د برما د راخین ولایت شمالي برخه د اوکتوبر له میاشتې نه راپدیخوا کله چې یوې روهینگیایې تندلارې ډلې په برما کې پر ځینو پوستو یو شمیر بریدونه وکړل، محاصره شوېده. برما د دې اقدام په وړاندې پوځي غبرگون وښود او له امله یې د روهینگیا ٨٧ زرو کسانو بنگله دیش ته پناه یوړله. هغوی د قتل، جنسي تجاوز او د کلیو د سوځولو له هیبتناکو پېښو سره مخامخ شوي وو.

د روهینگیا د تندلارو او پوځ ترمنځ د تیرو شپږو ورځو په جگړو کې لږ تر لږه ١١٠ کسان وژل شوي او په زرگونه نور بنگله دیش، تایلند او مالیزیا ته کډه شوي دي.

په میانمار یا برما کې چی د روهینگیا مسلمان اقلیت له کومو ستونزو سره مخامخ دی په دې اړه په ملگرو ملتونو کې د کډوالو لپاره د نړیوالې ادارې سیمه ایز ویاند کرس لوم د چهارشنبې په ورځ وویل یوازې تیره شپه د برما د راخین ولایت نه د روهینگیا ١٨،٥٠٠ کسانو د بنگله دیش سرحد ته پناه وړې ده.

د بنگله دیش حکومت خپل هیواد ته د دغو کډوالو مخه بنده کړې ده. خو ملگريو ملتونو د بنگله دیش له حکومت نه غوښتي چې هغوي ته په هیواد کې د ننوتو لاره ورکړي.

بل خوا د چهارشنبې په ورځ په اندونیزیا او مالیزیا کې په بیلابیلو لاریونونو کې مسلمانو فعالانو له برما نه وغوښتل چې د راخین په ولایت کې د روهینگیا د مسلمان اقلیت له ځپلو نه لاس واخلي.

په لسگونو مظاهره کوونکي د مالیزیا د مسلمانانو د مشورتي شورا د سازمان په مشرۍ د مالیزیا په پلازمینه کوالالمپور کې د برما د سفارت مخ ته راټول شوي و او د خپل حکومت نه یې غوښتنه کوله چې که د برما مشره انگ سان سوچي د مسلمانانو په وړاندې د تاوتریخوالي د بندولو اقدام نکوي، نو د برما ټول اتباع دې له مالیزیا نه وشړل شي.