اولادونه پلورم

د بم له درز سره
خاوند مې ژوند راوبخښلو
زما هم غبرګې پښې ،له سترګو سره 
د بم د وږې اروا 
د زهرو خوله کې لاړې
د ژوند خوږې شیبې ګلونه شیبې
د غم په زور 
د مرګ ترخه ترخه لمبه کې لاړې
داده نن نیمه ناسته
د ښار په واټ کې یمه 
په چیغو چیغو مې د خیټې د دوزخ لپاره
د ددو ماشومو اولادو لپاره
په خوله کې لیاړې وچې غږ مې وچ شو
نن مو دریمه شپه ده 
چې د خوراک لپاره څه نلرو
نو فیصله مې وکړه 
چې زه خو مړه یم خدایه زر مې مړه کړې
خو اولادونه مې له لوږې نه مري
نو راشئ ای ! خلکو راشئ
راشئ له مانه اولادونه واخلئ
راشئ وړیا یې پلورم .
سیدجیلاني جلان .کابل ژوندون راډیو تلویزیون