دَ دوزخي حُورو په جنت كي

 

دَ هوا سړوالى په خپل ځاى ، خو كورښادي دومره په تېزۍ ګلېدله ، چي دَ نريناوْ ملګرو سېلانيانو له سرونو څخه كه يې خولياني او له اوږو مُفلرونه اولوځولو.. نو بلي خواته چپ له هغو ښځو چي جينز پتلونان يې اغوستي وْ، نورو ټولو لانګ او مني سكرټ اچَونكو خپل خپل شرمونه دَ سړيانو له تږو نظرونو څخه ژغورلو په غرض لاسونه  ورباندي مخ او شاته ايښي وْ ­ دَ دې هر زيار پرته هم كېنېډين ټين اېجري اېلن او دََ هانګ كانګ پېغلي بلينډا وانګ دَ خپل خپل وَس برسېره هم سكرټونه  له الوتلو نشو ژغورلى ­ هم ځكه خو دَََ زياترو نرګاړو سترګي په غلو نظرونو دَ هغو په لور كتلو­

 

دلته ، ګوا دََ سكاټ لېنډ په غريئز بارډر باندي دَ واړه غوندي سټاپ كولو ورسته چي موږ څنګه څنګه په سكاټ لېنډ كي ورننوتلو، نو دَ ناوْ په منځ كې جوړ سړكونه كه څه هم  ځاى په ځاى لږ ډېر مات وْ ، خو نور نورتنګېدلوهم لګيا وْ ­ او داسي راته محسوسېدلو، لكه دَ دې رياست سره چي پېرنګۍ روئيه څگه څه دَ مېرنۍ مور غوندي وي ­ ځكه خو مي دا يو څو خبري وَ ډائرۍ ته په دې اړه داسي وسپارلې..

 

" څومره چي دا يو منل شوى حقيقت دى ، چي دََ سكاټ لېنډ بېلابېلي سكاچ ويسكياني دَ انګلسيانو ستړي مازغه وسا كوي .. نو هغومره پېرنګيان دَ سكاټ لېنډ او نورو برطانيانوي رياستونو په حق كي ناحقه ګڼلى شي"

 

ما لا دَ ډائرۍ له سپين كاغذه دَ قلم څُوكه سمه پورته كړي نه وه ، چي دَ جوْنا ډډن او دََ دې سيمي په شرابو كي وينځل شوى ژغ دَ بس په سپيكرانو كي داسي خپور شو­

 

" دَ برطانيه دغه شمالي هېواد سكاټ لېنډ،  چي دارالحكومت يي ايډنبرا دى ، دَ ټويډ او لائيډل نامي دريابونو، كوئستان شيوياټ او سالوي فارتهـ له انګلېنډ څخه بېلوي ­ دَ ماهي ګيرۍ او دَ پُوسونو دََ روزَلو په چپه دلته سبزياني، رقم رقم مېوې او نور نورفصلونه هم زيات كرل كېږي ­ په صنعتونو كي دََ شرابو او دَ كاغذ دَ جوړَََولو په چپه اُوني او رېشمي ټوكران هم شهرت لري ­ قانون په كي هغسي زوړ رومن وزمه او څه غوندي اّزاد هم دى ­  كه څه هم دَ دې رياست سركاري مذهب عيسائيت دى "

 

دومره وئيلو ورسته جوْنا په بس كي شاوخوا كتلو ورسته په خوږې موسكا كي مخته وئيلو..

 

" په دې هېواد كي دَ خپلواكۍ په غرض يو قامي تحريك هم وجود لري ­ چي ګاى ګاى حكومتي چارو ته لاري تړلو سره سره كله كله ډېري ستونځي هم پيدا كوي"

 

جوْنا چي څنګه په دې خبرو كي تورى ( ډېري ) دَ غلول دَ پاډي غوندي كش كړو­ نو زه څه غوندي په دې سوچ كي ورك شوم ،

 

" چي چرته دَ روس په شاني دغه بادار او دغسي نور غټ دُنياوي بادار وزمه هېوادونه خو هم په رښتياوْ ورو ورو دننه نه خوړل كېږي ..؟"

 

بس دَ سكاټ لېنډ په تنګو ځنګلي ناوْ كي دَ مار غوندي غزېدلو او دَ جوْنا په قول ، په دې ځنګل كي 700 كلنه درختي هم شته چي شاته پاته كېدلي ­

 

" دا څه نوي خبره خو نه ده .. داسي زَړي درختي خو په هرهېواد كي شته"

 

اّسټرېلين ملګري ډېفني ، چي پاوْي نامي ملګري يې هغه بل اړخ ته په چوكۍ باندي ناسته  وه چي داسي وَوئيلو ، نو ما هم دََ خبري په تصديق كي دَ زيارت دَ ځنګل حواله وركړه ­ چرته چي دَ يو اندازې په سمه زر يا اتهـه سوه كلني درختي بېخي زياتي ولاړي دي ­ خو دا مي نه ورته وَوئيل، چي دَ حكومتي بې غورۍ له سوبه دَ منځه  په ډېره تېزۍ وځي هم له ريكارډه ­

 

" ښه ښه ، ستا په هېواد كي هم ځنګلونه شته ؟ "

 

هغه زما دََ خبري په ځواب كي كه څه هم حېرت اظهار وكړو ، خو ګوره چي څله مي خشم ورته راغلو؟ او ورته مي وَوئيلو..

 

" ولي نه .. هلته دَ ځنګلونو په چپه سمندر، غرونه ، دريابونه او غرض دا چي څلور سره موسمونه لا هم شته"

 

" لاكن تېر كال چي زه په جهاز كي ستا له هېواده تېرېدم ، نو چپ له وچو مځكو او غرونو مي بل هيڅ شى تر نظره نشو"

 

زما دَ وضاحت برسېره دَ ډېفني دا خبره به اوس لا ما دَ ځان خلاف اعلان دَ جنګ ګڼله ، چي جوْنا وئيلو..

 

" زما دَ مشاهدې په سمه ټوْرسټان دَ برطانيې په ټوْر كي دَ سكاټ لېنډ درستي ښكلا ګاني ډېري ستائې"

 

او خبره وه هم دغسي ­  ولي چي دَ سكاټ لېنډ تكي شنې ناوې او شنه غرونه ، په تېره بيا دَ غرو په لمنو كي ځاى په ځاى بهېدونكي شنې اوبه د هېرېدلو وړ نه دي ­

 

دَ ګهړۍ ستني چي څلورنيمو بجو ته څنګه ورسېدلې ، نو زموږ وَ ښي لاس ته دَ غونډۍ په سر باندي جوړه زړه ماڼۍ چي ډوګلس كاسل نومېدله سره مخته تېرېدو نو اسكارټ وئيلو..

 

" ګورئ ګورئ چي په هېره هم دَ دې هېواد كرنسۍ وانه خلئ ­ ولي چي په بل هېواد كي څه ، چي كله كله په هم دغه هېواد كي لا نه چلېږي"

 

او بيا يې دَ سر والټر سكاټ چي دَ انګلسۍ ژبي يو مشهوره شاعر او ناول ليكونكى يادېږي  په باب معلومات راكولو ورسته دَ چرچ اّف سكاټ لېنډ په حقله وئيلو..

 

" هر قانون په خپل ځاى ، لاكن دَ عيسائي مذهب په رڼا كي شوي دَ چرچ فېصلې دلته حتمي ګڼل كېږي"

 

چي څه مخته موږ دَ لېمرمئيور نامي غرونو په منځ كي روان وْ، نو پاتهـ هېډ ټاوْن له موږ څخه په څه فاصله باندي وْ­ او په دې ټاوْن كي ټائيلټ دَ سهولياتو څخه فائده اخيستلو ورسته دَ ډالكئيت نامي ځاى څخه مخته وتلو سم دستي بيا دَ دې رياست وَ دارلحكومت اېډنبرا په ښائيسته  ښار كي وردننه شولو­ او دَ دې تورچكو او خړبخونو بلډنګانو په ښار كي په ساوْتهـ روډ باندي تللو ورسته په فورت ريور بريج چي د استنبول د باسفورس پُل په طرز جوړ وْ باندي تېرېدلو، نو پاوْكم شپږ بجې وې ­ چي موږ دَ تهيسټل زوډياك په علاقه كېكنګ مالكون نامي هوټل كي كښته كړلى شوْ­

 

_____

 

" زما پېغله لُور شاملين سندرغاړي ده او په كلبونو كي هره شپه سندري واي"

 

دَ زوډياك بار چي دَ دباندي له خوا تك سور او دننه په كي فرنيچر بيخي زوړ او انګلش وزمه وْ كي بار لېډي مارګرېټ د پېپسي بوتل زما مخي ته ږدلو په وخت چي زما دَ يوې پوښتني په ځواب كي څنګه دا خبره كوله، نو تر شا په دروازه باندي دَ يوې انجلۍ په ننوتلو دې يو دم وَوئيلو..

 

" هغه ده شاملين راغله"

 

او چي هغې له دې سره هېلو هاى وكړو، نو دا سم دستي ورته واي ..

 

" دا شاعر دى او دَ ټوْرسټ سره سره سفرنامه نګار هم"

 

" زه خوشاله شوم له تا سره په ملاقات . . ماته  شامي واي"

 

لاس راكولو سره چي يې دا سي وَوئيلو، نو ما په ځواب كي ورته وئيلو..

 

" ماته شوق واي شاملين"

 

"شاملين..؟"

 

دا به لا اوس په دې حريانېدله ، چي زه څنګه دَ هغې نوم پېژنم ، چي مور يې وَخندل او ورته واي ..

 

"شامي .. ما دغه وْ، چي ستا په باب ورسره خبري كولې"

 

مخته نو څه وْ ، چي ګپه خلاسه شوه او زما له شاعرۍ او دَ سياحت څخه دَ دې تر ګلوكارۍ پوري په ګپه كي څه ورسېدلو ، چي دَ يو بل دَ قسمت له ستورو سره سره مو لاس كتني هم پئيل كړې ­ نور خو نور، په يوه موقعه باندي زما په سترګو كي ژوَري لټولو ورسته هغه واي ..

 

" اوه.. مائي ګاډ،لتا سره لكه چي زه مخكي هم ملاوْ شوي يم "

 

خو چي څنګه يې دا خبره وكړه ، نو زما په مزغو كي دَ خطرې ټلۍ وګړنجېده ­ او اوس به مي ځان دَ هغې په لاس كي غولَولى سنجَولو، چي مور مارګرېټ دَ هغې دَ دعوې په تائيد كي په مكرجني خندا كي وَ وئيلو

 

" هو .. ماته هم داسي ښكاري ، لكه تاسو چي يو بل په خوبونو كي وينئ "

 

او بيا چي په دې خبره دواړو وَخندلو ، نو شك مي په يقين بدل شو­ ځكه مي دَ فرار دَ لاري غوښتلو فېصله وكړه او ورته مي وَ وئيلو..

 

" زما زړه غواړي ، چي لتا سره ډېري خبري وَكړم لاكن"

 

" لاكن څه..؟ "

 

زما په " لاكن" پېغله شاملين يو دم داسي حېرانه شوه ، لكه زه چي يې دَ مور او يا دَ دې څه او څه يم ­ ځكه خو يې راته دَ شپې دَ ډوډۍ ست هم وَكړو­ خو زه وم ، چي په خپل ضد ولاړ له باره دباندي راوَوتم او په غټو ګامونو دَ هوټل په لور داسي روان شوم لكه جوړه چي بلا راپسې وي ­ ولي چي لمر پټ شوى  وْ او تر ليري ليري پوري هيڅوك نه ښكاره كېدو­ ځكه خو به مي شا شاته هم په وار وار كتلو­

 

" يا خُدايه پاكه .. دا نن څه پېښي دي چي راسره كېږي"

 

دا مي له خلې څخه پدې وَوتلو، چي زه څنګه هوټل ته سامَولى وردننه شوم ، نو يو پيت پوزي غا ښَوره انجلۍ مخته راوَََدانګلو ­

 

" لا ئټر لرې ؟ "

 

" هو، دا واخله"

 

چي هغې څنګه سګرېټ بل كړو، نو دَ منني وئيلو ورسته واي ..

 

" زه ملائشين يم ­ سوزي زما نوم دى او نن نن راغلي يم ­ دلته زما دوست دى "

 

دا خبري يې په يوه ساه كي داسي وَكړې ، لكه هغه چي هم يوې نا يوې بلا وېرَولي وي ­ او شُكر مي وَايستلو، چي هم په دغه وخت يې يار هلته په لابي كي ښكاره شو او دې هم داسي ورمنډه كړه ، لكه دا چي بل نه ، بلكي  ما راګېر كړي وي ­

 

ماخُستن كه څه هم دَ ټوْر دََ ملګرو سره تر ډېره پوري دََ هوټل په لابي كي په ګپو باندي بوخت وم ، خو دَ نن په ماشامنۍ خطا باندي مي ځان ملامَتولو ځكه ، چي دَ مغرب ښه په ښو كي نه او بد يې په بدو كي نه شمېرل كېږي ­ ګمان به ورباندي دَ دوست كوې ، خو هغه به دي ترټولوغټ دُښمن وخېږي ­  هـم دغه وجه وه، چي دَ نيمي شپې وَََ خواته مي دَ " لرې په زړه باندي غاښونه " تر عنوان دلاندي نظم په ډائرۍ كي واړَولو­

 

_____

 

دَ 23م اپرېل كال 1996 په وختي سهار قريبًًا شپږ بجې مي سترګي خلاسي شوې، پورته شوم ، شېو او غُسل مي وكړو او دَ خپلي خوني په وړوكي بالكونۍ كي په پرتې چوكۍ باندي كښېنستم ­ څنګه څنګه چې رڼا كېدله، نو دَ اېډنبرا ښار مي سترګو ته  ښه او ښكلي منظرونه راسپارلو­ كه شنه پاركونه وْ، كورونه او كه په لوړو ژوَرو كې جوړي كږې وږې كوڅې او روډونه وْ.. ځان ځانته يې زړه څكوني كولې ­ كه څه هم باران نه وْ شوى، خو تېره شپه  په ښار باندي دومره پرخه شوي وه، چي هر څه لامده لامده او صفا ښكاره كېدلو­ او دا هغه دَ ښكلا افسون وْ ، چي په ډائرۍ كي يې په ما داسي نوښته كړو­

 

" په دې كي شك نشته ، چي دا مځكه هم زموږ دَ  مځكي په شان جوړه ده ، خو دَ اروپا خلګو په خپل هُنر او محنت باندي وَ جنت ته مونَولي ده ­ ځكه خو دلته سترګي ښكلا مومي ، زړه خوشالي او روح سكون"

 

دَ هوټل كنګ مالكون په رېسټورېنټ كي له هېري فېميلي سره په مېز ناست دَ سهار په نارى كولو باندي بوخت وم ، چي جوْنا او رچرډ هم راغلوكښېنستو­

 

" تاسو خپله كښېنئ ..كه مو دَ هوټل اوېكنګ كال كښېنوي؟ "

 

" زه خو نن خپله كښېنستم كه څه هم .."

 

ما ورته په ځواب كي چي څنګه وئيلو، نو هغه واي ..

 

" منم .. لاكن زما مطلب دَ نن دَ سهار څخه نه بلكې .. "

 

جوْنا چي لا خبره سمه سرته نه وه رسَولي، چي ځوان كېوين په خندا كي واي ..

 

" كه زه ستاسو فېصله  در وكړم نو څنګه به وي؟ "

 

" دَ كوم شي  فېصله  ؟"

 

پلار يې په خندا كي خله ورته څه وتړله، چي ټولو وخندلو­

 

_____

 

سهار پاوْ كم اتهه بجې، چي نرى نرى باران هم ورېدلو كي چي دَ اِن سائټ بس مخته روان شو، نو دََ اېډنبرا ښار په لوړو ژوَرو كي ځاى په ځاى دَ روډ دواړو ځئيو ته دَ لوبو لكه فټ بال، هاكي او دَ ګالف غټ غټ شنه ميدانونه دَ باران  له سوبه  ډېر ښائيسته ښكاره كېدلو­ او موږ دې وخت دَ فورتهـ روډ برج په لور دَ يو غټ تراشل شوي پاڼ سره سره روان وْ­

 

دَ ګهړۍ ستني چي دَ اتهو بجو څخه څنګه واويښتلې، نو زموږ بس دَ سرو او سپينو ګاډرانو څخه جوړ قفس وزمه پُل  څخه تېرېدلو په وخت جوْنا وئيلو..

 

" سكاټ لېنډ دارالحكومت اېډنبرا دى او دې وخت موږ دَ دې ښار په كوئين فېري روډ باندي څوكه ځكه روان يُوچي دَ هېوي ټرېفك له سوبه مخته په تېزۍ لاره وهل اّسانه كار نه دى "

 

 يو وخت چي قريبًا نيم درځن په هالف سكرټونو كي ملبوسي پېغلي انجوني دَ بس مخته په منډه څنګه تېري شوي ، نو جوْنا وئيلو..

 

" اُو للا.. دلته كه هر څومره يخني وي ، خو ښځي يې محسوسوي نه"

 

او له دې سره سم په بس كي دَ شپېلكيانو او خپَړو سره هاهو هم پئيل شو­

 

_____

 

دَ وېورلي بريج ، چي دَ Princess street سره جوخت جوړ وْ څخه دَ اېډنبرا سټي ټوْر په پاوْبالا نهه بجې سهار پئيل شو او دَ بس دَ روانېدو سره سم جوْنا مائيك خلې ته نيولو ورسته وئيلو ..

 

" دَ اېډنبرا ښار، چي جارجين سټي هم ورته وئيل كېږي ­ ګوا دَ جارجينو هُنرمندانو په محنت نن ځانګړى حېثيت لري ­ دا ښار په دوْو ټاوْنونو باندي اړه لري ­ يو زوړ ټاوْن  دى  او بل نوى ټاوْن ­ او هغه مخته په ښي لاس ، چي كوم بلډنګ ښكاري تر ډېره عمره دغسي خالي ولاړ وْ، خو اوس دَ هالي ووډ مشهوره فلم سټار مسټر ټام والس  چي اصل نوم يې شون كانري دى په 1950 كي په استعمال كي راويستلو­"

 

ګائيډچي دا خبره كوله ، نو بس په دې پرنسز سټريټ كي په اسپه باندي سپور يو سړي مشهوره مانومنټ په خوا روان وْ، چي   C ity Observatory and Nelson’s monument نومېدلو­ او چي څنګه ورسره په څنګ كي دَ نوي ټاوْن په خوا وګرځېدو، نو اسكارت وئيلو..

 

"كه په تاسو كي څوك چرته بې لاري شي ، نو هغه دي دَ دې بېولري بريج ، چي يو سر يې دَ دې پرنسز سټريټ سره هم ګډوځي پوښتنه وكړي ­ ولي چي دَ سټي ټوْر ورسته به ټول دلته راغونډېږو­"

 

دا خبره يې لا سرته نه وه رسولي ، چي دې دَ مخامخ جوړ غټ او بېخي ښائيسته ماركېټ په باب وَوئيل ، چي دا به ډېر ژر دَ دُنيا په يو څو غټو او ښائيسته ډيپارټمنټل سټورونو كي شمار شي­ ماركېټ څه وْ ؟ دَ ښائيست  او غټوالي په چپه دَ خلګو دَ لاسه په كي لاره نه كېدله ­

 

دَ پرنسز سټريټ څخه په كيڼ لاس وَګړځېدو او څه مخته بيرته وَ ښي لاس ته غبرګېدلو سره سم دَ اېډنبرا او دَ سكاټ لېنډ دَ ځينو هيروګانو، چي په كي  شاعران ، انجينئران او لږ  ډير پارليمنټېرين هم وْ په كي كورونه لري راښكاره كولو ورسته يې زموږ پام دَ انګلېنډ بېنك مخي ته ولاړو هغو دوْو پوليسانو په خوا وګرځولو، چي دَ جوْنا په قول ..

 

"كه څه هم په انګلېنډ كي ګشت يو پوليس كولى شي ، خو دَ سكاټ لېنډ دَ قانون له رويه به خامخا دوه دوه ګرځي"