ټول دردونه دې زما
ټول غمونه دې زما
له نظره نشې بېا
یاره ستا بلا په ما
یاره ستا بلا په ما
په هواکې دمرغانو
په اوبوکې دماهیانو
په ځنګله کې دپېرېانو
دهررنګه انسانانو
نظرمات شه دهرچا
یاره ستا بلا په ما
یاره ستا بلا په ما
هم دتورواوشنوسترګو
هم دبدو او ښوسترګو
هم دسموکږو سترګو
هم دوږو مړو سترګو
نظروچ شه په هرپلا
یاره ستا بلا په ما
یاره ستا بلا په ما
ترجومات پورې ورځمه
او پڼې یې سمومه
وچ واښه ترېنه راوړمه
بېایې تاته دودومه
چې دې ورکه شي بلا
یاره ستا بلا په ما
یاره ستا بلا په ما
زېارتونه به تاوده کړم
صدقه به سپین پسه کړم
سره دنګوان به هم پاخه کړم
ملنګان به پرې ماړه کړم
زه به نظر واخلم بېا
یاره ستا بلا په ما
یاره ستا بلا په ما
ستا ژوندون زما ژوندون دی
ستا سکون زما سکون دی
ستا خوښي زما لټون دی
ستا په نوم زما تړون دی
زه دې ځار شم له ښکلا
یاره ستا بلا په ما
یاره ستا بلا په ما
ستا په برخه دې سپرلي شي
ستا ژوندون دې مشالي شي
له غمونودې خالي شي
تل پوره دې ستاسېالي شي
دمحبوب ده دادعا
یاره ستا بلا په ما
یاره ستا بلا په ما
شعرونه