غزل
په شنه ابي جوړه کې مه راته په مخه راځه
انقلابي ، جوړه کې مه راته په مخه راځه
ګلابي رنګ مې کمزوري ده ، نه چې و دې بخښم
په ګلابي ، جوړه کې مه راته په مخه راځه
ګوره ! روژه رالنډه شوې ده، کافر به مې کړې
سره ،شرابي ، جوړه کې مه راته په مخه راځه
سپينه جوړه دې مبارک ؛خو په عذاب اوړمه
دې ثوابي ، جوړه کې مه راته په مخه راځه
د چاپې دار کميس مېرمنې ! زړه مې شل رنګه شي
اظطرابي ، جوړه کې مه راته په مخه راځه
پېښورۍ ! ما له کابلي غرور نه مه خلاصوه
په پنجابي ، جوړه کې مه راته په مخه راځه
جلال امرخېل - بلجيم
19.08.2009
- نصرت الهام
راليږونکی : غزل ټليفونشميره: برېښناليکپته: nabila.ghazal@gmail.com سرليک: غزل نېټه: 19.08.2009 08:23
غزل نبيله غزلهرڅـه بې رنګه او نوره ښكاري څه رنګ پاتې نه دىد خپـلواكۍ جــزبه مـړه شـوې غورځنګ پاتې نه دى...
21.08.2009
- نصرت الهام
Learning to Love Yourself
له ځان سره مينه زده كړئ
ليكوال : Leslie Karen Lobell, M.A.
ژباړن : نصرت الهام
د خپل ځان سره مينه تر ټولو لوړه وګڼئ، ځكه چې دا ډېره اړينه ده او د ښه ژوند او ښه وخت ضمانت كولاى شي. ډېرو خلكو ته د ځان سره مينه كول اسانه نه دي او نه...