په اروپا کې انګلسي ژبه
( یوه عمراني سروې، چې په کال ۱۹۹۶ع کې دَ اروپا دَ سېل کولو په وخت غوره شوې وه)
( په اروپا کې لکه چې تش پېرنګیان اوسېږي او انګلسي ژبه به یې خود تر خپلو دَ خبرو کولو ژبه وي)
حقه خبره دا ده، چې زما او زما دَ قام دَ زیاتره غړو په مزغو کې دا مفروضه دَ حقیقت تر هانده غزونې ځکه کوي ... چې څوک که هم دَ اروپا له خوادې خواته کله راچپ شوی وي .. هغه په بڼه تک سرُور پېرنګی ښکاري او بل انګلسي هم خامخا واي – هو، دا هغه خبره وه ، چې دَ پوښتنې په توګه راڅرمه شوې وه او آخیر پای مې هم دَ اروپا په سېل کې ځواب ته په ډېره مړانه وَرسوله –
ګوا دَ دې پورتنۍ مفروضې په رڼا کې ما یو سوالونه په مزغو کې غوره کړو او خپل کار ته وَ روږدېدم په پښتني هوډه باندې – او دَ اروپا دَ سېل کولو سره سره مې له ۱۵۳۴ اروپایانو څخه په دې باب پوښتنې وکړې ... په کومو کې چې ۶۹۱سړي ؤ او ۸۴۳ ښځې – او دَ دې کسانو اړه دَ اروپا له ۲۶ بېلابېلو هېوادونو څخه وه – خو په کې دَ فرانس، هالېنډ، جرمني، آسټریا، سوئیټزرلېنډ، مناکو، اټلي، سپېن، سان مرینو،وېلز، سکاټ لېنډ او لیچټنسټائن هېوادونو کسان ځکه زیات ؤ، چې ما په دغو هېوادونو کې سېل کولو –
په کال ۱۹۹۶ع کې دَ اروپا دَ سېل کولو په وخت ما دا هڅه کوله ، چې دَ اروپا دَ هر هېواد او هرې طبقې خلګ په دې سروې کې راګډ کړم، لاکن په دې لنډ وخت کې زه چې دَ خپل ورستي وس په سمون چې له کومو کسانو سره مخامخ شوم ، په هغو کې زیات شمېر دَ سېلانیانو، هوټلي عملې، سکاؤټس، لوستونکو، دوکاندارانو، پولیسانو، ټؤر ګائيډز، بس مسافرانو، ټېکسي ډرائیورانو، موالیانو او کوچیانو، بار والاؤ، په کلبونو، بارونو، اوپېرا، ثقافتي پروګرامونو او رېډ لائټ ډسټرکونو او ورته راغلو ښځو او سړیانو په چپه .... ما هر هېواد په فُټ پاتونو باندې له ډېرو زیاتو لارویانو سره هم په یوه نا یوه بهانه خبرې وکړي –
منم چې دا بېخي ګران کار ؤ – او که وَوایم، چې کله نا کله به یو نیم سړي یا ښځې داسې دیکه راکړه ، لکه ما چې پوښتنې نه بلکې ښکنځلې ورته کولې یا مې خېرات ځینې غوښتلو ... چا سره به وخت نه ؤ او چا به راته وئیلو .....
( معاف کړه وروره معاف)
( مه مې تنګوه ... پرې مې ږده چې په خپله لاره وهم)
او دغه رنګه نور نور عزرونه او تودې سړې خبرې به مې اورېدلې ... لاکن زه وم، دَ خپل مرام سره مخلص او په غښتلو جذبو مخ مخته روان او بیا بیا مې دَ لارې یا یو مشهوره ځای په باب پوښتنې کولو ورسته به کرار غوندې یو دوې پوښتنې دَ انګلسۍ په باب هم وکړې – او دغه رنګه زه په خپل مقصد کې بریالی شوم او نن خپله سروې وَ ګلو لوستونکو ته وړاندې کوم – چې زما دَ راغونډ کړل شوؤ حقائقو په رڼا کې داسې نتائج مخې ته راغلو، چې دَ اروپا او انګلسۍ ژبې په باب راپورته شوؤ سوالونو خپل خپل ځوابونه داسې وَموندلو -
الف - انګلسي وئیلی شې ... ؟
په اروپا کې قریباً په هر سلو کسانو کې ۴ داسې غېرانګلسیان اوسي ، چې انګلسۍ ژبه په رواني وئیلی شي – او په هر سلو غېر انګلسي اروپایانوکې ۱۳ داسې کسان هم موجود دي، چې په انګلسۍ باندې تر ډېره هانده پوهېږي او لږ ډېره یې وئیلی هم شي – خو په براعظم یورپ کې په هر سلو غېر انګلسي کسانو کې ۲۹ داسې هم استوګنه کوي ، چې فقط یو څو تورې دَ انګلسي وسیلی شي لکه چیپ، سمال، بیګ، لټل، یَس ، نو، ګوډ، مائی نېم ، ټائلیټ او دغه رنګه ځینې نور تورې هم وسیلی شي –
ب - ښه به نه وي چې انګلسي اروپائی ژبه شي ؟
دَ دې پوښتنې په ځواب کې په اروپا کې په هر سلو کې ۱۴غېر انګلسي کسانو وئیلو .... هو ، باید چې انګلسي ژبه دَ اروپا ژبه شي او ۷۹ غېر انګلسي اروپایانو غوټ یَه کړو او وئیل یې دا ضروري خو نه ده – نو په هر سلو کې ۷ غېر انګلسي اروپایانو وئیلو، چې کېدای شي او نه هم شي کېدای ... ګوا ځوابونه یې دَ انګلسۍ په حق او ناحقې کې نېغ په نېغه نه ؤ –
پ - خپله ژبه دي اروپائی خوښه شي که ملکي .. ؟
په اروپا کې په هر سلو کې ۸۶ غېر انګلسي کسانو دا وئیلو، چې هغوئ خپلې قامي ژبې دَ درستې اروپا دَ ژبې په حېث خوښې شي او په هر سلو کې ۸ غېرانګلسي کسانو خپلې ژبې دَ خپلو خپلو ملکونو دَ قامي ژبو په څیر خوښې کړې – خو په هر سلوکې ۶ کسانو داسې هم وئیلو، چې داسې نه شي ممکن کېدای ، ولې چې دَ هغوئ ژبې وړې ژبې دي –
ت - که انګلسي نه ... نو کومه ژبه باید چې اروپائي شي ؟
دلته په اروپا کې په هر سلو کې ۴۷ غېر انګلسي کسانو دَ فرانسوي په حق کې او په هر سلو کې ۱۸ کسانو دَ جرمنۍ ژبې په حق کې خبرې وکړې – هم دغه رنګه په هر سلو کې ۷ غېر انګلسي کسانو دَ اتالوي، ۶ فیصده اروپایانو دَ هسپانوۍ، ۲ فیصده کسانو دَ روسۍ او ۲ فیصده دَ ولندېزۍ ژبې په باب رائیې رقم یا وړاندې کړې – لاکن په هر سلو غېر انګلسي کې ۱۷ داسې کسان هم په ریکارډ باندې راغلو، چې هغوئ وئیلو، چې دَ انګلسۍ سره سره دي فرانسوي او جرمنۍ ژبې هم په اروپا کې دَ رابطې ژبې شي –
ــــــــــــــــــــــــ