د سولې مرغۍ
راغله پرواز يې کړ د سولې مرغۍ
ما سره يي راز وکړ دسولې مرغۍ
ويل ستاکلي کې مې نه پريدي څوک
سترګې يې سرې وې ژړيدله مرغۍ
يو څو جملو کې د ا و يله مر غۍ
لاړ م پښتون ته په سلام کينا ستم
جرګه جرګه شوم په هر بام کيناستم
په ډير ادب او احترام کينا ستم
لکه سپېڅلی مسلمان کينا ستم
ما د ورورۍ بيان هر يو ته وکړ
د قتليد و بيان هر يو ته و کړ
ما ويل دا لنډ ژوندون وفا نه لري
خوني جنګو نه ا نتها نه لر ي
راځې چې ورکړو د ورورۍ لاسونه
جنګ خو بدرنګ دی هيڅ ښکلا نه لري
د ژو ند ډ ګر کې دا درا نه پښتانه
هر تجاو ز ته سره لمبه پښتا نه
ماته يې وو يل لږ وا ر وکړه
رقيب شړو لږ انتظار وکړه
موږ ازادي د ژوند مضمون غواړو
غلامي ژوند نه اوښتون غواړو
مونږ تجاوز د چا منلی نه شو
نا سم وختونو ته سمون غواړو
ماويل د سولې سپينه کوتره يمه
ما سره مل شئ جادو ګره يمه
څه موچې زړه کې وي هغه به کوو
يو څو خبرې پښتنو ته کوو
راځی چې زړونه په ايمان کې وا خلو
قرآن په زړه جرګه جانان ته واخلو
دا نړۍ وال به سره کينوو ټول
رقيب ته ماته – بری ځان ته واخلو
پښتون اشنا راته مُسکا وکړله
د خوشحالۍ او ناز خندا وکړله
ويلې: اې سو لې! تا به ښه سا تمه
لکه چې ستر ګو کې ليمه ساتمه
که ازادي دې را ته وګټله
لکه قران د ې پاس په وره ساتمه
ما ويل راځه جانانه زړه در کوم
ټينګه وعده ګې به جرګه در کوم
چې بری ستا ده ته ګټې دا ميدان
حفيظ ساتلی ده د سولې ارمان
زرلښته حفيظ