ستا له سترگو نه مې سترګې الهام اخلي
لکه مست میخورساقي نه چې جام اخلي
څو تورنګي دسپین رنگو په نوم راغلل
داسې برېښی چې غیرت مې له قام اخلي
تا خوږمن کړل تا بربنډ نړۍ ته وښود
یوه ورځ به خامخا انـــتــقام اخلي
پـــــه لمسون دچاپردیوو داسې وشول
چې امام زمــــــا دکلي اسلام اخلي
بس توکل (ستونه)په هغه څښتن وکړه
چې اغاز درځينې اخلي انجام اخلي