غربت شاعر کړمه قلم يې ترجمه وکـــــــــــــړله 
د زړه خبره مې نن سمه په ښکاره وکــــــــــړله 
ستا ښايسته زلفې نرۍ لوپټه ښکلی محـــــــــــل 
زما شړۍ ورانه جونګړه تا ګيله وکـــــــــــــړله 
د ارمــــــانونو جنــــازه او د غربت انتهـــــــاء 
چې په وتو شوه هغې سمه تماشه وکــــــــــړله 
دا محبت دا وسوسې او دا خيالي نړۍ مــــــــې 
په ورانيدو وه تا ښايسته ښکلې ټپه وکـــــــــړله 
هغه د درد تابـــــوت مې مخـــــکې وو چـــــې 
ته رانه لاړې د رقيب کــــــــره دې شپه وکړله 
لـــــه درده ډک زړه او بــــــاران د اوښکـــــو 
په چا برسات وو،پکې ښکلې شان ميله وکړله 
د حقپال سوي زړه او سوې شاعرۍ ته ګوره 
د درد ښامار ترې تاو دنيا یې ننداره وکـــړله
		
			
					
					
						
							23.08.2017
						
						 - نیکمل ځآځی
					
					غزل
ولې دې دا زړه رانه بې غمه ده تاته خو مې ډیره ډیره تمه ده
لکه چې د چا په کیسو تیروتې هغه پخوانۍ مینه دې کمه ده
حسن دې له ټولې دنیا پورته دی ولې دې دا خو لږ بې رقمه ده
راشه د مسکا دم دې پرې واچوه نن مې دا زخمي زړه بې مرهمه ده
ستا د جفاګانو یادداشت لیکمه سره لمبه مې پورته له قلمه ده
نن مې وې نیکمل ته چې راځې کنه وې یې چې ځه دربه شمه سمه ده...
			 
			
					
					
						
							23.08.2017
						
						 - سرلوڅ مرادزی
					
					امریکا وايی زه دې پزه پرېکوم، ته پيزوان غواړي!
د پاکستان پوځ وايي د دغه هېواد له پوځي مشر قمر جاوېد باجوه سره په پاکستان کې د امریکا سفیر ډېويډ هېل ملاقات کړی او د امریکا د نوې ستراتيژۍ پر سر يې ورسره خبري کړې دي. د پاکستان پوځ واي«مرسته نه، باور غواړو. بي بي سي»
له امریکا نه د ښاغلي باجوه غوښتنه د پښتو دې متل ته ورته پاتیږي چې وايي« زه دې پزه پرېکوم، ته چارګل غواړي»
ښاغلی جاوېد باجوه هېروي چې «باور» د مرستو موراو سرچینه ده. که پر یو چا او په تېره بیا د یوه هېواد پر مشرانو ب...