ځمه په ښکارپسې دزړه په بازمرغۍ رانیسم
ږلۍ وهلې وزرماتې توتکۍ رانیسم
لکه چې تیرعمرمې بیا په واپسۍ کې راغلو
چې په اوبوکې تصویرونه دسپوږمۍ رانیسم
دکابل سیندیې رانه وړي دسمندر په لوري
خورې ورې پکې ټپې دملالۍ رانیسم
لکه بوډاوروسته مې هیروي وړاندې منډه وهم
غزل غزل ځواني دیارپه څه خوارۍ رانیسم
ماسراومال دواړه په دارکې تیارایښي درته
بې غمه اوسه درقیب هره بولۍ رانیسم
تاددیدن خیرات یوازې په مانه دی پیرزو
دپردي کلي ماشومان دبې وسۍ رانیسم
دخیال بلبل مې په سینه کې غشی لک راوړی
ډیردي ښکاریان اوس به زه کوم یو له مرۍ رانیسم
دغرڅنیوسترګوښکارکومه ځم نوراني
څه دلیوه په څیرخونه یم چې هوسۍ رانیسم