د اندونیزیا پولیسو د تیرې دوشنبې په ورځ د انور صادق په نوم یو تن انساني قاچاق وړونکې چې د میانمار هیواد تابعیت لري او د ۲۰۱۵ کال په نوامبر میاشت کې یې په یوه مهمه قاچاقې پیښه کې لاس درلوده، د جنوبي جاکارتا په کالدیراس سیمه کې ونیوه.

صادق د میانمار هیواد د روهنګیا اقلیت قوم پورې تړاو لري او په سیمه کې یې د "موانګ تین" مستعار نوم په مرسته خپل ناقانونه کارونه مخته وړل.

نوموړي د ۲۰۱۵ کال د نوامبر میاشتې په ۲۶مه د یوې چټکې کشتۍ په مرسته ۱۶ تنه کډوال چې د هند، نیپال او بنګله دیش هیواد اوسیدونکي وو، د استرالیا د کریسمس ټاپو ته په قاچاقي ډول انتقالول، خو د کشتۍ د تیلو د ختمیدو له امله هغه په خپله دغه هڅه کې ناکام شو.

د جاکارتا د کالدیراس سیمې د پولیسو د جنایي تحقیقاتو ریس فریدي سامبو وایي، "که څه هم مونږ وکولی شول چې په هغه وخت کې په کشتۍ کې سپاره ۱۶ تنه ناقانونه کډوال ونیسو، خو صادق په تیښته بریالی شوې وو."

نوموړې وایي، "د صادق نیول زمونږ په لومړیتوبونو کې وه چې له نیکه مرغه اوس هغه ونیول شو او د قانون منګولو ته وسپارل شو ترڅو د خپل کړي جرم سزا وویني."

د اندونیزیا قانون د بشري قاچاق په وړاندې نسبتآ سخت دی، صادق د دغه جرم په ترسره کولو سره نه یوازې دا چې باید یوه اندازه نغدي جریمه تادیه کړي بلکې نوموړی ښایي د ۵ او ۱۵ کالو ترمنځ زنداني هم شي.