https://www.gov.uk/government/news/uk-china-and-afghanistan-trilateral-cooperation

دِ اِنگليسي متن څخه پښتو ژِبې ته ژباړونکی : ميروَيس رَشيد .

د بريټانيا ، چين أو أفغانستان ، درې أړخيځه همکاري

لــِــه : په بېيژينگ کښې د بريټانيې د سفارَت څخه
نېټه : د ۲۰۱۷ زېږدي کال د جولاي د مياشتې پنځه ويشتمه

د ۲۰۱۷ د زېږدي کال د جولاي د مياشتې په پنځه ويشتمې نېټې کښې د بريټانيې ، چين أو أفغانستان څخه لوَړپوړو چارواکو ، أکاډېميکو شخصيتونو أو سوداګرانو د چين د هېواد د بېيژينگ په ښار کښې ســَــره وليدل چې په أفغانستان کښې د بنسټين جوړښت د اِنکشاف په أړوند د فرصتونو أو چالښتونو په باره کښې خبرې أترې وکړي .
د موضوع ګانو په سرليکانو کښې ، د أفغانستان مــِــلي بنسټين جوړښت ، د بنسټين جوړښت د پروژو تمويل ، أو په هېواد کښې د أمنيت د رَوان وضعيت په باره کښې يوه خبره أتره ، أو چې څنګه دا د بنسټين جوړښت پر اِنکشاف باندې أغېزه کوي ، شامل وو . ګډون کړونکي ، په کابل کښې د تېرې ورَځې د وحشتناکې بم کېښودنې په غندلو کښې ســَــره يو آندي وو .
په چين کښې د بريټانيې ســَــفيرې مهرمنې ډېم باربارا ووډوارډ Dame Barbara Woodward د کليدي يادِښت يوه خــِــطابه اِيځه وَينا يې أورېدو ته وُرَســَــوِله . د پېښې څخه وروسته وَينا کښې ، سفيرې داسې وفرمايل :
«أفغانستان د بنسټين جوړښت د چالښتونو ســَــره مخامخ دئ ، مګر د آسيا په زړه کښې د خپل موقعيت ســَــره ، هېواد کولی شوی چې د تېرېدو راتېرېدو أو ټرانزيټ أو د سوداګرۍ د يوِه مرکز په ډَول کار وکړي ، چې د لمرخاته خوا لمرلوېدو خوا ته أو د شمال خوا سوَيل خوا ته أړيکوال کړي . په بنسټين جوړښت کښې پانګــَــوِنه ، أفغان خلکو ته کارونه أو فرصتونه تهيه کوي ، أو د اِنجينيري په ساحو کښې مهارَتونو أو مسلکي وَړتياوو ته اِنکشاف ورکوي . بهتر بنسټين جوړښت به د ملاتړي شوې اِقتصادي وَدې د رَســَــوِلو يوه کليدي چار وي .
د نن ورَځې د پېښې موخه ، د همکارۍ د لــَــمس وَړ ساحو د پېژَندَوِلو لپاره ، د أفغاني ، بريټاني أو چيني تخصص يوځايي راوړنه وه . مونږ د أفغان ګډون کړونکو څخه د بېلابېلو پروژو ، د لارې ، د اُوسپنې د پټلۍ ، أو د اوبو ســَــره د برېښنايي توان د توليد ، په باره کښې واورېدل . هاغه بريټاني أو چيني سوداګريانې چې حاضر وو ، د ګډون څرنګوالي ته يې علاقه لرله . اوس به کليدي چار دا وي چې څنګه د لمس وَړ نتيجې أو پايلې چې عادي خلکو ته ګټې رسوي ، ترې وسپارِل شي .
دا به يوه اُوږدمهاله پروژه وي ، مګر بريټانيا أو چين د أفغانستان ســَــره ګډ کار ته ژمــَــن پاتې کيږي» .
أفغاني هيأت د ډاکټر محمد قيومي ، د أفغانستان ولسمشر «غني» ته د بنسټين جوړښت په أړوند د مشر سلاکار تر لارښودنې لاندې وو . همداراز د اِنجينيري أو ساختماني شرکتونو ، أو د قانوني أو د تمويلي خدمتونو د شرکتونو أستاځي هم حاضر وو . د آسيا د بنسټين جوړښت د پانګونې بانک Asia Infrastructure Investment Bank أو د آسيا د اِنکشاف بانک Asia Development Bank ، أو همداراز أکاډېميکو اِنسټيټيوټونو أو مؤسسو ، د ساوتهامپتون د پوهنتون University of Southampton أو د پېکينګ د پوهنتون Peking University په ګډون ، أستاځي يې واستول .
دې درې أړخيځې پېښې ســَــره ، د يانګ جيــېــچي Yang Jiechi د بهرنيو چارو وزير أو د دَولت سلاکار په واسطې ، هاغه مهال چې دوي په لندن کښې ، د ۲۰۱۶ زېږدي کال د ډېسېمبر په مياشت کښې ، د بريټانيې أو چين تر منځ د ستراتېژيکو دوه أړخيځو خبرو أتروUK-China Strategic Dialogue لپاره ســَــره وليدل ، موافقه شوې وه ، أو «په جهاني سويې د بريټانيې أو چين برخېوالتوب» UK-China Global Partnership ، په عمل کښې ښـــِـــيي .