امریکا متحده ایالاتو له خوا د پاکستان پروړاندې د نظامي اقدام خبرداری!
د افغانستان د امنیتي حالاتو له ارزونې، څیړنې او د ستراتيژۍ له اعلان وروسته امریکا متحده ایالتونو پاکستان ته خبرداری ورکړی چې د سیمې او افغانستان پروړاندې خپل چلند کې بدلون راولي. د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د تګ لارې د اعلان پرمهال وویل چې نور د پاکستان پروړاندې چپ نشي پاتي کیدلی، ځکه پاکستان ټول هغه امتیازات چې له نړیوالې ټولنې په ځانګړي توګه له امریکا متحده ایالتونو څخه د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره ترلاسه کول، هغه د ترهګرو د تمویل، تجهیز، روزنې او افغانستان ته یې په راستولو لګولي دي.
له همدې امله په افغانستان کې د ترهګرۍ پروړاندې جګړه له نا کامۍ سره مخامخ شوې ده. همدا ډول د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن وايي، که پاکستان د طالبانو او نورو سختدریځو ډلو پر ضد اقدام ونه کړي، د امریکا متحده ایالتونه به له پاکستان څخه هغه مهم مقام او درجه بیرته واخلي چې له ناټو غړو هېوادونو بهر یې دغه هیواد ته ورکړی دی.
که څه هم افغان ملي یووالي حکومت لدې مخکې پاکستان ته د کابو دوه دیرش ترهګریزو ډلو لیست وسپاره چې په پاکستان کې میشته دي او د پاکستان له حکومت څخه یې د دې ډلو پروړاندې د نظامي اقدام غوښتنه وکړه، خو لاهم پاکستان د دې ډلو پروړاندې کوم وړوکی اقدام نه دی کړی.
په تازه څرګندونې کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې بې شمېره تروریستي ډلې په پاکستان کې خوندي پناهځایونه لري او له هغه ځایه په ټوله سیمه کې خپلو ورانکارو فعالیتونو ته دوام ورکوي.
د پاکستان تېرو کړنو په کتو دا جوته شوه چې پاکستان له خپل سیاست څخه نه په شاه کیږي، ځکه تېرو وختونو کې په وار وار امریکا متحده ایالتونو پاکستان ته خبرداری ورکړی چې د ترهګرۍ او دهشت ګرو ډلو له ملاتړ څخه لاس واخلي، خو پاکستان دیوې مودې لپاره ورانکاري فعالیتونه ودرولي او بیاځلي پيل کړي دي.
پاکستان تل د امریکا متحده ایالتونو سره چل ول لوبه کړې او ورته ویلي دي چې پاکستان هم د ترهګرۍ د جګړې قرباني دی، خو هیڅ کله یې دهغو ډلو پروړاندې چې په پاکستان کې مرکزونه لري، اقدام نه دی کړی او آن د امریکا متحده ایالتونو د نظامي اقدام پرمهال یې ترهګریز ګروپونه خوندي ځایونو ته لیږدولي دي.
داځل د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر دریځ او پریکنده پریکړه، په افغانستان کې د جګړې اوږدیدل، پاکستان کې د ترهګرو روزل، د نړیوالو له خوا د جګړې په نه ختمیدا کې د امریکا متحده ایالتونو تورنیدل، د امریکا پر حکومت د امریکایې ولس فشارونه او د ټرمپ ویناوو ته په کتو ښایې ډیر ژر امریکا متحده ایالتونه دپاکستان پروړاندې نظامي اقدام لاس پورې کړي.
که پاکستان غواړي چې وژغول شي ، په تورلیست کې شامل نشي، له نړیوالو سره هېوادنۍ اړیکې وساتل شي، جوته شي چې مسلمان هېواد دی او د مسلمانانو ژغورل خپله اسلامي دنده ګڼي، باید د ترهګرو پروړاندې مبارزه پیل کړي او نور د ملتونو په وینو کې خپلې ګټې ونه لټوي.
داپه داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالتونو تازه دمي ۴۰۰۰ زره سرتیري به ډیر ژر افغانستان کې د جګړې ډګر ته را ورسیږي او د ترهګرو پروړاندې به مبارزې ته زور ورکړي، ځکه نور دا جګړه د امریکا متحده ایالتونو او هم افغان حکومت ته د زغملو وړ نه ده.
پاکستان لاهم چپه خوله دی او ځینې چارواکي وایې چې دامریکا متحده ایالتونو ستراتیژي اعلان به په سیمه کې د سولې او ثبات بیړۍ له خنډونو سره لاس او ګریوان کړي، لدې څخه ښکاري چې نور پاکستان ډوبیږي او په دې ډوبیدا کې هیڅ هېواد نشي کولی پاکستان وژغوري، ځکه پاکستان په خپله لوبه کې خپله څملاست.
ولسمشر ټرمپ په څرګندو ټکو سره ویلي چې امریکامتحده ایالتونو له هغه هېواد سره چې ترورېستانو ته‌یې پناه ورکړې، میلیاردونه ډالرو مرستې کړي دي او لاهم دوام لري، خو وروسته لدې به دا کار نه تکراریږي.
ټرمپ وویل چې امریکا تر دې وروسته په دې اړه غلی نه‌شي پاتې کېدلای، ځکه چې پاکستان د هغو ترهګرو پناه ځای دی چې پر امریکايي وګړو او قواوو حملې کوي.
د ټرمپ له څرکندونو وروسته پاکستان هم چپ پاتې دی او د ټرمپ له خوا د دې ستراتیژۍ د اعلان سره سم یې پرتوګ په غورځیدا دی یوازې هغه مهال خپل پرتوګ ټینګولی شي چې د ترهګرو پر وړاندې اقدام وکړي او له خپل ناوړه سیاست څخه لاس په سر شي. حمیدالله فیضي