څو مصرييزې
په ما ژونديه په ما هسته
دا زۀ خو خاندم ستا له کسته
خولګۍ به درکړمه خو پسته
زما په تشه خندا مسته
که خوله مې درکړه لېونى به شې مينه
نرۍ، نرۍ دې په زړۀ اورم
لکه جنډه له لرې ښورم
زۀ خو ښايست په مينه پلورم
که راته ګورې درته ګورم
که راته نه ګورې پروا دې نه لرمه
اشنا رشتيا دې مبارک شه
دغه دنيا دې مبارک شه
د زړۀ درزا دې مبارک شه
نوى اشنا دې مبارک شه
ماته رخصت راکه د ډېرې مودې شومه
خبرې سپينې دي رڼې دي
ستا د کاغذ جوړې پڼې دي
ته خو به وايې چې مڼې دي
پښتو د وسپنې چڼې دي
پښتونه ياره فولادي دې کړه غاښونه
خير دى که لويه رسوايي ده
مينه د سترګو بينايي ده
ديار په در کې ګدايي ده
عاشقي نيمه پاچايي ده
څوک چې هوښيار وي په هنر يې چلوينه
نصرت الهام
nasrat.ilham@gmail.com
0779696671
0700009858