمه دَ ناروغې انساني ټولنې دَ شفایابۍ دپاره  فني زیار دارُو کول –

-  دَ انساني ټولنې دَ ښېګړې او بقاء دپاره دَ زړه له  اخلاصه خپل صلاحتونه لوګی کول -  

-  دَ انسانیت  ورانه ویجاړه څېره په ښائیسته لفظونو اوزړه راکښونکو رنګونو سر دوباره سازَول –

-  دوستانه موسکاګانې دَ نفرتونو په غال کې دَ جنګي هتهیار په توګه وړاندې کول او دَ یوبل په زړونو دَ بریتوب بېرغونه درَول –

 دا او داسې هر هغه کار، چې دَ انسانانو تر منځه زمیني واټنونه او دَ هغوئ دَ زړونو تر میان لارې جوړوَي ... دَ دې غېر سیاسي فاؤنډېشن په اغراضو کې بې دَ هیڅ قسم  ځاني تشخیص  یامالي فائدې او نقصان شامل دي – یانې فرشته فاؤنډېشن انټرنېشنل تش او تش دَ انساني اقدارو دَ تبلیغ و ترویج کولو هڅوال  دَ خېر مشن دی او هر هغه شاعر، ادیب او اړخیز فنکار خپل ځان دَ دې فاؤنډېشن غړۍ کڼلی شي چې مینه یې دَ ژوند مسلک، امن خوب او انسانیت مرام وي –

 

نو راشئ ، چې  امن ساز کړو، مینه سوز او انسانیت سندره ...... هو، که مو ځانونه دَ جهانیانو سره دَ  انساني خپلوۍ په رښتو کې تړلې خوښ شي –

 

 افضل شوق

         

                           afzalshauq@yahoo.com

                           afzalshauq@hotmail.com         

                                               Ph. +92 346 5455414 / +92 300 5206095 / +92 51 5954687