غزل
ګلاب ځوانې دې روغه غواړمه له ربه اشنا
په غرو رغو دې شي د ستا د وجود تبه اشنا
ما درته وې چې سپيلنى لوګي کوه هسې نه
په بلا واوړې د خپل حسن له سببه اشنا
...
خداى دې دستا سيورى زما له سره نه کموي
خداى مې دې وساتي ددې اور له غضبه اشنا
په بې ديدنه زمانې کې مې اوس داسې ګڼه
لکه په وچو ريګو ساه وزي له کبه اشنا
تا د جلان په روح روان کې ځان ته کورجوړکړى
ته يې اباد يې زړه کې ته يې ناست پر ژبه اشنا
سیدجیلاني جلان
13.09.2011
- اريوب
غزل نــه مـحلـونـه نــه دونـــيـا غـــواړى زړه رانـه تـا غـواړى يـو تـا غواړى راز به ښکاره هسى نه چيغى وکـړم سـتا جـدايى خوشى صحرا غـواړى د زړه پــه ويـنـو بـه يـى ولـيـکمــه زمـا سـنــدرى کـــه اشنــا غــواړى زړه مى ملدار دى دونيا نه خوښه وى پـکـت پـيـنځه وختـه دوعـا غــواړى تــوره تـيـاره ده مـخ دى مـه پـټـوه د هــجر شــپه لــږه راڼــه غــواړى سيـلابـه زړه يى له تا نه صـبري...
02.10.2011
- اريوب
سحر په یو شعر کې مونږ ډیر شاعران او ډیر شعرونه لرو خو مونږ ښه شاعران او ښه شعرونه کم لرو.د همداسې کمو ښو شعرونو له جملې څخه د علم ګل سحر صیب یو ښکلی ازاد شعرګوتو ته راغی . بار بار مې ولوست چې څومره مې لوسته هومره یې خوند راکاوه او هومره مې نوي شیان پکې پیدا کول. دا شعر( ستا لپاره) نومیږي راځي چې دهمدې شعر رنګینې زینې په پوړیو د خیال...