افغاني خودکشه پېغله
زما خورې زما لورې
ځوانی مرګې اے مجبورې
هغه کومه دا سې ګټه؟
یا تاوان نه ځان ژغورل وو؟
یا جنت چرته ګټل وو ؟
چې د ځان ټوټې ټوټې کړو؟
زما خورې زما لورې
ځوانی مرګې اے مجبورې
ما له دومره جواب راکړه
چه تا ولې داسې وکړل؟
هغه کوم داسې حالات وو؟
داسې کومه مجبوری وه؟
یا حرص وو که هوس وو ؟
که د چا ظالم د لاسه
خپل ناموس وو تا بایللې ؟
د چا د ظلم یا بدل
پریښودل درته پیغور وو
یا د دین فرقے د پاره
ځان وژل په تا یو پور وو ؟
زما خورې زما لورې
ځوانی مرګې اے مجبورې
تا خو سترګې کړلې پټې
خو زما سترګې شوې ټیټې
بربنډ پروت په بیدیا باندې
ستا ټوټی ټوټی وجود دے
اندامونه د ښکاره دی
د وجودپرده د نشته
دحیا ستر د مات دے
ګل وجود د سخا نالئ کې
وارث نه لرې میرات دے
ټول مخلوق د تماشه کړی
په اخبار کښې هم راغلې
بې حجابه ستا تصویر دے
افغانئ خودکشه پیغله
لیک ترې لاندې دا تحریر دے
زما خورې زما لورې
ځوانی مرګې اے مجبورې
فيروز افريدي
دوهه