وايي چې ژبه دپوهاوي يا افهام او تفهيم يوه وسيله ده او چې څومره دا وسيله غښتلې او پرمختللې وې په هماغه اندازه يې دويونکو او ليکونکو شناخت يا پيژندګلوي هم ډيره وي .
 تر کومه ځايه چې خبره دپښتو ژبې ده نو دا په افغانستان کې داکثريت او داساسي قانون له مخې ملي او رسمي ژبه ده خو له بده مرغه داسې ښکاري چې پښتو  اوس دغه ټول لقبونه له لاسه ورکوي ،او ويونکي خوڅه چې ليکونکي يې هم بيخي مخ په کميدو دي
هو!مونږ داسې ډيرې بيلګې لرو چې دا بيلګې دولايتونو په پرتله په پلازمينه کابل کې ډيرې تر سترګوکيږي زمونږ ډير لوړپوړي پښتانه چارواکي نه خو پښتو وايي او نه يي هم ليکي په غونډو او ميټنګونوکې هم چې ډير اړ نشي پښتو به پرې ونه وايې ښايي دوی به هم زمونږ ددولت غوندې د مصلحتونو ځنې کار اخلي او يا به هم دخپل منصب دساتلو لپاره دا کار کوي .
څه موده وړاندې په پلازمينه کابل کې دهيواد په کچه دافغان کلتوري ټولنو ګډه جرګه جوړه شوې وه دې جرګې ته دخواو شاه دوه ويشتو ولايتونو څخه استازي راغلي وه دوې ټولو دهغه ستونزو او مشکلاتو نه پرده پورته کړه چې دا مهال پښتانه ورسره لاس او ګريوان دي ، ځنو ويل په خپلو سيمو کې يې دپښتو جنازه خاورو ته سپارلې او ځنو بيا نورو ته دپښتو په جنازه کې دګډون بلنه ورکوله ، يوه پکې دا بيلګه هم وړاندې کړه چې دپښتنو په خورا غښتلي مورچل کې يوه تن ته ديوه حکومتي مامور لخوا دتذکرې پاڼه په دري ليکل شوې وه پداسې حال کې چې پخپله دتذکرې پاڼه په پښتو وه نو که زمونږ همدا حال وي، چارواکي مو هغه ډول وي ،مامورين مو داسې وي نو ليرې نده چې ټول به په هغه سيلاب کې لاهو شو چې ډير په چټکۍ راروان دې .
يوه بله خبره چې ښايي ځنې يي پرمختګ وګڼي خو زه يي ستونزه بولم او هغه دا چې پدې وروستيو کې زمونږ ډيری ليکوالو او دقلم خاوندانو ويب سايټو نو ته مخه کړې او خپلې ټولې ليکنې يې تر دغو ويب سايټونو محدودې کړي، کوردې  دهغه مجلو او جريدو والا ودان وي چې له دغو ويب سايټونو ځنې ليکنې رااخلي او چاپوي يي که نه ....... 
زه دا منم چې موږ بايد دنړۍ وال کيدو په لور چې دوخت ډيره جدي غوښتنه ده چټک ګامونه واخلو خو دا بايد له پامه ونه باسو چې موږ لا هغې مرحلې ته نه يو رسيدلي چې ټول دې انټرنټ ته لاس رسی ولرو
موږ ته پکار دي چې تر هرڅه وړاندې پښتو دربار ته ننباسو او ددربار ژبه يي کړو ځکه تاريخ ښودلې هرې ژبې چې دربار ته يي لار موندلې خورا ښه پرمختګ يې کړې  دا کار بايد موږ دتعصب له مخې نه بلکې دهغه حق له مخې چې قانون موږ ته راکړی تر سره کړو
زه دټولو پښتنو او په ځانګړې توګه دقلم له خاوندانو هيله کوم چې داستونزه بابيزه ونه ګڼي او جدي پاملرنه ورته وکړي ځکه بيا به داسې وخت راغلی وي چې منګولې به مروړو او څه به مو له لاسه پوره نه وي
نوهیله ده چې پښتانه تل پښتوووایي پښتو ولیکي اوپه پښتو وویاړي