کلیوال
زه مې په خپل کلي کې ښه بلد وم
خو ستا په ښار کې ګرځېدلی نه وم
په سره انګار کې ګرځېدلی نه وم
خپله مې ځان له خپلې ګوتې ونیو
او ستا د ښار لاره مې پښو ته ورکړه
نه! ګوره داسې نه ده
چې زه ساده کلیوال
د ښار په شور مین وم
یا زه په ښار پسې راوتی ومه
زما اړتیا ښار کې وه
زه په څه کار پسې راوتی ومه
لکه ماشوم به ورکېدم په ښار کې
زه نابلده يرېدم په ښار کې
په خپلو مټو مې پيسې ګټلې
په خپلو پښو به ګرځېدم په ښار کې
دلته له خپل ځان نه ورک شوی یمه
چې ستا په سترګو مين شوی يمه
نصرت الهام
13.01.2011
- نصرت الهام
غزل
زه او ته یو د ځوانۍ د سیند په غاړه
خیر که ګرځو د مستۍ د سیند په غاړه
په مکېز تګ دې له څه سره تشبه کړم...
10.02.2011
- نصرت الهام
غزل
ماښام نیږدې شو او لمر غورځیږي
زما اوږې نه، دې سر غورځیږي
که لر غورځیږي که بر غورځیږي
بم مو د زړونو په سر غورځیږي
چې په تا راشي پیریان د مینې
په ما یې دلته اثر غورځیږي
ریباره ستا خو له سترګو ځار شم
د یار په مخ دې نظر غورځیږي
ته پام کوه پرې چې ژوبل نشي
زړه مې ستا پښو کې اکثر غورځیږي
د غم شراب دې بلا اصیل دي
نور مې له ګوتو ساغر غورځیږي...