شعرونه
غزل
زما ازار هم ورپسې دى ځانته لار ګوري
داپه تصوير مې ستا دشونډودسرخو تصوير
ستا دانکار په مقابل کې تاله کار ګوري
نورو جامونه په سر واړول په خود کې ندي
خو يو پښتون په کې سرسام ګرځي نسوار ګوري
ددنګې دنګه ځواني ړنګه شه په لاره چې ځم
نظرمې ځي چېرته مينار ګوري چينار ګوري
سيلۍ دې دومره صبر وکړي دنښترو غره کې
يوه کوچۍ ده تش يوې ټپې له وار ګوري
هر مازيګرچې ببرسر له مزدورۍ راشم
په سرو منګولو مې څنډي ګردوغبار ګوري