د ژباړې فن چه ليکوال يې رفيع الله ستانکزى دى په ۱۳۸۶ كې د صميم ادبي ټولنې له خوا خپور او پدې وروستيو كې په بازار كې يې موندل ګران شويدي او له بلې خوا ژباړوته هم ډيرو خلكو مخه كړې ده نو ما لازمه وبلله چه دا كتاب خپل بلاګ ته پورته كړم ، هيله ده چه ژباړونكو ته ګټور پېښ شي ...
دصميم ادبي ټولنې يادښت
علامه رشاد بابا به ويل كه غواړئ، چې ژبه موپياوړې او بډايه شي ،ژباړه وكړئ ،ژباړه دملتونو ترمنځ ديوبل د فرهنګ دپېژندلو ستره او اغېزناكه وسيله ده اوهمدا ژباړه ده، چې په هراړخيزه توګه ملتونه يوبل ته ورپېژني.
همداشان ژباړه د علم او پوهې دلېږد –رالېږد غوره وسيله ګڼل كېداى شي داچې ژباړه كوم اصول لري، غوره ژباړه كومه ده ، څوډولونه لري ، ارزښت يې څومره دى، څومره اغېزه شيندلاى شي، ژباړن بايد څوك وي، كوم خصوصيات ولري، څنګه او څه ډول ژباړه وكړي، پرهغه ژبه چې ژباړه ترې كوي څومره لاسبرى ولري؟. داټولې هغه پوښتنې دي، چې په دې كتاب كې ورته كره او سم ځوابونه كښل شوي دي، يانې داكتاب د ژباړن او ژباړې په برخه كې ديو پوره لارښود حيثيت لري .
صميم ادبي ټولنه ددې اثر، چې د(ژباړې فن ) نومېږي دخپراوي اوچاپ وياړلري او په پاى كې ددې اثر ليكوال ښاغلي رفيع الله استانكزي ته مباركي وايي او ده ته دلابرياوو هيله كوي.
په درنښت
صميم ادبي ټولنه
كابل افغانستان 1386.8.24 لمريز
سريزه
که تاريخ ته وکتل شي نو مهاجرتونو ،لويو سوبو او ورسره ژباړو د مدنيتونو په وده کې ډېر لوی لاس لرلی او دليل يې هم له دې لارو د مدنيتونو تر منځ د تجربو ، افکارو او پوهنو راکړه ورکړه ده . د نړۍ ډېر لوی مدنيتونه د مهاجرتونو يا لويو سوبو په پايله کې رامنځته شوي . له جبل الطارق څخه تر اندونيزيا پور ې د مسلمانانو دسوبو په پايله کې د عباسيانو د لوی اسلامي مدنيت زېږېدل او يا د امريکې د لويې وچې موندل او تر پراخو مهاجرتونو وروسته هلته د يوپرمختللي مدنيت پنځېدل د غوره بېلګو په توګه وړاندې کولای شو . د مهاجرتونواو سوبو تر څنګ ژباړې هم د مدنيتونو ، پوهنو او ژبو په وده کې ډېره ونډه درلودلې ده او په واقعيت کې همدې مهاجرتونو او سوبو د ژباړو لپاره لار اواره کړې ده .
ژباړه ډېر زوړ تاريخ لري او تر څلور زرو کلوپورې يې څرک موندلای شو . په پيل کې به زياتره ديني متنونه او اداري احکام ژباړل کېدل ، خو وروسته ژباړونکو فلسفې ، طب ، نجوم ، رياضي او نوروپوهنو ته هم مخه کړه . زردشتيانو عقيده درلوده ، چې ټولو پوهنو له اهورامزدا يا د پوهې له خدای څخه منشأ اخېستې ، د دوی په اند کله چې يوناني سکندر آريانادړې وړې کړه نو دغه پوهنې په ټوله نړۍ کې خورې شوې . وروستيو زردشتي امپراتورانو خپل ديني مسووليت ګاڼه ، چې له لاسه وتلې پوهنې بېرته راټولې کړي او خپلې ژبې ته يې وژباړي . د ساساني مدنيت په وده کې همدغو ژباړو ځانګړی ځای درلود .
د عباسيانو د واکمنۍ په پېر کې هم ډېر يوناني ، رومي ، هندي او چيني آثار عربي ژبې ته وژباړل شول او د اسلامي مدنيت په وده کې ډېره ګټه ترې واخېستل شوه . يوه مشهوره بېلګه دا ده ، چې کله د عربانو پښه هندوستان ته ورسېده ، نو هلته يې ( صفر) بياموند اود صفر په ورزياتولو سره په شمېر پوهنه کې لوی پرمختګ رامنځته شو . وروسته اروپايانو له صفر سره يوځای د شمېرنې بشپړ سېسټم له عربو څخه اروپا ته يووړ .
د صليبي جګړو پر مهال ، چې کابو دوه سوه کاله يې دوام وموند اروپايان له پخوانيو يوناني آثارو سره د عربي ژبې له لارې بلد شول ، هغوی همدا آثار او ورسره ډېر نوي عربي آثار لاتين او بيااروپايي ژبو ته وژباړل ، چې د منځنيو پېړيو له خوب څخه د اروپا په ويښولو کې همدغه ژباړې يو مهم لامل ګڼلی شو .
ژباړې د نړۍ د پرمختللېو ژبو لکه انګريزی ، فرانسوي او جرمني په پرمختګ کې ډېره ونډه لرلې ده ، او همدادليل دی ، چې نن په دغو ژبو کې د لاتين ډېر ويي ليدل کيږي .
که له اروپا څخه خپل ګاونډ ايران ته راشو ، د شلمې پېړۍ له پيل سره که په فارسي کې د ژباړې غورځنګ نه وای پيل شوی ، نو يوازې له کلاسيکو آثارو او دسعدي او فردوسي له شهکارونو سره دوی نه شول کولای د اوسمهالو پوهنو د افادې وړتيا پيدا کړي . نن ورځ ګورو ، چې د کال نوی اثر په فارسي کې ژباړل شوی وي او کله کله خو له اصلي تاليف سره ژباړه هم په يو وخت کې راوځي .
عربان هم هڅه کوي بېرته د ژباړې غورځنګ راژوندی کړي . په مصر کې د ژباړې يوه ټولنه ، چې تر اوسه يې کابود زرو په شمېر آثار ژباړلي او چاپ کړي ، په پام کې لري تر 2011 پورې درې زره نوي آثار وژباړي . مانا دا چې ، که څه هم عربي په خپله يوه نړيواله ژبه ده ، بيا هم ژباړې ته د جدي اړتيا په سترګه ګوري .
پښتو ژبه د درېيمې نړۍ د ډېرو نورو ژبو په څېر يوه وروسته پاتې ژبه ده او له بده مرغه بايد ووايو ، چې په ډېرو برخو کې لا اوس هم بکره پرته ده . ساينس او ټکنالوجي ، خو پرېږده حتی په ادبياتو کې هم ډېر څه نه لري . همدااوس د نړۍ ډېر مشهور ادبي شهکارونه لکه د تولستوی ، وېکتور هوګو او شکسپير آثار ، چې د نړۍ په اکثريت ژبو ژباړل شوي ، له بده مرغه په پښتو کې نه موندل کيږي . دادبي تيورۍ ، کره کتنې او د ادبياتو د يو شمېر نورو ژانرونو په برخه کې تر سره شوي کارونه په نشت حساب دي . خو تر ټولو زيات د ساينسي پوهنو برخه ډېره د اندېښنې وړ ده . همدااوس ، چې د انفارماتيک او جنېټيک انقلاب پېر دی ، پوهنې په ډېرې چټکۍ وده کوي او هره ورځ په لسګونو نوي اصطلاحات او حتی نوې پوهنيزې څانګې زېږي . له بده مرغه افغانستان د ساينس ، ټکنالوجۍ او يو زيات شمېر نورو پوهنو په برخه کې هغه سويې ته نه دی رسېدلی ، چې له اړتيا سره سم په تول پوره او کره تاليفات تر سره کړي . نورو ولسونو تر موږ دمخه ډېر کار کړی او موږ اړ نه يو او نه شو کولای دغه ټول پړاوونه له سره ووهو ، بلکې لومړی بايد د نورو تجربې خپلې کړو او بيا خپل څه پرې ورزيات کړو .
اوس د دې وخت راغلی ، چې د افغانستان د ټوليز پرمختګ ، د معاصرو پوهنو د دودولو او پښتو ژبې د ودې په موخه د ژباړې يو منظم غورځنګ پيل شي . وروستۍ غميزې که موږ ته په مادي او معنوي برخو کې ډېر زيانونه اړولي ، ورسره يې د مهاجرتونو له لارې ډېرافغانان له نورو مدنيتونو او بهرنيو ژبو سره هم آشنا کړې دي . افغانان اوس له بهرنۍ نړۍ سره پراخې اړيکې لري ، د هغوی له تجربو او لاسته راوړنو څخه په ښه شان خبرېدای شي اوکولای شي همدا تجربې له خپلو هېوادوالو سره په پښتو ژبه شريک کړي . که تر پرونه پورې ژباړه د مدنيتونو تر منځ د پوهاوي او د تجربو د لېږد رالېږد وسيله وه ، نو اوسمهال ، چې د نړيوالتوب د پېر په نامه ياديږي ، ژباړې ته د نړيوال کلي د کېلي په سترګه کتل کيږي .
زما په اند که موږ ژباړې ته مخه نه کړو او پښتو ژبه په همدې اوسنيو ګامونو خپل يون ته پرېږدو ، زه وېرېږم چې يوه ورځ به اړيو پښتو ژبه يوازې د شعر او شاعرۍ لپاره وکاروو او د ساينس ، ټکنالوجۍ او نورو پوهنو لپاره انګريزي او يانوروبهرنيو ژبو ته مخه کړو .
د ( دژباړې فن ) همدغه اثر ، چې ښاغلي رفيع الله ستانکزي ليکلی ، په دغه وخت کې د هغه خپرېدل په خپله دا خبره په ګوته کوي ، چې موږ بايد له يوې دقيقې ستراتېژۍ او د لومړيتوبونو په پام کې نيولو سره د ژباړې يو پراخ غورځنګ پيل کړو .
ښاغلی ستانکزی په دقيقه توګه د ژباړې اهميت ته متوجه شوی او له همدې امله يې هڅه کړې لوستونکي د ژباړې ارزښت ته متوجه کړي ، هغوی ژباړو ته وهڅوي او د ژباړې سمې لارې چارې ورپه ګوته کړي .
( دژباړې فن ) په اثر کې په موجزه توګه ، خو په ډېر ښه شان د ژباړې پر تاريخي شاليد ، ارزښت او اړتيا خبرې شوي . د دغه اثر لوستل د دې تر څنګ ، چې موږد ژباړې له تعريف او ډولونو سره آشنا کوي د ښې ژباړې اصول او معيارونه را په ګوته کوي ، پر لومړيتوبونو ټينګار کوي او هڅوي مو ، چې د ژباړې لپاره په انتخاب کې له ډېر دقت څخه کار واخلو . زما په اند د هغه چا لپاره چې غواړي د ژباړې له لارې خپلې ژبې ته خدمت وکړي ، د ( دژباړې فن اثر ) لوستل ډېر ګټور او ضرور دي .
زه قدرمن رفيع الله ستانکزي ته د دغه مهم او ګټور اثر د ليکلو له امله د زړه له کومې مبارکي وايم او هيله لرم ، چې په دغه مهمه برخه کې خپلې ليکنې او څېړنې نور هم پسې وغځوي .
په درنښت
خوشال روهي
يوه نيمګړې هڅه
لکه څنګه چې نن سبا د دريمې نړۍ وګړي د خپلې ژبې د بډايه کولو لپاره د نورو پرمختللو هغو څخه ګټه اخلي او دا ګټه اخيستنه يوازې او يوازې د ژباړې له لارې امکان لري، زموږ اوسنى کول هم په دې ګټه پوهېدلي او په دې برخه کې يې ډير ګامونه هم پورته کړي دي، دغه ګامونه هغه مهال کلک او ټينګ کېداي شي، چې د علمي او فني لارښوونو پربنسټ پرمخ لاړ شي، همدې اړتيا ته په پام سره مې په ذهن کې هر وخت دا موضوع راګرځېدله، چې زموږ ليکوالان او پوهان هم په دې برخه کې د ځوانانو د لارښوونې او لا ښې ځلېدا لپاره يوه علمي او فني لارښوونې وکړي، ډېر مهال مې صبر وکړ، خو کوم عملي ګام پورته نه شو، هغه د چا خبره نور مې د صبر کاسه ډکه شوله او په خپله مې په دې کار لاس پورې کړ، چې د ډيرو دوستانو له لارښوونو، مشورو او هر اړخيزه مرستو په پايله کې د دې کتابګي په ليکلو بريالي شوم، نه پوهېږم چې د ژباړونکو او لوستونکو ته به څومره ګټور وي، خو دومره پوهېږم، چې ښايي د ډېرو نورو ليکوالانواو پوهانو پام مې دې موضوع را اړولى وي، تر څو هغوى په دې برخه کې نور پاتې کارونه بشپړ کړي، تر څو د ژباړونکو د لاښه کار کولو لامل شي.
په دې کتابګي کې مې د ژباړې تر تعريف وروسته دهغې ډولونه (ماشيني او انساني)، د ژباړې جوړښت، د ژباړې لپاره لارښوونې، دوبله، د ژباړې اړتيا او نورې برخې ځاى کړي دي او تر خپله وسه مې زيار اېستلي تر څو د لا ډېرو سرچينو څخه په ګټه اخيستنې د دې موضوع په ښه وړاندې کولو بريالى شم.
په پاى کې د ټولو ملګرو په څېر د روح الله صاحبزاده څخه چې د انګليسي سرچينو څخه يې په ګټه اخيستلو کې راسره پوره مرسته کړې، نړۍ مننه کوم. د (پوره يو خداى دى) خبرې په مصداق مې د دغه کتابګي د چاپولو هوډ له ځانه سره کړ او د حيران صاحب دې هم دواړه نړيه روښانه وي، چې په ډېره مينه يې ليکلو او چاپولو ته هڅولى يم، لکه څنګه چې (د ژباړې فن) د چاپي اثر په توګه زما لومړني اثر دي، د نيمګړتياوو په بښلو سره سره مې په خپلو نيکو او پوهنيزو لارښوونو ولمانځۍ، خپلې خبرې په دې خبره پاى ته رسوم، چې موږ بايد د خپلې ژبې د پرمختګ لپاره د نورو ژبې زده کړو، تر څو وکولاى شو، خپلې ژبې ته يو څه ترې راوژباړو او خپله ژبه په هر اړخيزه توګه بډايه کړو.
د پښتني ټبر د ښېرازتيا په هيله
ستاسې رفيع الله (ستانکزى)
نوى ښار - کابل