راليږونکی :M.Shoaib \\\\
د راليږونکي پته :mirza.shoaib@gmail.com
نيټه : 16-04-2008
اوښکې
زما په سترگو كې ځليږي اوښكې
په اننگو مې راتويږي اوښكـــــــې
در پسې ژاړم شپه اوو رځ جانانه
اوس نه وچيږي نه ودريږي اوښكې
ستا د سرو شونډو اننگو نه کربان
لكه باران پرې را اوريږي اوښكې
دا زه محب ليونى كېږمـــــه نور
له پښتنو نه چې بهيږي اوښكې
14.04.2008
- نصرت الهام
غزل
محب الرحمن محب
ډيوه مې مړه شوله رڼا راسره پاتې نه ده
ستا د ماشوم ژوندون ادا راسره پاتې نه ده
د ګناهونو پرښتې بيا راته څله راغلې
توبه مې کړې ده ګناه راسره پاتې نه ده
هسې مې شونډې ښوروم چې ملا و غولوم
خدايه ما وبښه دعا راسره پاتې نه ده
ستا...
19.04.2008
- نصرت الهام
غزل:
حميده پکتيانۍاوس دې په يادونو باندې بره شومسر تر پايه جوړه لکه زغره شوم
نشوه ګوزاره مې د لېمو اور کېاوښکه وم ګرېوان ته مساپره شوم
اوس د لېونتوب له جاله وتې يمپويه شومه، لويه شومه، ستره شوم
ستا له سادګۍ سره اشنا نه ومهاغه ورځ زه هسې مروره شوم
ما درته کتل تا سترګې ټيټې کړېنن درباندې ډېره زوروره شوم...