(غزل)

دَ  خوُشي   خیال  په  رنګه زه هم لېونتوب  دَ لاسه
اوسم  له  ځانه    بې    خبر    دَ      مئینتوب   دَ  لاسه

دَ   نن  په  دې  ناولې  وخت  او  په  لړلې  ژوند کې
خلګ   سړی  نه   مني   څوک   دَ  سړیتوب  دَ لاسه

ګیله   به   څه   کوم  له  تا ،  لا  دَ  ګیلو نه  یې  اوس
وړم به دي هر زور او زیاتی دَ ماشوم توب دَ لاسه

ستړی ستومانه شوم په ژوند، خو دَ رڼاؤ په ځای
شومه  ملګری   دَ   تیارو ،   دَ   یاغي توب   دَلاسه

دومره مجبور  یم  چې  غندلی   نه  شم   ظلم  دَ  یار
دَ  خپلې   مینې   دَ   جذبو   دَ      مرئیتوب    دَ  لاسه

بیهه    دَ    مینې   شوه   ارزانه  په  بازار کې شوقه!
نن   دَ  پیسو  دَ   ډېر  لالچ  او   دَ  زیاتوب     دَ  لاسه
ــــــــــــــ

(غزل)

مینه  دي  یاره!   څه   جنجال   شوه   راته
چې دُنیاګۍ هم خوب او خیال شوه راته

څله  به   نه    زَړېږم      ستا      په      هجران
هره لمحه  چې  په  کې   کال    شوه     راته

ستا په جنون کې ړُومبۍ ورځ خو  لا څه
شپه هم  اریانه  زما  په   حال   شوه    راته

وَ   رسېدمه   وَ    معراج    ته    دَ         عشق
 که   رسوائي    په    تندي  خال شوه  راته

دَ  شوق  په  سترګو  کې  لاهو     انجلۍ!
هره  نخره   دي    هم    مثال        شوه    راته
ــــــــــــــ

(غزل)

نور  مې  په  اوښکو  نه  بلېږي  څراغ
سهاره!      رُوڼ    شه     ټپَرېږي   څراغ

دَ  باد  په  شان  ظالم  غماز     دَ   مینې
په  چا  هم  بل  نه  پیرزؤ   کېږي  څراغ

اې  دَ  اُمید   لمره!     سهار   که  په  ما
نه  شپه   تېرېږي  ،  نه  رُوڼېږي   څراغ

زما دَ وجود په وران مزار کې همېش
غمجن   زړګی   لکه   لوُګېږي     څراغ

دَ غم  په شپه مې لکه ستوري په مخ
قطره    قطره   اوښکې   ځلېږي  څراغ

تل   دَ     شهیدو      آرزوګانو   په   ګور
شوق هره شپه لکه    سوځېږي    څراغ
ــــــــــــــ

(غزل)

اکثره    خو    دَ     مینې     په     درک      دَ      غوښې     زړه
ما   هم   وَ     ژړَوي      دغه     کودک      دَ       غوښې    زړه

بریښنا غوندې مې پړَک وهي په تریخ مانده احساس
په   هیله   دَ  ژوند  پروت  له   غمه  ډک   دَ   غوښې  زړه

په ښار کې دَ  سپین  پوستو هر یو موم  غوندې  سړی
کوګل   کې    ګرځوي   تر  کاڼې  کلک   دَ غوښې    زړه

تر   څو    به   خوري   څاپېړې   دَ   حالاتو  په    ووړ  قد؟
دا   زما    یتیم    بې کوره    ،   خوار هلک دَ غوښې زړه

په   ژېړ    ناروغه    لمر    دَ    خپل    لالي    ساړه  خلوص
بس   مه    چاؤده    نور    شوقه    دا  ګزک    دَ غوښې زړه
ــــــــــــــ

(غزل)

عجبه    ښهر    ؤ    چې    نن         یې        خرابې    لټوم
تر  خاورو   لاندې   یې    زَړې    ورکې  کوڅې لټوم

لکه     یو    ستړی    مسافر    دَ    اُمیدونو   دَ  دشت
زه   هم    وَ    ځانته   دَ       دروغو       حوصلې    لټوم

ستا   دَ  غرض   له  بله  اوره     ،     زه  الوتی  لُوګی
اوس  په  فضا  کې  دَ  وجود خس  او خاښې  لټوم

 شپه  که  سهار لري ،  سهار جوړ کړه باداره په ما
زه هم له ستورو سره ویښ، سپینې سپېدې لټوم

تش  دي   په   خیال   تنده دَ  رُوح  زه ماتوَلی نه شم
ته  خو  سراب  یې   ،   زه  دَ   ځان  تږې   څپې  لټوم

دَ پرونۍ ورځې دَ عشق په ښکلې ښار کې  شوقه
دَ           آرزوګانو        نړېدلې        کنډوالې         لټوم
ــــــــــــــ

(غزل)

کوي به څوک په پرېدۍ خُلې څه باور
نه   شته   په   ځان   لا   دَ شېبې څه باور

لالیه!   پام  کوه  چې مات  یې نه کړې
زړه  خو  شیشه ده، په شیشې څه باور

کله   به    وي    جار   جار   او  کله نفرت
په   موسمي   ډؤل    یارانې      څه   باور

هر  څه   به   خاورې  شي  له خاورو سره
په ښکلې نقش، ښکلې څېرې څه باور

ورک  به  له  ځانه  شې  تیارو کې  دَ  غم
شوقه!   راځه  په  تورې  شبې څه   باور
ــــــــــــــ

(غزل)

دَ    سترګو   دَ    بڼو   له     غشو    ځان    ژغوره    زړګیه!
په   چل   چل   به   دي مړ کړي، په ډېر پام ګوره زړګیه!

وړه     غوندې      دُنیا    به      دي    تباه     شي   له   هوسه
په     زور     زور    مه     درزېږه   ،    په قرار ښوره زړګیه!

دا   ستا    خیرن   وجود به   په  خلوص که خدای کول زه
وینځم     په       مینه       مینه        دَ     اشنا    توره   زړګیه!

اریان دي په خپل ژوند کړمه،بادار دي تا میرات کړي
دا دومره ولې دیغ  یې    له   دې    خپل    کوره      زړګیه!

تاؤونه      که    دَ     مینې    دَ    سره    اور    سهلی   نه  شې
بیا    ولې     دَ      شوق     غوښه    سوځوَې   نوره  زړګیه!
ــــــــــــــ

(غزل)

لا   به     دَ     غم    کډې   بارېږي   کله ؟
لا به  دَ  ژوند شونډې موسېږي کله؟

خوله  خوله  شو  وَ سره لمر ته انسان
لا  به   آسمان   ګوره  ...، ژړېږي کله ؟

زیاته خو زما حوصلې هم شلې شوې
لا      به    مزل    سر ته    رسېږي    کله ؟

رڼا   هم   تته   غوندې   شوه  دَ ستورو
لا    به    دَ  شپې  اوربل  ټولېږي  کله ؟

ګوره .. چې اې سراب سراب زړګیه !
لا  به  ستا  وچ  کوُمې   لمدېږي  کله ؟

هره څېره شوه ګونڅې ګونڅې دَ ژوند
لا به دَ شوق احساس  ځوانېږي  کله ؟