غزل
د عمل نوم دى د زندان نوم دى
دغه دنيا د امتحان نوم دى
ده يو چا نوم مې په زړګي كې اوسي
ماته له خپله ځانه ګران نوم دى
مينه د زړه د لېونتوب نوم دى
د دښتې نوم د بيابان نوم دى
چې د هرچا زړه ته تسل وركوي
هغه يواځې د قران نوم دى
بس چې د دوه و جنګول يې لګي
بيا نو هغه د پاكستان نوم دى
دا چې په ټول جهان كې لمر ځليږي
دا مې د ګران افغانستان نوم دى
توره مې نوم دى د سنت د جانان
او محمد مې د جانان نوم دى
چې د تاريخ په سپينه پاڼه ليك دى
همرازه دا خو د افغان نوم دى
مدثر همراز
04.08.2009
- نصرت الهام
وېرهلنډه كيسه
دنېستۍ نه پوزې ته راغلى وګردوړه يې په کور کې نه وه پاتې ،په ذهن کې به رنګارنګ خبرې ورګرځېدې .کله به يې دغلا پلان جوړولو کله به يې ويل راځه فلاني ته ورشه که قرض درکړي ،...
05.08.2009
- نصرت الهام
غزل
ته دې قاتل نظر ته ووايه چې نه مې وژنييا خو يې وپوښته چې ولې او په څه مې وژني
د تورو جنګ ته خو په شوق ځمه په مينه ځمهد شوق او مينې جنګ کې ستا کاږه کاته مې وژني
چې به دې غيږې ته در ورسم که نه جانانهله رقيبانو لاره ډکه په هر پله مې وژني...