ژباړه
ژباړه د علم د عامېدلو او د فکر د خورېدلو يوه داسې وسېله ده، چې علم او پوهه نړيواله کوي، فکر او فن د انسانانو ترمنځ شريکوي. ژباړه قفل شويو ذهنونو ته د لا غزېدا او پراخېدا لار اواروي او انسان د نويو فکرونو، علمونو، پوهې او .... څخه خبروي. د علامه رشاد په وينا ژباړه د مدنيتونو تر منځ د لېږد- رالېږد يوه اغېزناکه وسيله ده، چې ملتونه او وګړي په فکري او ذهني لحاظ سره تړي او تر ډېره يې د خپلمنځي احساساتو څخه خبروي او له همدې لارې ځانته د پرمختګ دريڅې پرانيزي، چې په پايله کې خپل کولتور، ژبه او نور بډايوي، نو په لنډ ويلای شو، چې ژباړه د هر فرهنګ او ادب يا په ټوليز ډول د هرې ژبې لپاره يوه داسې زينه ده، چې د راتلونکې لپاره د پرمخيون او پرمختيا ضمانت کوي.
ژباړه د يوې بنسټيزې علمي اړتيا په توګه د كتابونو او جريدو د چاپ له مهاله تر اوسه را روانه ده، يوناني پوهانو د خپل تمدن پر مهال زيات كتابونه وليكل، د اسلام تر راتگ وروسته عربانو له خپلې پوهنيزې پانګې سره - سره د يونان له علمي زېرمو څخه هم ګټه واخيسته او ډېر يوناني كتابونه يې عربي ته وژباړل.
هغه مهال چې بغداد، دمشق، قاهرې او قستنطينې د علم او ادب لوړې پوړۍ وهلې؛ ټوله اروپا د ناپوهۍ په تيارو كې ډوبه وه؛ خو كله يې چې د علم او پوهې خوا ته مخه كړه، له عربي اثارو يې زياته ګټنه وکړه.
تر صنعتي انقلاب را وروسته په انګليسي، الماني او فرانسوي ژبو زيات علمي اثار وليكل شول، چې نورو خلكو او ملتونو ترې د ژباړې له لارې ښه ګټنه (استفاده) وكړه.په پاى کې ويلاى شو چې په زړه پورې ژباړه هغه ده، چې لوستونكى پرې د اصلي يا لومړني مطلب ګومان وكړي او دا هغه مهال كېدونې ده، چې اړوند مفهوم له ټولو ژبنيو ځانګړتياوو سره دويمې يا د مقصد ژبې ته وژباړل شي.
د ژباړې شاليد
د ژباړې تاريخ تر هغه ځايه غځولاى شو چې د دوو ژبو ويونکو سره ليدلي دي او يوله بله سره يې د خبرو اترو د لېږد- رالېږد اړتيا درلوده، له دغه ځايه د گړنۍ (شفاهي) ژباړې شاليد تر ليکنۍ هغې ډېر پخوانی دی.
((ژباړې هماغه د ليک له پيدايښت سره خپل ارزښت جوت کړی او تر زرګونو کلونو وړاندې داسې ډبرليکونه شته دي، چې هماغه د ليک په وخت کې په نورو ژبو ژباړل شوي او څو ژبني متنونه يې راپاتې دي.))
د لويديځې نړۍ لومړنۍ ژباړه د هومر د (اوديسه) ژباړه ده، چې پر (۲۴۰مخزېږد) کال کې د ليويوس اندريکوس (رومي شاعر) په مرسته سرته رسېدلې ده.
تر دې مخکې به په يهودي ټولنه کې ګړنۍ ژباړه کيدله، چې روحانيونو به په تورات د پوهېدلو لپاره وګړي په يوه ميدان کې راغونډول او د خدای د کلام څخه به چې څه مبهم او پېچلی وو، هغه به يې تفسير او شرحه کاوه. د تورات د ليکنۍ ژباړې لپاره کابو د اويا (۷۰) يهودي پوهانو او عالمانو له خوا د يهودي ټولنې د اړتياوو د پوره کولو لپاره تورات د دوی خپلې (يوناني) ژبه ته وژباړه، چې د تورات دغه ژباړه د تاريخ په اوږدو کې د ټکي پر ټکي او کمزورې ژباړې په نامه ياده شوه. د انجيل ژباړې هم په لاتيني، سرياني، قبطي او ارمني ژبو پيل شوې او د مسيحي ټولنې د ډيروالي سره د انجيل ژباړې هم پراختيا او ډېروالی ومونده، که څه هم هغه ژباړه ټکی پر ټکی وه، چې د اوسنيو پوهانو له انده سمه او کره ژباړه نه وه، خو د انجيل لوستونکو د ديني مينې او د خدای (ج) د کلام د خونديتوب لپاره دغه کتاب ډېر مقدس او پاک ګاڼه او له همدې لامله د جروم (Jerom) ژباړه له سخت مخالفت او انتقاد سره مخ شوه، دې خبرې د ژباړې د آرونو لپاره ناندرۍ راپورته کړې. په منځنيو پېړيو کې په اروپا کې ژباړه يوازې په ديني او مذهبي متنونو پورې محدوده وه، په نهمې او لسمې پېړۍ کې بغداد عربي ژبې ته د کلاسيکو آثارو د ژباړې منځی (مرکز) وګرځېد او له شام څخه به عالمانو، پوهانو او انديالو د سقرات، اپلاتون او بقرات د آثارو د ژباړې لپاره بغداد ته راتلل او د رًنسانس پېر (دور) په راتلو سره د لويديځې اروپا په هره برخه کې د ژباړې کار پيل شو او د کلاسيکو آثارو ژباړلو ته يې اوږه ورکړه، همدا ډول ژباړه د لويديځې اروپا او د پخوانۍ نړۍ ترمنځ هنري، فرهنګي، او .... لپاره يو پٌل شو.
د انګلستان په ښوونځيو کې به لاتيني او يوناني ژبې د دويمې ژبې په توګه تدريسېدلې؛ تر څو د يوناني او لاتيني پخوانيو آثارو څخه انګليسي ته ژباړې وشي، لکه څنګه چې د کلاسيکو آثارو ژباړې اوس هم ډېرې دود دي. هر شاعر او ليکوال غواړي؛ چې د کلاسيکو آثارو په ژباړلو سره د خپل ځان لپاره وياړونه وګټي، همداسې د هغه مهال پوهان لکه: شلي (Shelly)، پوپ (Pope)، چپمن (Chapman)، بټلر (Butler) او ډېرو نورو د هومر (ايلياد) اثر وژباړه. د شلمۍ پېړۍ د ډېرو ژباړل شويو متنونو موضوع مذهب جوړوي او ډېری برخه يې د کلاسيکو آثارو ژباړه ښيي، چې د دغو دوو برخو ژباړې تر اوسه هم روانې دي.
ژباړه او عباسيان
د اسلامي آثارو د ژباړې وياړ د عباسيانو کورنۍ ته ور په برخه دى، دې کورنۍ په ډېر دقت، جديت او ښه ډول سره ژباړه کوله، په تېره بيا د عباسي کورنۍ دويم خليفه چې له پوهې او ادب سره يې بې کچه مينه درلوده.
دی د پوهو کسانو په لټه کې و او تل يې غوښتل، چې د ژباړې له لارې نړۍ ته په زړه پورې ګټور اثار وژباړي؛ چې د اسلامي کلتور او علم لمن ارته او پراخه کړي.
د عباسي پېر (دور) نورو مشرانو هم د ده لاره وپاللـه او د مامون نوم د ژباړې په برخه کې د يادونې دى. مامون د کلاسيکو اثارو د ژباړلو لپاره ډېر څه کړي او نور ليکوالان يې تر هرڅه ژباړې ته ډير وهڅول، د عباسي مشرانو دغه هڅې د دې لامل شوې، چې د اسلامي نړۍ علمي ژوند پراختيا ومومي.
کاراديوو (Caradevo) په دې ګروهه و، چې په ختيځ کې د فلسفې علم يوازې د لوړ پوړو چارواکو په ملاتړ ژوندى دى، خو په عباسي پېر کې نه يوازې لوړ پوړو؛ بلکې ټيټ پوړو او نورو وګړيو هم د پوهې په برخه کې کار کړی دی، چې په هغه وخت کې به وګړي په جوماتونو کې راټولېدل، علمي څېړنې، مطالعې او ژباړې به يې کولې؛ نو د عباسيانو دوره د علم او پوهې لپاره يوه زرينه دوره وه، چې د اسلامي نړۍ د وياړونکو په سر کې راځي.
د عباسيانو د واکمنۍ پر مهال د (بيت الحکمه) په نوم يو داسې پوهنيز منځۍ جوړه شوه، چې په دې پوهنيز منځۍ کې به لوی - لوی پوهان، ليکوالان او ژباړونکي راټولېدل او خپل علمي کارونه به يې کول؛ خو تر اوسه جوته نه ده، چې دا پوهنيزه منځۍ (بيت الحکمه) به د هارون (د عباسيانو مشر) څخه دمخه جوړه شوې وي او که به هارون جوړه کړي وي؛ خو هر وخت چې جوړه شوې وي، هارون يې د جوړولو او پيلولو لپاره خپلې هڅې کړې دي، چې د ستايلو وړ دي، ځينې نور پوهان وايي: چې هارون د (بيت الحکمه) بنسټ کېښود او د مامون په زمانه کې يې بشپړتيا ومونده.
مامون هم د پوهې او علم سره بې کچه مينه درلوده، ده يوه ډله خلک هند، خراسان، فارس او قسطنطنيې ته ولېږل، چې ګټور کتابونه راټول کړي، مامون د روم له ټولواکانو څخه وغوښتل، چې که هر څومره فلسفي کتابونه لري، ده ته دې راواستوي، مامون د دې کتابونو په ژباړلو پيل وکړ او د دې کار لپاره به يې پوهان او ليکوالان وګومارل.
په لومړيو کې به ژباړه په سرياني ژبه وه؛ خو ډېر ژر په عربي ژبه پيل شوه او د ژباړې کار به ډېر په دقت پرمخ ته.
حنين بن اسحاق (877 زېږدي - مړ) پرخپله مورنۍ ژبې سربېره په عربي، پهلوي او يوناني باندې هم پوهېده، ده به ژباړل شوي کتابونه له اصلي متن سره کتل او تېروتنې به يې ورسمولې.
پردې سربېره د ده زوی هم ډېر کتابونه له يوناني څخه عربي ژبې ته راژباړلي دي، ده د خپل پلار او نورو ژباړلي اثار هم کتل ده د ارستو ډېر کتابونه هم په عربي ژباړلي او اوله دې سره – سره يې مسلمانان پوهان د فلسفي آثارو ژباړې ته ډېر هڅولي دي.
د ژباړې دې لړۍ چې د سرياني او يوناني څخه عربي ژبې ته کېدلې تر لسمې زېږدي پېړۍ پورې دوام درلود، چې ډېرو پوهانو او لېکوالو دهر اړخيزو اثارو د ژباړې په برخه کې ډېر کار کړی دی، که څه هم ځينې پوهان په سرياني او يوناني ژبو ته اوښتو آثارو ته د شک په سترګه ګوري. خو ځينې ډېر نور چې په دغو ژبو لاسبرى لري، د هغوی له انده سمه او کره ژباړه ده او وايي؛ چې د هغه مهال ژباړه د ژباړې د اوسنيو آرونو سره سمه وه؛ ځکه په هغه وخت چې به کوم کتاب ژباړل کېده، ژباړنو پوهانو به له څو اړخونو کتله او له اصلي متن سره به يې پرتله کوله، سربېره پردې به يې پخوانۍ ژباړې د بېلا - بېلو نيمګړتياوو له پلوه يې سمولې او د کره والي لپاره به يې له آر متن سره پرتله کولې.