له ښآغلي افريدي صاحب نه هم يوه نړۍ مننه کوو، چې د خپلو خويندو غږ يې په خپل شعر کې رانغاړلی او نورو ته يې سپارښتنه کړې، چې په دې مظلوم مخلوق دومره ظلم مه کوی، راځی، چې د خپل ورور خبره په ټول پښتون ټبر کې خپره کړو او ځان په اسلامي چوکاټ کې راګير او پښتني کولتور پرې نور هم ښکلی کړو.
د پښتانه لور
چې په کومه ورځ دا ستا وجود پيدا شو
په خپل کور کې خپل نصيب درته سور اور شو
ستا وجود د خپل پردي مخکې پيغور شو
په خپل کور کې ورور د خور نه معتبر شو
خور کمزورې ورور يې مټې د ټبر شو
خپل اولاد وي يو بې وزله بل بهتر شو
عجيبه غوندې قانون د زورور شو
کور بهر د نارينه حکم چليږي
ښځه غلې وي که هرڅه پرې تيريږي
نر نيازبين وي د هر چا د سترګو تور وي
ښځه تور وي، ښځه شرم وي پيغور وي
په نازک وجود هر کار د دې په غاړه
کور، پټی، اوبه لرګی واښه ټول واړه
که اوبه دي که لرګي که ځناور دي
پخول او مړول د دې په سر دي
د ازل نه تر ابده کړي کارونه
د خندا په بدله اخلي غمونه
کله وخوري کله څملي بې خوړو نه
که څه پاتې شي کټوﺉ کې د سړو نه
چې وړه وي د خپل پلار په کور دېره وي
چې شي لويه بيا د بل په کور سپيره شي
چې ځواني وي د خاوند د کور هر کاره
چې زړه شي د لمسو شي څوکيداره
چې د کور کارونه پاتې شي ترې واړه
ماشومان چرګې چرګان يې شي په غاړه
دغه ښځه چې انسان يې زېږولی
بيا يې ولې په مرﺉ دی سړی غلی؟
په درنښت
فيروز افريدی
دوهه