ښاغلی محترم مصطفی پسرلی د "د هلمند غم د ټول افغانستان غم ده" تر عنوان لاندی ، خپل احساس د هلمند غم په هکله داسی اظهاروی:

د هلمند غم د ټول افغانستان غم ده

لکه ړانـده داســې بیځـایـه قدمونه آخلو
مرګ راپسې دی د اجـل خواته ګامونه آخلو

د انسانیت پـه تندي اوس هغه ځلا نه وینم
چرته بې وسه وي د هغـو تصویرونه آخلو

اوس دمطرب پدې سازو کې هغه خوند نشته دی
د آزادۍ یو څو نغمو ته ښه سازونه آخلو

درد مو زیاتیږي او خیالونو بغاوت کړى دی
دې ویښ احساس ته د پردیو ځنځیرونه آخلو

له ټول وطن نه ورته خپل ژوندون مھم ښکاریږي
داسې واکمنو ته له کومه ضمیرونه آخلو؟

د ګناهـونو په لار درومي جنتونه غواړي
داسې تـور زړونـو تـه ځلانده مشالونه آخلو

اې پسرلیه! ستا غزلو کې ستا اوښکې وینم
له هرغزل نه دې خپلواکه پیغامونه آخلو