څه کم عقل دی اورونو ته لاس نيسي
زمازړه دښکلو زړونو ته لاس نيسي
يا ساده دى يا خو ښه مستۍ اخيستى
دښامار دخولې لالونو ته لاس نيسي
زه چې خپل زخمي زړګي نه تپوس وکړم
ګلې ستادمخ خالونو ته لاس نيسي
ددى هم شته دي دوه پښې او دوه لاسونه
ولې دا دبل لاسونو ته لاس نيسي
يا خزانه په نصيب کې دې اغزي دي
ليوني يي چې ګلونوته لاس نيسي