فلسفي هغه چاته ويل كېږي، چې فلسفي پوهه ولري، فلسفه يې خوښه وي، د فلسفې اړوندې پوهې لكه: رنځپوهنه، ارواپوهنه، رياضيات، هندسه، ستورپېژندنه، منطق، ادب او نورو كې پوره پوه او لوى لاس ولري. او دارنګه په حكمت (فلسفه) چې د موجوداتو په احوالو د ځانپوهونې پوهه ده، او د ټولو پوهو مور ګڼل كېږي پوره ماهر او رسېدلې وي.
فيثاغورس لومړنی كس ؤ چې ځان يې د حكمت خوښوونكی ونوماوه، ځكه د هغه په اند د حكيم صفت يواځې څښتن تعالى لپاره ځانګړی شوې دى.
هغه ژوند د لوبو له ډګرونو سره پرتله كاوه او ويل به يې چې:
څوك چې پدې ډګرونو كې شتون لري په درې ډلو وېشل كېږي:
- هغه خلك چې په لوبه كې د ګډون لپاره راغلي دي
- هغه خلك چې د پېر او پلور لپاره راغلي دي
- هغه خلك چې د سېل او ليدو لپاره راغلي دي
درېيمه ډله خلك يا وروستي خلك فلسفيان دي. فلسفيان دا نړۍ له بره (پاس) څخه (د ليدونكيو په څېر) ګوري، او د هغې (لوبې) په اړه خپل قضاوت كوي.
د فلسفي كار څه دى؟
فلسفي د هغو ستونزو او مسئلو په حلولو كې زيار ګالي، چې مونږ ورسره په ورځني ژوند كې مخ كېږو، او ددې ستونزو او مسئلو حل کول زموږ له وسې څخه بهر وي .
فلسفي په خپله سمه انتقادي څېړنه كې دا كوښښ كوي ترڅو زموږ ګروهې د نړۍ او انسان په پېژندنه كې وڅېړي او يوه سمه پاېله ترې ترلاسه كړي. هغه تل دا كوښښ كوي ترڅو د هغه څه چې مونږ پرې پوهېږو او فكر پكې كوو، راپېدا، حل،منظم او منطقي انځور وركړي.
موږ ټول د نړۍ او انسان په اړه مالومات او ګروهې لرو، مګر د ګوتو په شمېر زمونږ څخه فكر او تأمل كوي چې آيا دا مالومات او ګروهې د منلو وړ دي او كنه
خوفلسفي پدې خبره اصرار كوي ترڅو دا ټول په يوه څېړنيزه مرحله كې واچوي چې آيا دا نظريات او ګروهې په دليل او برهان ولاړې دي اوکه څنګه .
سقرات خپل پام دفلسفې په لور داسې بيانوي :
ژوند بې له تفكر او تأمل څخه هېڅ ژوند ندى، او نه هم كوم ارزښت لري.
هغه دا خبره درك كړه چې د دده ترڅنګ خلك خپل ژوند د خپلو غوښتنو سره سم په خوند تېرولو، مال او دولت راټولولو او مزو چړچو كې تېروي. بې لدې چې له ځان څخه وپوښتي چې آيا دا چارې مهمې او د منلو وړ دي او كنه؟
نو څرنګه چې دا پوښتنې له ځان څخه نه كوي، او د ځواب په لټولو كې هم ندي. نونه پوهېږي، چې آيا دوی سم كار كوي اوکنه، پدې ډول هغوی خپل ټول ژوند د ناروا غوښتنو په لټه كې له لاسه وركوي .
د فلسفي ځانګړتياوې:
فلسفي هغه چاته وېل كېږي، چې د لاندې ځانګړتياؤ لرونكی وي.
دا ځانګړتياوې د فلسفې اروا ده.
- فلسفي هغه څوك دى، چې د عقل په ارزښت ګروهه ولري، او خپل علم او عمل كې د عقل په احكامو مقيده وي. پدې صفت كې فلسفي د هغه چا برعكس دى، چې په خپل علم او عمل كې په وحې او الهام ګروهه لري. مګر په اسلامي فلسفه كې خبره داسې نده. دلته بيا فلسفي هغه څوك دى، چې د خپلې پوهې، عمل و عقل په واسطه د الهي وحې په رڼا كې د هغوستونزو په له منځه وړلو كې كوښښ وكړي، كومې چې ددې پوهې بنسټيزه اصول جوړوي.
- فلسفي هغه چاته ويل كېږي، چې د حوادثو په اړه عقلي شننه كوي، او د هغو په لاملونو پسې لټون كوي.
- فلسفي هېڅ شې بې له دليل، برهان او استدلال څخه نه مني، بلكه له هرڅه مخكې د نظر اړوندې چارې تر څېړنې لاندې نيسې، چې نه چېرې داسې كوم غېر عقلي عنصر د فلسفې نړۍ ته ورننوځي
- فلسفي تل درښتیاپسې لټه كوي، او له رښتيا څخه بغېر بل څه نه مني.
لیکنې