د کينې غبار

ځم چې جوړه يې کړم بيا د زړه هينداره
رانه ماته د يو چا د زړه هينداره

کوم تصوير پکې د يار تبه اخيستې؟
نن مې بيا ده په درزا د زړه هينداره

که دې شپې رڼا کوې راسره مل شه
اوس مې ښه کاندې رڼا د زړه هينداره

دا سړى منم ډير ښکلى له څيرې نه
خو يې ډکه له ر يا د زړه هينداره

د لفظونو پس منظرمې لوند په اوښکو
ما مينځلې په ژړا د زړه هينداره

د کينې غبار رالوتى دې جلانه!
ترينه وساته صفا د زړه هينداره

 

سيد جيلاني جلان