غزل

نن چې بنده ګي د هغه زړه کې ده
ټوله زنده ګي د هغه زړه کې ده

ځان به د یو چا پښو کې خاورې کړي
دومره ملنګي د هغه زړه کې ده

سوځي هغه سوځي، ځکه سره لمبه
ستا د اننګي د هغه زړه کې ده

سیوری د ښکلا یې په څېره پروت دی
نوره بدرنګی د هغه زړه کې ده

څومره الهام تږی دی د سرو شونډو
څومره زړه تنګی د هغه زړه کې ده

 نصرت الهام