غزل

کاڼي به هندارې کړي ګلاب ګلاب نظر زما
شپې به ناکرارې کړي ګلاب ګلاب نظر زما

دا زمونږ د کلي دا کاپرې بې حيا پېغلې
ټولې به ديندارې کړي ګلاب ګلاب نظر زما

نور به هر سحر دا ستا ايميل په اوښکو نه وينځم
هسې نه بې لارې کړي ګلاب ګلاب نظر زما

ته چې کله نه يې ستا تلاش کوي په تا پسې
ستړې ټولې لارې کړي ګلاب ګلاب نظر زما

ستا د کونړ سيند غوندې ياغي ياغي خبرې به
ګرانه ! سندرمارې کړي ګلاب ګلاب نظر زما

دا زما غزلې د دې وخت په شاعرانو کې
خدايه !  که سر لارې کړي ګلاب ګلاب نظر زما

نبيله غزل ، پېښور