دنړۍ په ادبياتو کې اتلواله (حماسه )

 

     حماسه د((ح))په زور دمېړانې په معنا ده.په لاتين کې يې معادله اصطلاح (Epic) ده، چې د( Epos) له ريښې څخه، چې دکلماتو او خبرو په مانا ده، اخيستل شوې ده.

    په عربي ژبه کې تر اوږده مهاله پورې دحماسې دټکي پرځاى د ملحمة ټکى، چې دوژلو ځاى او يا هم دخونړۍ جگړې معنا لري، کارېده.

    حماسه دادبي ژانرونو په کتار کې تر ټولو زړه بوږنوونکى ژانر دى . که څه هم دحماسې کلمه دانسان ذهن دجگړو اتلوليو او ځمکو دلاندې کولو په لور بيايي؛ خوبيا هم بې شمېره معناوې او مفاهيم لري . دځينو په اند حماسه دلرغونو زمانو دپېښو بيان دى. دا په دې معنا، چې حماسه په نړۍ کې دلومړنيو انسانانو دژوند راپور دى، يا هم په بل عبارت:دلومړنيو انسانانو دژوندانځور دى.

    ځينې نور بيا وايي: دشتمنۍ، نوم، شهرت او خپلواکۍ دلاسته راوړلو په موخه دخلکو تر منځ جگړې؛ حماسه ده.لارمارتين دادبي ژانرونو په اړه په خپله يوه مقاله کې حماسه داسې راپېژني:

    ((حماسه دټولنې دوړکتوب دمهال شعر دى، چې تاريخ، اساطير او حقيقت پکې گډشوي دي. دهغه مهال محصول دى، چې شاعرپه ټولنه کې دمورخ په توگه کار کاوه))

دنړۍ لرغونې حماسې ډېرې له اتلوليواو جگړو څخه جوړې شوې دي، چې دنړۍ په معاصرو ادبياتو کې ورته Heroic poem)  ) اصطلاح کارېدلې ده.

    دلاتينې امريکا مشهور ليکوال او گوتنيوونکى نورتورپ فراى په خپل کتاب ((Anatomy of critieism  کې حماسه يو(Encyelopedic) شعر بولي . زيات شمېر حماسې منظومې دي .ارسطو په دې اړه وايي: ((حماسه او تراژدي دواړه منظوم حکايتونه دي، چې جدي کړنې لري؛ ارسطو دې دواړو ژانرونو ته ((noblegenres يا غوره ژانرونه وايي.

    په ډېرو علمي اوڅېړنيزو آثارو کې دنړۍ لرغونوحماسوته ((Folk epic ويل شوي دي؛ داځکه چې دنړۍ لرغونې حماسې دافسانو په څېر په شفاهي توگه سينه په سينه را نقل شوي دي . که لرغونې حماسې په ليکلې بڼه تدوين او ترتيب کړو، خپل زيات شمېر لرغونې خاصيتونه له لاسه ورکوي .دا په دې معنا چې که اوس مهال لر غونو حماسوته ليکلې بڼه ورکړو؛ بايد چې دمعاصرې ټولنې له دودونو اخلاقو او نورو مادي اومعنوي ارزښتونو سره يې برابرې کړو، چې دا کار دلرغونو حماسو لرغونوالي ته زيان رسوي .دبېلگې  په توگه: دلرغونو حماسو اتلانو واده نه کاوه؛بلکې نجونو او مېرمنو به هڅه کوله ، چې له دوى سره يو ځاى شي او يو اتل زوى دنيا ته راوړي .

    دکريشنا په اړه ويل کېږي،چې ((کريشنا به دشپې په تروږمۍ کې شپېلۍ غږوله؛ مېرمنوبه دشپې ناڅاپه خپل مېړونه پرېښوول او دسپوږمۍ په رڼاکې به يې له کريشناسره نڅا کوله .

    نوکه اوس مهال دپښتوژبې يو پنډت دکريشنا کيسه په پښتو ليکي؛نوبايد چې داځايونه ورڅخه حذف کړي او دپښتني دود او مذهب په اساس يې برابره کړي او که دا کار ونه کړي؛نو دټولنې لخوا به دغبرگونونو سره مخ شي؛ځکه چې په پښتني ټولنو کې دمېرمنو له خوا دمېړونو پرېښوول او بيا دشپې په تروږمۍ کې له پرديو خلکو سره نڅا کول لويه بې غيرتي ده .

    ځکه نو دا کار ( دلرغونو حماسو ترتيب او تدوين) ديو لرغوني حماسي اثر تاريخي اصالت له منځه وړي .

    دحماسې څېړونکي دحماسي آثارو دډلبندي کولو پرمهال له افراذ څخه کار اخلي. دوى هغه آثار، چې په ډېره کمه اندازه حماسي رنگ ولري ،دحماسي آثارو په کتار کې دروي . دبېلگې په توگه دتولستوى دسولې او جگړې ناول له حماسي آثارو څخه گڼي او نورتروپ فراى خوانجيل هم حماسه بللې ده .

    دنړۍ دبشري تمدن په زرگونو کلونه  تېر شوي دي؛مگر اصلي حماسې يې  دگونو له شمېر څخه تېرى نه کوي . دارسطو په اند حماسه  دادبي ژانرونو په کتاب کې تر تراژدي وروسته دويم ځاى لري؛مگر درنسانس په دوره کې بيا حماسه دتر ټولوغوره ژانر په توگه وپېژندل شوه، چې دې حالت تر نولسمې ميلادي پېړۍ پورې دوام وکړ . حماسې دلرغونتوب له مخې په  درې ډوله دي :

0-               دوديزې حماسې:Traditionl epics

هماغه لومړنۍ حماسې يا                 (praimary epics)  دي ، چې د(Folk epics) اصطلاح هم ورته کارېږي . دا دهغه مهال حماسې دي ، چې په لومړي ځل ټولنه او ملت جوړ شوي دي ؛ لکه: الياد ، اوديسه مها باراتا، راما يانا...دنړۍ تر ټولو سوچه حماسې دوديزې حماسې  دي  .په دې حماسو کې شاعر له خپرو شويو رواياتو ، شفاهي کيسو او لرغونو کتابونو څخه استفاده نه ده کړې .

    دويم : دويمي حماسې (secondary epics) چې(literary epocs) هم ورته وايي ، دلرغونو حماسو په مټ پنځول کېږي . ددې ډول حماسو پنځوونکي  په خپله ځانته موضوع پيدا کوي او يا هم دلرغونو حماسو موضوع په نوې بڼه په کار اچوي ؛لکه : دورک شوي جنت په نوم دميلتون اثر.

    درېيم : درېيمي حماسې             ((Tertiary epocs  داهغه حماسې دي ، چې ددويمي حماسو په مټ پنځول کېږي ، دبېلگې په توگه:دروستم او سهراب حماسه ،چې مشهور انگليسي شاعرMathew Arnold  ماتيو آرنولډ دپاړسو دشاهنامې دروستم او سهراب دحماسې په مټ پنځولې ده.

    دحماسې څېړونکي دموضوع له مخې حماسې څلور ډوله راپېژني :

    لومړى: اساطيري حماسې : چې تر ټولو لرغونې او اصيلې حماسې دي . دا  حماسې له تاريخ وړاندې دور سره تړاو لري او داساطيرو په مرسته پنځول کېږي ؛ لکه :گيل گمش ، دسومريانو حماسه ، دالياد او اديسه ځينې برخې ، را ما يا نا ، مها بارا تا  او تورات ځينې برخې .

    دويم : پهلواني حماسې : داهغه حماسې دي ، چې دپهلواناون او اتلانو دژوند په اړه پکې خبرې شوي دي . دا حماسې ممکن تاريخي  او اساطيري بڼه هم ولري ؛ مگر دېرى وخت  نشو کولاى اتلان يې دتاريخ په مرسته ومومو. ددې حماسو اتل دعادي خلکو په څېر يو څوک دى؛مگر افکار او غيرت يې ترعادي خلکو لوړ دى.

    درېيم : ديني يا مذهبي حماسې : ددې حماسو اتل يو مذهبي شخص دى .دحماسې داستان ديو ځانگړي مذهب له اصولو سره سم وي ؛لکه : الهي کميډي   ددانته اثر.

    څلورم : عرفاني حماسي: داحماسې په  عربي او پاړسو کې تر ټولو زياتې دي . په پښتو کې يې څرک نه لگېږي .اتل يې له نفس سره په جگړه بوخت دى او دفنافي الله له لارې خپلې موخې ته ځان رسوي ؛: لکه دمنصور حلاج حماسه ، منطق الطير. ځينې وختونه دهندوانو مذهبي متونو (بهگوت  گيتا)ته هم عرفاني حماسه ويل شوې ده .

    حتمي نه ده ، چې حمسې به دموضوع له مخې يو له همدې ډولونو څخه لري؛ بلکې ممکنه ده چې له دې پرته نور ډولونه او موضوع گانې هم ولري .داهم  حتمي نه  ده ، چې يو حماسي اثر به ارو مرو يوه موضوع ولري؛يعنې يا به عرفاني يابه ديني او يا به هم اساطيري وي ؛بلکې امکان لري ، چې يو حماسي اثر همزمان عرفاني ، ديني او اساطيري وي .

    دحماسو ځينې نور ډولونه هم شته ،لکه اخلاقي حماسې، چې مهابهاراتااو رامايانا يې ژوندي مثالونه دي .معاصر پوهان اخلاقي حماسې په ديني حمسوکې حسابوي . له دې پرته داروپا په ادبياتو کې د(Mock epocs) په نامه دحماسې يو بل ډول ، چې دطنز او مسخرې حماسه يې بللى شو ، هم موجوده ده ، چې دغرب په ادبياتو کې د دِن کشيوت په نامه د جوزف سروانتيس اثې يې غوره بېلگه ده .

    دا خبره بايد هېره نه کړو، چې حماسه که هر ډول وي ، څه فلسفي، څه هم اساطيري او يا عرفاني ؛ بايد په خپل
ځان کې دغيرت، مېړانې او جگړې اړخونه ولري ؛ ځکه چې خمدا کړنې دي ، چې حماسې ته دحماسې رنگ ورکوي .

    يادښت : په لرغونو حماسو کې ځينې داسې خبرې هم شته ، چې سړى دا فکر کوي ، ددې خبرو يې له حماسې سره څه دي ؛لکه داسې :

    چالومړى ځل اور کشف کړ ؟....موږ په پيل کې دحماسې يو تعريف داسې وکړ، چې دلومړنيوخلکو دکړنو راپور راکوي ، دا يې هماغه برخه ده.

نور بيا