څوک مې زړه کې لــــــــــــکه زړه غوندې اوسيږي
څومره لـــــــــنډه خو اوږده غونـــــــــــــــدې اوسيږي
خوشبويي دیــــــــــــــــار له څڼو راتـــــــــه راوړﺉ
روڼ سهار کې چې وږمـــــــــــه غونــــدې اوسيږي
زمــــــا دژوند پرسکه دواړه مـــخه تـــــــــــــه یې
چی تـــــــــــــــه نه يې ژوندون نه غوندې اوسيږي
عـشقه تیت شــــــي اوایره شـــــــي ستا پښو کې
هـــــــــــــــــــاغرورچې لکه غره غوندې اوسيږي
شتـــــــه دي شته دي یو څ، ښکلي زموږ چم کې
چی پـــــــــــــــه سترگوکې رانجه غوندې اوسيږي
(ستون)پښتون دی پښتــــــــانه غوندې اوسيږي
نبی الله (الوزی.ستون)