غزل :

شاعره : رحیمه پشتونجار


څه په سرو نارو شوم چې بې تا شومـه
ځان ته په سلګو شوم چې بې تا شومه

پرخې مې بڼــو کې سرې لمبې شـولې
سر په شوګیرو شوم چې بې تا شـومه

ورک مې کړلو ځـــــان د غم هنداره کې
شمیر په لیونو شــوم چې بې تا شومه

سوزی دې ارمـــــــان ګوره د زړه به کور
پټه په لمبو شـــــــوم چې بې تا شومه

ښخــــــه کړم مرګي د بیلتون غیږه کې
مخ په ورکیــــدو شوم چې بې تا شومه