د کابل حال په حقیقت کې هم د ډیري اندیښنې وړ دی ، که موږ د کابل پرحال ونه ژاړو کابل دومره وجدان لري چې زموږپرحال اوښکي توی کړي ، راځی د کابل و خوږمن زړه ته سر ور دننه کړو او هغه لویو پرهارو ته یې سر ورښکاره کړو چې یوځل د روسانو بمونو ، بیا د عدالت کوترو راکټونو اوس د دموکراسی غومبورو سوری سوری کړیدی ، وګورو چې پر کابل څه تیریږی ؟ آیا د کابل هغه پخوانۍ ښکلا سته ؟ ایا د کابل هغه پخوانۍ نوم و نښان او د برمه ډکه ځواني پاته ده ؟ هغه شریف ، مینه ناک او تاریخي کابلیان اوس هم پاته دي که ورک دي ؟ هغوی خاورو خوړلي دي که د کومو توپانو دوړو د ځانه سره وړي دي ؟ اوس د کابل د کاکه ګانو پر بامونو نامردان خوبونه کوي ، که روڼو سترګو په ختلی لمرشاوخو اوګوری د ورایه لیدل کیږي چې کورنۍ او بهرني غله د مظلومو کابلیانو پر کنډوالو ځانته بنګلې آبادوي . پوښتنه داده چې د آه اوریدلو درګاه چیري ده ؟، ایا د یوه مظلوم اه هم چا اورېدلې چې دې د مظلوم کابل ژړابه واوري ، ایا یوازي زما هیله ختلې ده او که نور ملګري هم راسره سته ؟ د ښایسته کابل سیالان او حریفان نن سرې سترګي ګرزي خوشحالۍ او مستۍ کوي ، د کابل دوستانو پر خوله د خندا خوله نه وازیږي ، د اویرچا موږله راوړي ؟ دا ناسیاله ساه دچا وه چې پر موږ یې خوله وازه سوه . د کله چې دک ابل پراسمان دسړي خوړونکی روس ناولی ساه ختلې ده بیا یې پرمځکه اواسمان د ښادۍ بادنه دی راالوتۍ .
اوس هغه کابل چې د شهزاده ګانو او امپراطورانو د تفریح ځای و په یوه دوږخ بدل سویدی، هغه هوا چې د انسان روح یې تازه کاوه اوس یې تورودودونو د انسانانو پر سینه یې تور تبخی اوډلی دی ، د شریفو کابلیانو کور کابل اوس د مړو او ژوندو بدمعاشانو په انډوخربدل سویدی . اوس نه د کابل غرونه خپل مخ ویني او نه یې ښکلي ګلونه پخواني ګل پالان پیژنی ، کابل اوس د تاریخ په یوه بدنامه هدېره بدل سویدی ، اوسنی کابل د پایتخت په عوض اوس په یوه بد بخت ځای اوښتی ، په خوشحاله کابل کې اوس خلک ټوله شپه د سپو غپا او د ورځي دفاتااعلانونه اوری ، کابل اوس خپل واک نلري ، واک یې په تورو ښیښو موترانو کې د سپورو بدمعاشانو سره دی ، کابل اوس وطنپالنه رخصت کړیده او پرځای یې ډالر پالنه خپله کړېده ، کابل کې اوس دعلم اوعرفان ډیوی مړی دی ، اوس دلته دوحشت اوریځی خپری دی ، اوس پرکابل داسی تیارووزرغوړولی دی چې نه یی دپنځلسم سپوږمۍ اونه یی شنکی ستوری په اسمان لیدای سی ، اوس په کابل کې دسندروپرځای دویرنغاری وهل کیږی ، سهاروماښام دمړوډک امبلاسونه چغی وهی ، له کابله اوس دهوا اوهوس خیالونه تښتیدلی دی ، ، کابل اوس د غرور او میړاني فرهنګ پر ځای د جاسوسۍ او چاپلوسۍ بڼه خپله کړې ده ، کابل اوس خپله ژبه نلري چې خبری په وکړی ، نه دري خپله ژبه بولي اونه پښتو ، په کابل کې د دري پرځای ایراني او د پښتو ژبي پر ځای اوردو ، کابل کې پښتوژبه فراره ده او دری یې نا قراره ده ، انګریزي اوس د کابل رسمی ژبه ده ، کابل اوس له افغانانوبیزاره دی ، کابل دهری ورځی په تیریدوسره پرخپل وجود نه رغیدونکی پرهارونه حسابی،په کابل اوس داوبوپرځای خلک خپلی اوښکی اووینی چیښی اودخوړوپرځای توری خاوری اوتوردودونه خوری ،کابل اوس دوینواووژونوپه په نړیواله منډیی بدل سویدی ، په کابل کې اوس نه ګل سته اونه بلبل ، ګلان یی مصنوعی دی اوبلبلان یی پردی ، د واکمنانو ځای درواغجنانو نیولی دی ، په کابل کې اوس د رغتون پرځای مړستون کار کار کوي ، په کابل کې نه دوا کار کوی او نه دوعا ، د کابل د قاضیانو پرځای اوس د سرای شهزاده صرافان عدالت چلوي ، لیکوالان یې اوس د دوه سوه کالو مخکي مړو په غاړه کې ځنځیرونه اچولی دي او د عدالت محاکمې ته یې راکشوي ، په کابل کې اوس د خپلواکۍ پرمقام د جاسوسۍ سکرتران کار کوي ، په کابل کې اوس ښوونځۍ د شهادتنامو په پلورنځۍ بدلي سویدي په ښوونځیو کې زده کونکو ته بې سوادي ورزده کیږي ، پوهنتونونه او س په ټمبلتونوبدل سویدی دکابل تاریخ اوس د جاسوسانو پرستوني تریخ لګیږي ، ، د کابل دین اوس د شپې د طالبانو سره وي د ورځي د ارګ له مداریانو سره ، د علماو شورا اوس د تنخواوخورانو په شورا بدله سوېده ، په کابل کې اوس اسلام اودموکراسی دګوندونواوتنظیمونوپه تجارتی غرفوکی په یوه پاکت کې خرڅیږی ، ولسي جرګه اوس د جاسوسي جرګې پرځای ګمارل سوېده ، کابل کې اوس د وزیرانو پرځای دوکانداران کار کوي ، په کابل کې اوس د قهرمانانو تاریخ قاتلان جوړوي ، دلته خیانت پرعدالت سپور دی او رشوت پر صداقت ، دلته ډالر لار څاري او توپک ښکار کوي ، زړسوی اوس د ځان په ویر اخته سویدی ،وحشت پخپل زورازموینه اخته دی ،په کابل کې اوس ملی احساس خارجي تماس رهبري کوي ، مینه اوس لکه وینه په سیروم کې لګیږي ، دلته چې څوک پرقدرت وي لوی غل وي چې له قدرته لیري سي بیا نوي ګوندونه جوړوي ، د قدرت په وخت کې خپل پلارهم نه پیژني ، خدای خو لا پرېږده د بې قدرتي په وخت کې د جماعت په لومړی صف کې ولاړ وي ، په کابل کې اوس د ایمان او وجدان دواړو سترګي ړندې دي ، خارجیانو داسي عینکی ورلګلولي دي چې سپین پروړ شنې شپېشتي ورته وبرېښي ، په کابل کې ډاراووحشت حکومت کوی ، د اداري اصلاحاتو کمیسون پروړ سپو ته او هډوکي خرو ته اچوي ، ولس خدمت غواړي حکومت رشوت ، خلک د غلو ویریږی حکومت له دواړو، دلته اوس تر پسولېوان ډېرسوېدي ، مشاورین اوس د درواغو دکتورینو سویدی ، کابل اوس د بل دی ، کابل کې ږیره د اشرف غني ده واک یې د ترمپ غني ، په کابل کې ملي وحدت کرکټ ساتي او دحکومت امنیت سمټ ساتي ، په کابل کې د وژلو کرایه پنځوس زره او د مړی بیه د حکومت په منډ یې کې یولک افغانی ده ، په کابل کې د ولس خرڅولو ښه منډیې ولسی جرکه او دچاپلوسی کڅوړه مشرانو جرګه ده ، په ولسي جرګه کې غله میړني او رښتیا پال لیوني دي ، زاړه ګوندونه اجماع غواړي ، نوي سودا .
خلګ حیران دي چې حکمتیارصاحب له کفر څخه تللی و اسلام ته راغلی او که له اسلام څخه تللی و کفر ته راغلی ، اوس به حکمتیار صاحب وي که حکومت یار صاحب ،سوله اراده غواړي خلیلي صاحب پیسه ، توپک هم مجرم دی هم څارنوال دی او هم قاضی ، حکومتونه غله دي ولسونه ویده دي . پر ښاروامریکا حکومت کوي پر کلو ملا ، په کابل کې پره یوه ډاله لس پاچهان اتڼ کوي ،په کابل کې ځیني جرګه غواړي خو په دوکه یې غواړي ، څوک بیا ملي اجماع غواړي د قاتلانو واکمنی بیا غواړي ، دلته اوس پاچهان یا د امریکا په اشاره ټاکل کیږي یا د حضرت صاحب په استخاره ، کابل اوس د انساني قاچاقو ترانزیتي لاره ده د کلوراټیښی د کابله تښتي ، په کابل کې غله پرمزو ناست دي او ولسونه پر فاتحو، سیاست مداري اوس په سیاست مرداري بدله سویده ، د سیاست پوهانو زړه وپړسیدۍ چې موږته سیاست مرداران چانس نه راکوي ، د کابل رود اوس د مستی پرځای د پوډریانو مړو ته غسل ورکوي ، واکمن کابل اوس بی واکه دی ، ښایسته کابل اوس بدرنګه دی ، کابل اوس د هریینو او د انسانانو د وینو فعاله تجارتي منډیي ده
په کابل کې کمونیزم او امپریالیزم واده سره وکی غداریزم یې و زیږاوه ، کابل ته ایران توري کڅوړي رالیږي او پاکستان سرې اسلحی په کابل کې پرنر د جنسی تجاوزمحاکمه د امریکا سفارت چلوي ، او پر ښځو یې د طلوع تلویژن ، د ولسمشر دوهم مرسیتال د لومړی په ورکیدوخوشالۍ کوي او لومړی مرستیال د دواړو، کابل خندا پر ژړا ورکه په تیښته بالا ، شهدای صالحین اوس د نا صالحو کسانو قرارګاه ده ، کابل اوس د لنډغرو د ډغرو ځای دی .
د کابل ټول چوکونه دیوه مړي په نوم یاد سوه خو ارګ باید د مرګو د پلار پنامه و نومل سي ، په کابل کې پوهه د ناپوهي او ویجدان د بې وجدانو څخه پټ دی ، مندی پر زامنو ژاړي خو خویندي یې پر میړونو او ورونو دواړو ، پرعدالت جهالت حکومت کوي ، په کابل کې پخواني غله واوس غلوبزرګان ایسی . خدای پاک دی د مظلوم کابل او کابلیانو مل سي ،په کابل کې غیرت او بې ننګی په مسابقه کې ننګ او میړاني دواړو ماته خوړلې ده ، دلته اوس هرڅوک له خپل سیوري ویریږي ، د کابل ښاغلی اوس هغه څوک دی چې د بې ایمانی بړستن یې پر سر راکش کړی وي .
پای