--- --- --- ---
چا له په نښه د چا ښکار دې کړم
ښیرې، ښيرې آزار،آزار دې کړم
کمیس مې نشته چې ګریوان وشلوم
لکه د لــوټ کابل چــینار دې کــړم
څومره دې وکتل په کرکه، کرکه
دلاله ګل ومـه کـوکنار دې کــړم
څومره دې وزبیښلم ودې څکوڼډم
لکه هلمند پرهار ،پرهار دې کړم
مــاخـپل ټوټې ، ټوټې بدن ټولاوه
سم چې یوتن شومه اغیار دې کړم
زمونږله کورونومرچلونه جوړشول
سنګر ، سنګر کتار ، کتار دې کړم
ساده آرین سره فتنه ، فتنه شوې
هم دې شهید هم ګنهکار دې کړم