پاڼه كې باڼه
هغه دې ياد دي ګرانې؟
چې جوړه ناست وو
او جوړه خفه وو
په نه خبره او په نه خفه وو
د دواړو غټې غټې سترګې ډكيدې په اوښكو
لكه څلور غمي د لمر څړيكې ته
ورو ورو په اوښكو رپيدې او ځليدې په اوښكو
ما مې ناڅاپه لاس تر سترګو يوړو
او يو باڼه مې له باڼو 
زما په لاس كې په كتاب پريوته
خوتا
تا زر راوخيسته 
پخپلو ګلابي ګوتو دې
د خاطرو له كتابچې نه 
كر كر سپينه پاڼه وشلوله
د پاڼې منځ كې دې باڼه كيښوده
پاڼه دې ټوله كړه په زړه پورې دې ونيوله
لكه د ګلو څپه 
د خپل وجود په وږميز قدم روانه شولې
سيدجيلاني جلان

پاڼه كې باڼه

هغه دې ياد دي ګرانې؟

چې جوړه ناست وو

او جوړه خفه وو

په نه خبره او په نه خفه وو

د دواړو غټې غټې سترګې ډكيدې په اوښكو

لكه څلور غمي د لمر څړيكې ته

ورو ورو په اوښكو رپيدې او ځليدې په اوښكو

ما مې ناڅاپه لاس تر سترګو يوړو

او يو باڼه مې له باڼو 

زما په لاس كې په كتاب پريوته

خوتا

تا زر راوخيسته 

پخپلو ګلابي ګوتو دې

د خاطرو له كتابچې نه 

كر كر سپينه پاڼه وشلوله

د پاڼې منځ كې دې باڼه كيښوده

پاڼه دې ټوله كړه په زړه پورې دې ونيوله

لكه د ګلو څپه 

د خپل وجود په وږميز قدم روانه شولې

 

سيدجيلاني جلان