انګلېنډ...كه دَ شېكسپئير دَ ډرامو كردارونه

 

دَ 21م اپرېل 1996ع سهار وختي چې ما دَ باتهـ روم په هنداره كي خپلې  څېرې ته كتلي وْ ، نو بڼه راته هغسې پخوانۍ ښكاره شوى وه ­ ګوا هرڅه مي وَ زاړه حال ته مونېدو، خو بس كه بدل وْ... نو هغه وْ دَ اِن سائيټ ټرېول كمپنۍ غټ او دغه ښائيسته بس ، چې په كي دَ ډرائيور او اسكارټ په چپه له ما سره 34 انټرنېشنل ټوْرسټان ، چې دَ  نړۍ دَ بېلابېلو هېوادونو څخه يې اړه لرله دَ خپلو ځانګړو څېرو سره په چوكيانو باندي ناست وْ او ټولو يو بل ته  لا خو دَ حېرت په سترګو كتلو .. لا بيا دَ سترګو په جنګولو كي هر چاته دَ يوهْ نا يوهْ سره دَ خپل خپل نوعيت تړون مطلوب وْ ­ نو ځكه ما هم په بس كي شاوخوا سترګي ځغلَولې ­

 

چپ له يوې زَړې غنم رنګي هندَوي ، چې نوم يې تر دې وخته لا زما نه وْ زده .. نور ټول يا خو پيتان وْ، يا بيا سرهْ سپين ­ او هغه هم  زياتره په كي لا دَ مخه جوړه شوي وْ –

 

خېر.. دَ غوره شوي پروګرام په سمه دَ اِن سائيټ بس په لندن ښار كي دَ كنګزكراس  نامي علاقې دَ ريان هوټل څخه مخته روان شو -  نو دَ سرخريلي ډرائيور سره مخته په كيڼ لاس خوا كي ناستې اسكارټ مائيك خلې ته وَنيولو او واي .. 

 

" زه Darke Joana ستاسي ټوْر منېجر يم اوډرائيور مسټر رچرډ دَ Insight له خوا په دې اووه ورځني  British Vista ټوْر كې تاسو ته دَ سهار سلام ورسته ښه راغلى وايم - دا ټوْر چې كوډ نمبر يې1257/036/A  دى او دا له لندن څخه تر لندن پوريي ټرپ به دَ عظيمې برطانيه دَ درو رياستونو لكه انګلېنډ، سكاټ لېنډ او وېلز په سېل باندي اړه لري ­ او دا مي خوائيش دى ، چې تاسو دا ټوْر انجواى كړئ "

 

دومره وئيلو ورسته يې بنډل دَ نقشو راواخيستلو او هر كَس ته يي يوه يوه نقشه (Map of Great Britain & Ireland)  په  لاس كي چې څنګه وركوله ، نو په بس كې ناستو هم خلې وَكړې او دَ نقشې په بهانه تر خپلو خبري هم پئيل شوي ­

 

په خپل وار چي تر ما راورسېدله ، نو نقشه راته وړاندي كولو په وخت واي ..

 

" ستا نوم ؟"

 

" افضل شوق .. خو ته راته شوق وئيلى شې"

 

 " شاك مسټر شاك"

 

او زما دَ نامه له داسي موسكني تكرار سره مخته تېره شوه ، لكه زه چي شوق نه .. هغه  شارك يم ، چي دا به رك هغه وخت خورم، چي كله هغه دَ نورو وړو ماهيانو په ښكار كي بړخت وي ­ ولي چي ماته يې په تندي باندي هغه ګونځي دَ ورايه ښكاره كېدلې ، چي دغه رنګه ښځي يې زياتره وخت دَ سړيانو دَ ښكار كولو دپاره دَ جال په توګه په كارَوي ­

 

_____

 

" په لندن كي نن چې څومره ښه موسم او لمرينه ورځ ده ، نو بلي خواته اتوار او دَ لندن مېراتهن  (دَ منډي مقابله هم) ده ، چي سهار له جنوبي لندن څخه راپئيل شوي ده .. خېر، دَ معلوماتي خبرو سره سره به زه تر خپله وسه ستاسي مسئلې هم هوارَوم او هڅه به كوم ، چي دا ټوْر ستاسي يادګار اوكټور وګرځي ­  لاكن لومړى دا زما موبائيل ټېليفون نمبرله ځان سره وليكئ ­"

 

موبائيل نمبر، چي042-5579-29 وْ راښئيلو ورسته واي ..

 

"څوك چي هم چرته بې لاري كېږي ، نو هغه دي له ما سره تماس په دغه نمبر نيسي ­ كه څه هم تاسي زياتره دَ عمر په لحاظ تر ما غټ يا زما همزولي  ياست ، خو دې وخت دَ اسكارټ په حېثيت  زه ستاسي ټيچره يا مور يم ­  نو ځكه خيال كوئ .. په وړو غلطيانو هم درڅخه خفه كېدلى شم"

 

او بيا يې دَ دې شوخي خبري ورسته يوه خوږه كړيكه دَ خندا له خلې څخه چي څنګه  وَوتله ­ نو په بس كي ناستو ملګرو په شونډو باندي هم موسكاګاني وَغوړېدلې ­ او بس چي كله دَ Hoover نامي غټ بلډنګ څخه په كيڼ لاس دَ هغه پخواني او تاريخي ملټري ائيرپورټ په خوا مخه كړي وه ، چي په دويم نړئيز جنك كي بېخي زيات په كار راويستل شوى وْ.. نو جوْنا هم داسي په ژعا شوه ..

 

" په دې هېواد كي دَ بېخي ګرانۍ پرته هم ستاسو دپاره دَ ډېرو ښو هوټلانو اهتمام شوى دى ­ كوم چي زياتره درې خاليزه هوټلان دي ­ خوني كه يې څه هم غټي نه دي ، خو باتهـ رومان غټ غټ لري ­ او بل چي كوم هوټل ته به هم رسېږو، نو هلته به په هري خوني كي دَ لائټ رېفرشمنټ په توګه دَ مېوو پرته دَ بجلۍ چائيدانه ، بوره ، چائي پاڼي يا كوفي سره دَ څو بسكوټونو موجود وي ­ كوم چي ستاسو ستړيا وسا كولى شي­"

 

 پېغله جوْنا چي ژغېدله ، نو موږ هم زياته دَ لندن ښار شاته پرېښولو لګيا وْ ­  دَ روډ دواړو څنډو ته دَ شنو ميدانونو او ځنګلي ونو په چپه واړه واړه ټاوْنونه  هم مخي ته راتلل پئيل شوي وْ ­ دلته زياتره ودانياني ډوپلېكس ټائپ دي،ګوا تر يوه غټ بام دلاندي څوڅو او دوه باميزي خوني جوړي شوي وې ­ دَ دې ودانيانو شاوخوا كه څه هم دېوالونه نه وْ ، خو ګېرچاپېره يې پوُسونه په ډېر شمېر باندي غړېدلو او يو نيم ځاى مي اسپي هم تر سترګو شولې ­

 

دلته هم دَ اروپا دَ نورو هېوادونو په رنګه حكومت دَ بېلابېلو قسمونو دَ پائن وني ځاى په ځاىكرلي  دي ، چي دَ فطري ځنګل ښائيست لا نور نور زياتَوي څه ، چي دا شنېزه او تر ليري ليري پوري هر اړخيزي رنګيځي نندارې دَ سېلانيانو مزغو ته دَ سفركولو توان وربخښي ­ ګوا يوې خواته دا او بلي خواته اسان ، پوسُونه لا جلا ­  په ټاوْنونو كي دَ زياترو ښځو ګڼي انګلسي جامې داسي څرګندوي ، لكه په دې خاك باندي اوسېدونكي چي دَ هر څو پرمختګ سره سره دَ ژوند ژواك طريقې نه بدلَوي ­

 

 دا پورتنۍ خبري مي لا سمي په ډائرۍ كي نه وې اړَولي، چگي زما وَ مخته په چوكۍ باندي ناست دَ پاخه عمر سړي مخ راواړَولو او پوښتنه يې وكړه ..

 

" ته لكه چي يوازي يې ..؟ "

 

ما به لا اوس ورته په ځواب كې په "هو" وئيلو باندي غاښونه سپينَولو، چي ورسره ناستي خواپاكي زَړه ملګري واي ..

 

" زه وېلما يم ، دا زما مېړه هېري او هغه زموږ وَمخته ناست  ځوان زموږ كېوين او ورسره ناسته پېغله اېلن مي لور ده موږ دَ كېنېډا دَ اونټېريو اوسېدونكي يُو"

 

" له تاسو سره په ملاقات كي خوشاله شوم .. لاكن"

 

ما لا دغه  لاكن تر سره نه وْ رسَولى ، چي پېغلي لُور اېلن دَ هغوئ پام دَ هغو شنو ميدانونو په لور واړَولو، چرته چي بېخي ډېري غواګاني غړېدلي­ ځكه زه هم دَ حېرانتيا سره سره په دې سوچ كي ډوب شوم ، چي دا خلګ دَ خپلي زَړې زمانې دَ كاوْبواى كلتور سره سره اړيكي ساتلو كي وياړ محسوسوي ­ سوچ چي مي تر دې ځايه راورَسولو ، نو دَ هېري او وېلما ځوان زوى كېوين له خپله ځايه راولاړ شو او شاته راغلو­ زما په څنګ كي په خالي چوكۍ باندي چي څنګه كښېنستلو، نو واي ..

 

" بخښنه غواړم .. زه دلته كښېنم"

 

" ولي نه .. ولي نه ، راځه كښېنه"

 

دَ كهړكۍ په خواته دَ څكېدلو سره سم چي مي څنګه ست دَ ناستي ورته وكړو، نو هغه لاس راوغزَولو او واي ..

 

" ستا نوم څه دى؟ او دا راته وَوايه ، چي دَ ليكلو سره سم لګيا يې په ريكارډر باندي خپلي خبري هم څپ كوې"

 

او بيا زما او دَ كېوين تر منځ خبري دَ پېژندګوى څخه دَ انګلېنډ ترغواګانو پوري راوَرسېدي ­ دَ كومو په حقله چي هغه وئيلو..

 

" داسي راته ښكاري لكه دَ برطانيې خلګ چي ترانسانانو زيات دَ بودَګانو سره مينه كوي ­ ولي چي دَ كورونو شاوخوا يې انسانان كم او پوُسونه ، غواګاني او اسپي ډېري ښكاري"

 

كه څه هم هغه ټوكه كوله ، خو دَ حېوانانو سره دَ فېرنګيانو مينه له جهان څخه پټه نه ده ­ او هغه هم تر دې هانده ، چي كه چرته دَ يو انسان او دَ سپي يا يو بل ځناور تر منځه دَ يوه دَ ژوند دَ ساتني خبره راشي ... نو ممكنه دا ده ، چي انسان به پرېږدي او ځناور به وَ ژغورلى شي ­  ولي چي يو خو دَ هغوئ له ځناورو سره ډېره جوړه ده او بل په داسي كارونو هغوئ نوم هم ګټي ­

 

_____

 

پاوْ بالا نهه بجې سهار چي دَ يو نوشته بورډ په سمه برمنګهم فقط 32كلوميټره باندي وْ او لينګټن دَ 10 كلوميټره په واټن ، نو بس دَ لوي لاري وَ كيڼ لاس ته  په يو ښائيسته هوټل باندي وَدرېدلو­ او دلته موږ دَ نيمي ګنټهې سټاپ كولو ورسته مخته روان شو­ اوس په اّسمان كي ځاى په ځاى اوريځي هم راغونډي شوي وې او كله كله به  دَ ژېړ او بې سېكه لمر څېره هم په كي دَ څه وخت دپاره پټه شوه ­ دَ لس منټه دَ مزل ورسته په يوه واړه درياب باندي برسېره تېرېدلو سره سم دَ سټراټ فورډ ښار په لور وَګرځېدلو او پنځه منټه بالا لس بجې موږ دَ ستر شاعر او ډرامه نګار ويلئيم شېكسپئير وَ وړې  نړۍ ته ورسېدو ­

 

په دې واړه ، زاړه او ډېر ښكلي سټراټ فورډ ښار كي په اېوان نامي درياب باندي تېرېدلو په وخت دَ جوْنا ژغ دَ بس په سپيكرانو كي خپور شو او وئيل يې..

 

"دَ انګلسۍ ژبي بېخي نامتو ډرامه نګار او خوږ شاعر ويلئيم شېكسپئير په كال 1564 كي په دې ښار ياني سټراټ فورډ كي زېږېدلى وْ ­  دلته يې ورځي شپې تېري كړي دي .. او دَ دغه درياب په څنډو او ورسره خوا كي په دې تنګو كوڅو كي يې  په ماشوموالي كي بازۍ او په ځوانۍ كې چكرونه هم وهلو سره سره دَ خپلو ډرامو دپاره كردارونه لټولي دي ­ اوس هم داسي ښكاري لكه دَ دې ښار هره ننداره چي دَ هغه دَ ډرامو ننداره  وي "

 

جوْنا چي دا خبري كولې ، نو دَ بريج فُوټ څخه دَ بريج سټريټ په خوا وَګرځېدو او په دې سټريټ كي چي زياتره ودانياني په كي له تراشل شوْ كاڼو څخه جوړي وې مخته وتلو سره سم دَيوه غټ چوك څخه ښي لاس ته په هينلې سټريټ كي ورسم شولو ­

 

"دا هغه كوڅه ده ، چي په كي دَ ستر شېكسپئير كور له موږ څخه  په څه واټن باندي دَ شېكسپئير سېنټر سره جوخت جوړ دى ­ چرته چي به هغه دَ مور او پلار او په تېره دَ ګراني لور سُوزانه سره اوسېدلو"

 

جوْنا لا په سمه دا خبره سرته نه وه رسولي ، چي زموږ بس دَ Shakespeare’s Birth Place  نامي بېخي زاړه سراى ، چي په دېوالونو كي هوډل شوي خښتي او لرګيان يي په سپين او تور رنګ رنګول شوي وْ مخته ودَرېدو ­ دَ ملګرو سره زه هم كښته شوم او دَ شېكسپئير وَ كور ته ورننوتلو په نيت چي څنګه دَ زَړې هندَوي بانو، چي پوره نوم يې بانومدون وْ تر شا ودريدم ، نو هغې په تورو لغوَړنو اوورئيو كي پېوند لاكن سپين غاښونه په ډېركمه مينه راښكاره كولو ورسته وئيلو..

 

" داسي ښكاري لكه شېكسپئير چي دَ هغه وخت په مَړو خلګو كي يَو وْ ، چي دَ پخوانۍ زمانې دَ لحاظه دا كور..كور نه ، بلكې بنګله وه"

 

ما به لا اوس موسكا ورته دَ ځواب ځاى وړاندي كوله ، چي جوْنا زما مسئله راحل كړه او وئيل يې ..

 

" شېكسپئير دَ جېمز اول په خاص درباريانو كي يَو درباري وْ .. او هغه كه ډرامه نګار نه هم وى ، نو دَ نقادانو له قوله هغه ډېر ښه شاعر هم وْ ­ دَ هغه نوم چي له دې هېواده ليري كړل شي ، نو هيڅ نه پاتېږي "

 

" بېشكه ... څومره نوم چي شېكسپئير وَ انګلسيانو ته وركړى دى ، نو دَ يو ژوندي او وفاداره قام په څير دې انګلسيانو هغه مرګ ته نه دى پرېښى .. بلكې هغسي ژوندى ساتلى دى "

 

دَ ګائيډ له خبرو سره چي څنګه ما خپلي جذبې دَ احترام په توګه دَ دې پېرنګي قام په نامه دَ سوچ په نيلي سپرې تر دې ځايه راوَ رسوَلې ، نو دَ جوْنا په مشرۍ كي موږ  دَ شېكسپئير بيډ روم ته ور دننه شولو ­ او دغه رنګه دَ هغه ډرائنك روم ، سټډي روم ، دَ ډاكټر او دَ سوزانه خوني كتلو ورسته موږ چي څنګه دَ دې كور سره جوخت شېكسپئير پيس سېنټر په لور روان شو، نو زَړه  لاكن په خوئيو ځوانه بانومدون راڅرمه شوه او داسي راته ګډه شوه .. لكه جوړه چي زه دَ هغې په كوڅې كي اوسېدم ­  لاكن كولى مي هم څه شو ­ ولي چي زما هم ژبه شله شوي وه ­  ځكه خو ورسره په خبرو باندي اخته شوم ­

 

" زما په خيال چي په شېكسپئير سېنټر كي به هم تش دَ هغه دَ استعمال دَ شيانو په چپه هيڅ هم نه وي ­ نو ځكه درځه چي په دې نيږدې دوكانو كي وَګرځو"

 

لا به يې څه نور وئيلو، چي په دې خبري مي مازغه ورته وَګرځېدلو او په نېغه مي ورته وَوئيلو..

 

" بخښنه غواړم .. زه دلته دَ شاپنګ په نيت نه ، بلكي دا څيزونه كتلو ته راغلى يم"

 

بس بيا نو څه وْ ، ژر مي جند هم ورڅخه خلاس شو او په شېكسپئير سېنټر كي دَ هغه په ژوند كي استعمال شوي شيان لكه جامي ، ګوټونه ،كوټونه ،دَ خوراك لوښي، كتابونه او يو څو دَ ډرامو كلمي نسخې هم دَ هغه په وَړې لائبرېرۍ كي دَ كتلو او عكسونه اخيستلو ورسته له دې ميوزيم وزمه سېنټر څخه چي بس څنګه  روان شو، نو  جوْنا وئيلو..

 

" څومنټه ورسته به تاسو په سټرات فورډ سېنټرل ائيريا كي دَ څو ګنټهو دپاره په دې نيت خُوشي كړو ، چي په خپله خوښه سېل وَكړئ ­ هو، تاسو هلته  دَ شېكسپئير دَ تهېټر، ورلډ اّف شېكسپئير سره سره دَ هغه دَ ډرامو كردارونه هم ليدلى شئ ­ خو دا ياد ساتئ ، چي موږ به په يوه بجه له دې ځايه مخته كوچ كوْ "

 

جوْنا چي دا خبري  سرته رسوَلي ، نو بس دي ورلډ اّف شېكسپئير نامي ځاى ته بيا رسېدلى وْ ­ او په خپل خپل وار ملګري له بس څخه كښته كېدو­

 

 دلته دَ يو غټ چمني پارك سره جوخت رائل شېكسپئير تهېټر، چي په زاړه روائتي انګلش وزمه طريقه جوړ وْ دَ كتلو ورسته بيرته دې چمني پارك ته ورچپ شوم  ­ چرته چي په كي دَ شېكسپئير دَ غټي مجسمې پرته دَ هغه دَ ټولو مشهورو كردارونو، لكه هېملټ ، فالسټاف ، لېډي مېكبتهـ او داسي نور نور بُتان بُتان نه يوازي ولاړ دي، بلكې دَ ټورسټانو پام غلطَوي ­

 

خوند او پند يې دَ كتلو په خپل ځاى ، خو دلته دې هرڅه زما په زړه باندي هغه خپل بې قدره ستر خوشحال خان په وار وار ځكه راورَولو ­  چي زموږ بابا په يوه مانا هم له شېكسپئير څخه كه زيات نه .. نو كم هم نه وْ او نه دى ­ لاكن دَ پښتون قام ، چي دعوې دَ مارشلتوب كوي په دې وار دَ پيل په غوږ كي پروت څه، وايم چي ويده دى او خركېږي ­

 

دَ خوشحال په نامه په پاكستان كي څه ، چي په پښتني افغانستان كي لا داسي نامي يادګارونه نه شته ، چي دَ پښتو او پښتنو پلار ورباندي ياد شي ­  هم دغه وجه وه ، چي دَ شېكسپئير دَ مجسمې سره خوا كي ناست يو وخت ما خپل زړه دَ "دَ شېكسپئير دَ مجسمې وړاندي " تر عنوان دلاندي وَ خو ژړولو­ لاكن چي به مي دَ خپل قام وَ بې غورۍ ته پام شو، نو به مايوسه شوم ­ ولي، ما چي دَ كومي هستۍ دَ ګُمنامۍ په باب سوچ كولو ­ دَ هغه ستر مشر ننګيالي لمسيان دَ پيسو په چپه چي نور څه خوښوي ، هغې ته مانده ورځ وئيل كېږي ­

 

"شېكسپئير په انګلېنډ كي دَ يو ليكوال په حېثيت څه ، بلكې دَ دې هېواد يو سُنهري تاريخي باب هم ګڼل كېږي او دَ شهرت يې دا حال دى ­ چي انګلينډ ته "دَ شېكسپئير انګلېنډ" وئيل كېږي او اوس هم دا خلګ په هغه باندي داسي وياړي ، لكه هغه چي مړ نه .. ژوندى وي "

 

په ډائرۍ كي دا ليكلو ورسته دَ ساړه او واورين موسم خوندونه اخيستلو په نيت چي له پارك څخه وتم ، نو هېري او وېلما له خپلو بچيانو سره په مخه راغلو­

 

" تا لنچ كړى دى ؟ "

 

" يَه .. اوس مي لا اراده ده دَ خوړَلو"

 

ما چي څنګه داسي ورته ځواب بيا كړو،  نو وېلما راته وئيلو..

 

" درځه .. نو بيا له موږ سره ملګري وَكړه .. ځوان سړئيه"

 

او هېري هم واي ..

 

" هو درځه ، چي څه خبري هم سره وَكړو"

 

نو ځكه ما هم ورسره خوښه كړه او بيا دَ رېسټورېنټ په لټون كي دَ شېكسپئير په ښار كي (چي په زياترو چوكونو باندي دَ شېكسپئير په اړه مجسمې يا نور يادګاري ځايونه وجود لري) دَ ګرځېدو ورسته دَ پېغلي اېلن  په خوښه موږ په يوه واړه لاكن ښائيسته او صفا رېسټورېنټ كي ور دننه شولو­

 

" دا ته ولي هر وخت په ډائرۍ ليكلو كي مشغول ښكارې؟ "

 

" ليكوال او شاعر يم .."

 

ما به لا دَ اېلن دَ پوښتني په ځواب كي دَ ځان په حقله نور څه وئيلو، چي هېري واي ..

 

" زما هم دغه خيال وْ ستا باب ­  لاكن ليكوالان خو ټول .."

 

" پوهـ نشوم"

 

ما چي پوښتنه وَكړه، نو هېري په موسكا كي داسي وار راباندي لاس ته كړو..