زرلښتې او ګلالۍ ته ډالۍ
او د ګلالۍ په شعر څو ګلالۍ خبرې
زه چې کله د پښتني ټبر په اړه فکر کوم؛ نو دا راته په ډاګه شي، چې پښتنۍ ټبر هم په خپله ورېښمينه غېږه کې ايوب خان، اکبر خان، زرغونه کاکړ، ملالۍ .... او نور لري. هغه څوک، چې د مستبد وخت او حالاتو په مقابل کې راپاڅېدلي، خپل حق يې غوښتی، د مظلوم لپاره يې يوازې ژړلي نه بلکې کوټلي ګامونه يې هم پورته کړی، د ظالم د نسکورولو لپاره يې خپل ژوند په خطر کې اچولی او تر خپله بريده يې زیار اېستلی، چې خپل پښتنی پښت په اړخيزه توګه ښېرازه کړي.
اوس هم زه د پښتني کول په دې بختور کور کې د (زرلښت حفيظ) په څېر ملاله وينم، چې تل يې د هېواد په غمجنو حالاتو ژړلي، د مظلومانو سره يې يو ځای چيغې کړي، ظالمانو ته يې ګواښونه کړي او خپل پښتون ملت ته يې د يوځای کېدو بلنې ورکړي، هوکې دا زرلښته ده، چې خپلې اوښکې يې د شعر په ډول تويې کړي، خوښي يې د سندرو په جامه کې راغونډې کړي او د يووالي او مينه کولو بلنه يې په ادبي ټوټو کې ځای پرځای کړي، لنډه دا چې ليکنې يې د هېواد وګړو ته لوی لوست دی، دا که له هېواده بهر هم اوسي، خو د هېواد درد ورسره دی، د خوارانو او غريبانو په حالت ژاړي، ظالمان رټي، غندي او په هېواد کې د حاکمې ګډوډۍ په اړه خپل پښتانه ويښوي، نه غواړم د زرلښتې په شاعرۍ او ژوند خبرې وکړم، يوازې مې د دې ليکنې اصلي موخه د اغلې خور ګلالۍ په شعر څو ګلالۍ خبرې دي:
رښتيا هم تر اوسه پورې زموږ د ټولنې وګړي د ښوونې له نعمت څخه پوره نه دي برخمن او هماغه د زړو ببولالو په استناد په خلکو ډېر ژر ټاپې لګوي؛ لکه څنګه چې ګلالۍ خور وايي:
په لاره تګ کې دې احتياط کوه
زموږ د چم خلک بانې لټوي
څوک به د مينې او وفا په نامه
ستا د زړګي ټولې خانې لټوي
دا خبره ماته سل په سلو کې رښتيا ښکاريږي، هغه داسې چې زموږ په ټولنه کې که يوه پښتنه پېغله داسې وځليږي، چې د خپل هېواد او پښتو نوم لوړ وساتي بيا نو دا نور پښتانه وروڼه ورته د سر درد شي، هغه دا چې کله پرې مين شي، کله يې پرته له هغې ژوند نه تېريږي او کله څنګه-کله څنګه. د دې خبرې د اثبات لپاره د صميم ادبي ټولنې ويبلاګ ښودلی شم، په هغه کې د زرلښتې خور يوه ادبي ټوټه په ليکه شوې وه، چې په ډېر لږ وخت کې د ډېرو تبصرو څخه ډکه شوه، بيا دې د ويبلاک چلوونکی خير يوسي، چې هغه تبصره يې بنده کړه، نو دا وه زموږ د پښتو وروڼو کيسه.
خو ګلالۍ خور دلته ورته خبره پاکه کړې ده، چې وايي:
خو ته د چا د لارې تګ مه ګوره
دا لباسي ياران وفا نه لري
هوکې ، هغه د چا خبره څومره، چې اسمان غوريږي، هغومره نه اوري، نو دوی هم هسې د خولې خبرې کوي او بايد هېڅ پښتنه جينۍ په دې هسې چټي خبرو تېر ونه اوځي.
زما او ستا مرام د زړونو ګټل
ژوند مو تيارو کې دی خندا نه لري
ګورﺉ، په څومره پاک احساس سره خپلې بلې پښتنې خور ته خپله موخه بيانوي، په يوه داسې هېواد کې چې پرته له تيارو، جنګ او ... څخه بل هېڅ شی نه لري. د زړونو ګټل او خلک په مينه پوهول يو ستر ثواب او غټ چوپړ دی. په بل ځای کې وايي، چې :
که ته ملاله د ميوند شې ورته
زړو به دې قبر کنډواله پاتې وي
دوی به دې تش په نوم ملاله بولي
ستا حماسونه به ويده پاتې وي
زه له دې وينا سره بشپړه هم غږې نه يم، ځکه چې اوس د څښتن تعالی په فضل وېښ وروڼه هم لرو، هغوی مو نوم او احساس ته درناوی لري او انشاالله يوازې به مو نوم نه يادوي. ستاسو په پيغامونو به عمل کوي، ستاسې حماسې به په ياد ساتي او تل به مو په ورورنۍ مينه نازوي.
ابليس نه لرې فاصلو کې اوسه
د چا د شنو سترګو له خار نه شې
پښتنې خويندې د چا د سترګو اغزي نه بلکې درمل شوي او د پښتنو وروڼو د سترګو ديد شوي هغو ته يې رڼا ورکړې او وياړونه يې وربښلي دي، نو په دې خاطر هم دا پښتنه خور د چا د ستر ګو خار نه شي جوړېدای، خو رڼايي به خامخا ورکوي.
نه غواړم د ګلالۍ او زرلښتې خور په شاعرۍ او ژوندانه خبرې وکړم او نه مې پوهه دا اجازه راکوي، تر خو د دوی په شاعرۍ څه وليکم، هغه څه چې ويل غواړم هغه د دوی سپېڅلي او د قدر وړ احساس ته د زړه له کومې درناوی دی، زموږ نورې پښتنې خويندې هم بايد د دغو دوو ملالو په څېر د نني ميوند ډګر د علم او پوهې په وسله وګټي، د خپلو پښتو وروڼو سره دې د اسلام، هېواد او پښتو په لاره کې چوپړ وکړي او پښتانه وروڼه دې هم په خپلو خويندو ناز وکړي.
په پای کې دغه بیت، چې شاعر يې راته معلوم نه دی، دغو دوو خويندو ته د زړه له کومې ډالۍ کوم او دوی ته د څښتن تعالی څخه د غزت په جامو کې د ژوند کولو سره – سره په دواړو نړيو کې برياليتوبونه او د اوږده او سوکاله ژوندانه لپاره يې د سترواکمن سپېڅلي دربار ته لاسونه لپه کوم.
ګلونه دې وريږي او عطرونه دې وريږي
په تاباندې اې خورې رحمتونه دې وريږي
په ټوله پښتني او اسلامي مينه
ستاسو خور
موسکا ستانکزۍ
کابل
moskajanas03@gmail.com