په ګران هېواد کې د ځمکو غصب يو داسې ستره ستونزه ده، چې ډېرى زورواکو دولتي او د غريب ولس ځمکې غصب کړي او د دولت سره سره يې ولس هم له ستونزو سره مخ کړى.
دا يوه داسې مهمه ستونزه ده، چې په زياترو سيمو کې پرې دولت هم ځان غلى کړى دى او دې اړخ ته هيڅ پاملرنه نه کوي. په افغانستان کې ډېرى ځمکه پخوانو قومندانانو، اوسنيو چارواکو او زورواکو قبضه کړې ده او هيڅ څوک يې پوښتنه نه کوي.
خو د لغمان والي عبدالجبار نعيمي پرېکړه چې د غاصبينو خلاف يې کړې، ډېره د ستاينې وړ ده.
نوموړي په لغمان کې د يو شمېر غاصبينو نوملړ د استناف څارنوالۍ ته استولى، چې عدلي تعقيب يې وکړى شي او دا امر يې هم کړى چې غاصبين دې ونيول شي او قانوني چلند دې ورسره وشي.
د لغمان والي دا پرېکړه په دې هم ستايم، چې که لږ و ډېر په لغمان کې غاصبين راونيول شي او قبضه شوې ځمکې ترې واپس ترلاسه شي، نو په نورو ولايتونو کې به هم واليان په دې لار لاړ شي او د غاصبينو په ضد به داسې ګټورې پرېکړې وکړي.
په هېواد کې د نورو ډېرو ستونزو او جنګونو نه پرته يو دا هم لوى لامل دى، چې ولس يې له ستونزو سره مخ کړى او د غريب ولس حق خوړلى کېږي.
د والي دا خبرې هم بايد وستايل شي، چې وايي د دولتي ځمکو غصب، جعل و تزوير، پلور او پېر او نورو غېر قانوني کړنو کې لاس لرونکې دې له دې کړنو لاس په سر شي، ګني قانوني چلند به ورسره وشي.
يو دولت او قانون هله د احترام وړ کېږي، چې قانون پلى شي او هر څوک چې د قانون ماتونه او يا هم په داسې کړنه کې ښکېل وي، چې قانون يې اجازه نه ورکوي، نو په هغه بايد چې قانون پلى شي، که هغه غريب وي، که پېسه دار.
تر څو چې په هېواد کې قانون ماتونه روانه وي او دولت د زورواکو په شا ولاړ وي، نو ولس به ټول عمر د دولت نه لرې وي، همداسې پرېکړې په هر ولايت کې پکار دي چې وشي.
په هر ولايت کې ولايتي ادارو ته پکار دي چې قانون پلى کړي او غصب شوې ځمکې له غاصبينو بېرته واخلي او د هغوى پر ضد قانوني چلند وکړي.
د هېواد ابادي، سوکالي او ښه راتلونکى په دې کې دى، چې هر ځاى قانون پلى شي.
د يو ښاد، اباد او سوله ييز افغانستان په هيله