تا چې زما او ما دې تا سترګې راواړولې
ځان ته مو خپله د دونيا سترګې راواړولې
تاته يې د ګوتې د نيولو جرئت هم ونکړو
موږ لېونيو ته هر چا سترګې راواړولې
پرخه يم ګله ستا په غېږه کې مې کله پرېږدي
لمر ميرات مړي وينې بيا سترګې راواړولې
ته قضاوت وکړه چې نوم د وفا چاته ورکړم
تا نا اشنا غم دې اشنا سترګې راواړولې
د سپېلني د زړه لوګي به ډېر درولېږمه
وار کړه که نن چېرې هوا سترګې راواړولې
11.11.2007
- laman
اختر په ټوکو ټوکو راغی نه مې اوږۍ شته نه د غاړې تاويذونهاختر ته ډېره خوشالېږم زما ديار وعده اختر دی رابه شينهاختر له تا سره ښایېږي نور خلک خوشې د اختر هوس کوينهاختر نژدې دی ياره راشه مبارکي به يو وبل ته ورکوونهاحمده خدای دې جنتي که تر هندوستانه پورې تا کړي جنګونهاخر به خاورې شې جانانه ما اشنا...
11.11.2007
- laman
شاعران يو په نغمو يادوو خدایښکلي ګورو ، په لېمو يادوو خدایخدای بلد کړو د توبو په ماتولوغړپ کوو له پېمانو يادوو خدایشېخ د کاڼو په تسپو يادوي خدایموږ د اوښکو په تسپو يادوو خداید ژوندون په ګوتو برګې تسپې وايوهم په ورځو هم په شپو يادوو خدایيم هيرجن چې هير مې نه شي راته خاندهستا له شونډو اننګو يادوو خدایايا تونه دې په سترګو کې موسکي ديستا له سترګو پښتنو يادوو خدایموږ کاروان د لېونو ازادي غواړوپه کړۍ د زولنو يادوو خدای...