د ۲۰۱۷ کال د جولای په ۱۷مه نیټه چې د ۱۳۹۶ کال د سرطان له ۲۵مې نیټې سره برابره ده، ټول افغان وېب پاڼې د ښاغلي جاوېد حیدرزي په نوم تر دې عنوان لاندې «د ګل آغا احمدي او آغلې ساره سادات په کتابونو انتقادي لیکنه» یو مطلب خپور کړی دی او په خپل مطلب کې یې ادعا کړې ده چې ګویا «ګل آغا احمدي او ساره سادات» د خپلو کتابونو په متنونو کې د ښاغلي احسان الله آرینزي صاحب د اثر چې «د وردګو د واده دود او بدلې» نومیږي په غیر قانوني توګه استفاده یا ادبي غلا کړې ده او ګواکي په نسبي بدلون سره یې د آرینزي صاحب د کتاب د منځپانګې محتویات په خپلو آثارو کې را اخیستي دي. دا چې لیکواله او څیړونکې آغلې «ساره سادات» د خپل کتاب په اړوند د حیدرزي د ادعا په هکله څه نظر لري د هغې خپل کار دی خو زه غواړم چې د خپل کتاب «خیښي، د وردګو د واده پانګه» په اړوند د ښاغلي حیدرزي بې بنسټه ادعا په کلکو ټکو کې رد کړم او یو لنډ ځواب ورته ووایم.
لومړی: زما کتاب «خیښي د وردګو د واده پانګه» په ۱۳۹۱ کال چاپ شوی او له هغه څخه د مخه ما د خپل کتاب د محتویاتو په را غونډولو پوره لس کاله کار کړی دی. همدارنګه د یوې ټولنیزې او اصلاحي اړتیا له مخې مې د وردګو مختلفو سیمو ته سفرونه کړي، د ودونو مراسم مې له نږدې څخه لیدلي، د خپلو مشاهداتو او د وردګو د ټولنې د ګڼ شمیر نارینه او خپلوانو ښځینه افرادو څخه د پوښتنو پر بنسټ مې یو لړ داسې نالوستي معلومات را غونډ کړي دي چې تر هغه د مخه ما په لیکلې بڼه نه وو لیدلي. وروسته مې خپل معلومات په کتابي بڼه چمتو کړي او بیا مې د خپل کتاب د چاپ هڅه کړې ده. ما په دغه اثر کې چې ۹ څپرکي او ۲۰۲ مخونه لري، د نورو هر اړخیزو معلوماتو تر څنګ ۸۰۰ داسې نایابه سندرې هم را غونډې کړې دي چې زموږ د ټولنې ښځینه او نارینه یې د واده په مختلفو مناسبتونو کې بولي، په ټولنه کې په شفاهي بڼه موجودې وې، د ورکیدو له خطر څخه و ژغورل شوې او هیواد د فولکلور په تاریخ کې یې د لومړي ځل لپاره لیکلې بڼه غوره کړه. بله خبره دا چې ما په خپل اثر کې په سندرو سربیره ګڼ شمیر مسایل څیړلي دي لکه:
لومړی څپرکی: نکاح او د کورنۍ تشکیل
دویم څپرکی: په وردګو کې د خیښۍ لپاره لومړي ګامونه
دریم څپرکی: د کوزدې یا شیریني خوري مراسم
څلورم څپرکی: په وردګو کې د واده مراسم
پنځم څپرکی: په وردګو کې د واده اقسام
شپږم څپرکی: د وردګو کلیوالي او ښاري ودونه
اووم څپرکی: په ودونو باندې د سترې غمیزې اغیزې
اتم څپرکی: د وردګو د واده په هکله عمومي ټکي
نهم څپرکی: د وردګو د واده سندرې
زما د کتاب د معلوماتو په لړ کې په وردګو کې د واده اقسام هم بیان شوي او دا خبره جوته شوې ده چې زموږ په ټولنه کې ۱۲ ډوله واده تر سره کیږي. همدارنګه ما د خپل اثر تر څنګ په یوه بیله لیکنه کې د وردګو د واده په چارو کې د مروجو کلیماتو یو تشریحي قاموس هم چمتو کړی چې دا کار په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره تر سره کیږي او په یوه جدا ټولګه کې به چاپ شي. زما د کتاب د متن هره کلیمه او هر توری زما د خپلو هڅو محصول دی، د ټولنې د یوې اصلاحي اړتیا له مخې مې په خپله هڅه را غونډ کړي او د هیڅ یو کتاب څخه مې د هغه په برابرولو کې استفاده نه ده کړې.
دویم: ښاغلي حیدرزي یوازې د یو تش ګمان له مخې زما د کتاب «خیښي د وردګو د واده پانګه» په محتویاتو ور دانګلي، بیځایه تور یې لګولی او د ښاغلي آرینزي د کتاب د محتویاتو سره یې د داسې یوې ناکامه پرتلې هڅه کړې ده چې هیڅ د مقایسې وړ نه ده. نوموړي له کوم سند پرته ویلي دي چې ما ګواکي له هغو ماخذونو څخه استفاده کړې ده چې ښاغلي آرینزي د خپل کتاب د لیکلو په لړ کې ترې ګټه اخیستې ده په داسې حال کې چې که ما دا کار کړی وای د نورو څیړونکو په څیر یو روا کار وو خو ما مخکې یادونه وکړه چې له هیڅ یو کتاب څخه مې د خپل اثر د محتویاتو د برابرولو په برخه کې ګټه نه ده اخیستې. له بده مرغه د ښاغلي حیدرزي د لیکنې املا او انشاء خنداوره ده، د لیکنې متن بې شمیره اشتباهات او غلطۍ لري، د پښتو یاګانې یې معیاري نه دي او په ټوله کې یې لیکنه کوم علمي اساس او تحقیقي بڼه نه لري. یوازې دا خبره یې کړې ده چې زما په کتاب کې د وردګو د واده په هکله بحث شوی او د آرینزي په کتاب کې هم ورته بحث موجود دی چې دا خبره د ادبي غلا لپاره هیڅ راز دلیل نه شي کیدای.
ښاغلی جاوېد حیدرزي په دې هکله داسې لیکلي دي: (د ښاغلي احمدي کتاب کوم اخذ نلري تر کومه چې زه فکر کوم کیدای شي له هغو کتابونو یا منابعو څخه یې ګټه پورته کړې وي چې آرینزي صاحب د خپل کتاب د لیکلو په وخت کې ګټه ترې اخستې؛ ځکه که ښاغلي آرینزي او ښاغلي ګل اغا احمدي کتابونه پرتله کړو، مطالب یې وګورو او تر سترګو یې تیر کړو یوازې او یوازې د جملو او پراګرافونو د لیکول تر منځ به توپیر ووینو نور یې هدف او خبر یوه ده)
په بل ځای کې حیدرزی داسې لیکي: (ښاغلي ګل اغا احمدي (خیښي د وردګو د واده پانګه) کتاب کې همدې بحث کې لیکي چې: په لومړۍ ریبارۍ کې کې کېدای شي چې یو شخص یا له یو څخه زیات کسان شامل وي خو غالباً دغه پلاوي د هلک د کورنۍ له دریو ډېرو نږدې کسانو څخه نه زیاتیږي ..... د ریبارۍ په موخه چې لومړی ځل پلاوی د پیغلې کره ورځي؛ نو کېدی شي د کور غړي یې ژر په موخه پوه نه شي او د عادي میلمنو په څېر چلند ورسره وکړي..... او دې ته ورته نورو هغه فرعې مسایل چې دلته یې یادونه د لیکنې د اوږدوالي لامل کیږي چې د ښاغلي آرینزي په کتاب کې تر یو عنوان لاندې راغلي او ښاغلي احمدي یوازې د بېل عنوان لاندې راوستي چې دا هم زما په فکر کوم نوی ابتکار ندی.)
د ښاغلي حیدرزي د دې ادعا په هکله باید وویل شي چې د دوو لیکنو د مقایسې په برخه کې یوازې تش ګمان د یو څیړونکي او تبصره کوونکي لپاره ستر عیب دی او کفایت نه کوي. ښه کره کتونکی، ادبي منتقد او څیړونکی باید د کره، مستندو او پخو دلایلو له مخې د خپلې ادعا د ثبوت هڅه وکړي او ګڼ شمیر معقول دلایل وړاندې کړي. که ما په خپله لیکنه کې د ښاغلي آرینزي صاحب د کتاب متن په غیر قانوني توګه را اخیستی وي باید واضح یې کړي او له دې پرته تش ګمان یو بیځایه وهم دی چې هیڅ راز توجیه نه لري. له بلې خوا په ځینو برخو کې د دوو لیکوالانو د لیکنو د مطلب ورته والی د ادبي غلا لپاره یوازې یوه تشه او پوچه ادعا ده چې هیڅ راز دلیل نه شي کیدای. همدارنګه یوازې تشه بدګماني لویه ګناه ده او له پخې څیړنې او تحقیق پرته په یو چا تور پورې کول لوی جرم دی چې باید ډډه ترې و شي.
له ټولو زیات خنداوره ټکي دا دی چې ښاغلي حیدرزي زما د کتاب د منځپانګې د یوې مهمې برخې د کم راوستلو هڅه کړې او مهمه یې نه ګڼي، نوموړی لیکي: ( د ښاغلي احمدي په کتاب کې ځینې داسې څیزنه هم لیکل شوي چې د وردګو په ټولنیز ژوند کې دود ندي لکه په هوټلونو کې واده کول، که څه هم داسې ودونه اوس په کابل کې میشت وردګ تر سره کوي خو دا د وردګو د ټولنې دود ندی او کله چې موږ په یوه ټولنه بحث یا تحقیق کوو نو اړینه ده یوازې د همغه سیمې دودونه ولیکل شي او د هغې سمې اړوند رواجونه او دودنه تر څیړنې لاندې ونیول شي که له سیمې بهر شو بیا مو څېړنه سمه نده.)
باید وویل شي چې د وردګو د ودونو رواجونه د وخت په تیرېدو سره توپير مومي، کوم ښاري او هوټلي ودونه چې اوس مهال د ښارمیشتو وردګو تر منځ په لویه پيمانه رواج شوي دي او شاید ښاغلي حیدرزي به هم ګډون پکې کړی وي زموږ د ټولنې یو حقیقت دی چې انکار ترې کیدلی نه شي. نو آیا په دې کې څه ګناه ده چې د دې ډول معاصرو دودونو په هکله هم لیکنه و شي، مختلف اړخونه یې را و سپړل شي، ګټې او تاوانونه یې بیان او د کلیوالي ودونو سره پرتله شي؟ آیا په کابل او یا نورو ښارونو کې چې کوم وردګ اوسیږي زموږ د ټولنې یوه اساسي برخه نه ده؟ له بلې خوا زموږ ټولنه چې دومره وروسته پاتې ده زما په نظر یو اساسي علت یې دا دی چې موږ د خپلې ټولنې له بنسټیزو آرونو سره سطحي عمل کوو، علمي برخورد نه ورسره کوو، د ژوند مهم اړخونه سرسري ګڼو، په خپأ وخت خپل تاریخ نه لیکو، نورو ته یې د پیژندلو هڅه نه کوو، علمي لیکنې نه پرې کوو او که څوک دا کار کوي نو د هغه مخې ته خنډونه ږدو او په مختلفو نومونو یې متهم کوو. له همدې کبله موږ تل هڅه کوو چې د خپل هیواد، خلکو، کلتور، مهمو پیښو او دودونو تاریخ له بهرنیانو څخه تر لاسه کړو ځکه چې هغوی په خپلو سربیره پردی تاریخ هم لیکي او موږ یې نه لیکو. موږ ته خپل ژوند او رواجونه مهم نه ښکاري او څوک چې زموږ د ټولنې یو لوی حقیقت ته لیکلې بڼه ورکوي، کار یې ناسم ګڼو او په مختلفو نومونو یې متهم کوو. دا چې موږ ولې داسې کوو؟ شاید ځواب یې یوازې نیت بدي او د وړ استعدادونو د مخنیوي په مخه کې د خنډونو اچول وي او بس.
باید وویل شی چې د ښاغلي حیدرزي د لیکنې اساسي موخه دا ده چې د وردګو د ودونو په هکله خو ښاغلي احسان الله آرینزي یو کتاب لیکلی دی نو نور لیکوالان څه حق لري چې په دې برخه کې لیکنې و کړي؟ یا په بله مانا زموږ نور لیکوالان حق نه لري چې د وردګو د واده د موضوعاتو او سندرو په برخه کې څیړنه وکړي. حیدرزی وایي: (زما په اند په یوه په موضوعاتو چې علمي بڼه نلري او نور تحیق نه پکې کیږي یو کتاب لیکل د ټولو لپاره کفایت کوي او که په ورته موضوع نوی څېړنه یا کتاب لیکل کیږي باید له پخوانیو معلومات سره ځمکه او آسمان فرق ولري نه دا چې له پخوانیو کتابونو څخه معلومات کاپي شي او یو نوی نوم پرې کیښودل شي.)
که زه له ښاغلي حیدرزي څخه پوښتنه وکړم چې انسان څه وخت نړۍ ته راغلی دی نو شاید را ته ووایي چې میلیونونه کلونه مخکې او که ورته ووایم چې د وردګو ټبر څه وخت د ځمکې په سر ژوند پيل کړی دی بیا به هم را ته ووایي چې لسګونه یا سلګونه زره کاله مخکې یې د ځمکې په سر ژوند پيل کړی دی. نو په دې دومره اوږده زمانه کې چې د ټولنې تر منځ د واده مختلف اقسام تر سره کیږي، ډول ډول حوادث او پیښې رامنځته کیږي او هره پیښه جدا څیړنې ته اړتیا لري، نو آیا یوازې د آرینزي صاحب یو کتاب کفایت کوي؟ موږ باید په خپله ټولنه کې د څیړنې وړتیا محدوده نه کړو بلکي د دې زمینه برابره کړو چې هر لیکوال چې د ژوند په هره برخه کې یې ذهن او قلم کار کوي باید لیکنه وکړي او خپله وړتیا ثابته کړي. د اسلام د سپیڅلي دین د ارشاداتو، انساني، بشري او نړیوالو حقوقو له مخې هر افغان د ژوند په هره برخه کې د لیکنې حق لري، لیکنه ښه کار دی او زموږ د خلکو په پرمختګ دلالت کوي. موږ یوازې د خدای د کلام په هکله څه نه شو ویلای ځکه چې هغه آسماني کلام دی او هر ټکی یې فصیح، بلیغ او په الهي تول تلل شوی دی خو د انسان هره لیکنه خپلې ښیګڼې، ښکلاوې او نواقص لري او هیڅکله پوره لیکنه نه شي ګڼل کیدای. که هر انسان په هره موضوع کې د لیکنې هڅه کوي نو باید درناوی یې و شي، څوک یې د محدود کولو لپاره مټې را و نه نغاړي او نه هم دا ډول محدودیت د چا په توان پوره دی ځکه چې دا خدایي حق دی چې انسان ته یې ورکړی دی. له بلې خوا واده د انسانانو د ژوند یوه مهمه برخه ده، د هغه په نتیجه کې انساني کورنۍ او ټولنه تشکیل کیږي، په اسلامي فقه کې په دې اړوند د نړۍ په مختلفو ژبو سلګونه یا زرګونه کتابونه لیکل شوي او په پرمختللو ټولنو کې د واده د مهم اصل په هکله په زرهاوو لیکنې شوې دي. په همدې توګه د وردګو فرهنګیانو او په مجموع کې افغان لیکوالو ته هم ښایي چې د دې مهم اصل د بیانولو او په دې برخه کې د اصلاحاتو د راوستلو په موخه پراخې لیکنې وکړي او د خپلې ټولنې حاضرو او راتلونکو نسلونو ته یې د معرفي کولو هڅه وکړي.
ښاغلي حیدرزي د خپلې لیکنې په آخر کې بیا هم یوه مضحکه خبره کړې ده او وایي: (په دې لیکنه کې زما هدف د کوم لیکوال توهین یا طرفداري نده فقط غواړم ووایم چې په اوسني عصر کې د ځوانانو، لیکوالانو او د اهل خبره مسوولیت دا دی چې په نویو ساینسي، ټولینزو، ټکنالوژي او ..... کتابونو او لیکنو کار وشي او د راتلونکي نسل له پاره نوي کتابونه یا وژباړل شي او یا هم ولیکل شي، نه دا چې په یوه موضوع لس کتابونه په یو شان ولیکل شي.)
ښاغلی حیدرزی وروسته له دې چې له کوم معقول دلیل پرته د ټولنې یو یا دوه کسه لیکوالان په ادبي غلا، غلطۍ او فریبکارۍ متهم کوي د خپلې لیکنې په وروستۍ برخه کې په ماهرانه توګه وایي چې د چا توهین نه غواړی او نصیحت آمیزه خبرو ته یې مخه کړې ده. په دې ځای کې نوموړي یو ځل بیا هڅه کړې ده چې لومړی خپل اتهام ته بیله بڼه ورکړي او ځان سپين ثابت کړي او بیا دا خبره یو ځل بیا وکړي چې ګواکي د وردګو د واده په چارو کې یوازې د ښاغلي آرینزي د سندرو کتاب کفایت کوي، یوازې همدغه یو لیکوال حق لري چې په دې برخه کې لیکنه وکړي او نور لیکوالان حق نه لري چې په یاده موضوع خپل قلم و چلوي.
د دې بحث لنډیز
۱.زما د کتاب د محتویاتو په هکله د جاوید حیدرزي ادعا کاملا بې بنسټه ده، زه یې په کلکو ټکو کې ردوم او د یو شوم غرض لپاره یې ګڼم. نوموړي شاید دا کار د بل چا په اشاره کړی وي، یا یې شاید د بل چا لیکنه په خپل نوم رسنیو ته لیږلې وي.
۲.زه په دې نظر یم چې د ژوند په هره موضوع کې پراخو لیکنو او څیړنو ته اړتیا شته، د هر لیکوال هڅه د درناوي وړه ده، هر اثر خپل خپل مشخصات لري او هیڅکله یو یا دوه کتابونه د ژوند د یوې مهمې موضوع په هکله کفایت نه کوي.
۳.هیڅوک حق نه لري چې په ټولنه کې د یو چا د هڅو د محدود کولو یا مخنیوي ناکامه هڅه وکړي ځکه لیکنه د هر افغان لیکوال اسلامي، بشري، ملي، فرهنګي، علمي او نړیوال حق دی چې څوک یې ترې اخیستلی نه شي.
۴.زما کتاب «خیښي د وردګو د واده پانګه» زما خپله لیکنه ده، د دې اثر د لیکلو پر مهال مې له نورو ماخذونو څخه ګټه نه ده اخیستې ځکه چې معلومات یې لومړی لاس وو او اړتیا نه وه چې نورو کتابونو ته د هغه په لړ کې مراجعه وکړم. زه نه وایم چې زما کتاب په بشپړ ډول معیاري دی هرو مرو به نواقص لري خو د خپل اثر لپاره مې د بل لیکوال لیکنې نه خو په مخامخ او نه هم په اقتباسي ډول را اخیستې دي.
۵.شرعي نکاح او واده د ژوند یو مهم اصل دی، د دې اصل په نتیجه کې کورنۍ او ټولنه تشکیل کیږي نو د دې مهم اصل د بیانولو لپاره که هر څومره ډېرې لیکنې و شي بیا هم کمې دي. زموږ ټولنه د خپل اصیل کلتور د معرفي په موخه پراخو لیکنو ته اړتیا لري او هیڅکله د یو کتاب لیکل ورته کفایت نه کوي.
د ښاغلي حیدرزي لیکنه په دې لینک کې لوستلی شی چې په ټول افغان وېب پاڼه کې په لیکه شوې ده: http://www.tolafghan.com/articles/650