څلوريزې 
د زړګیو للمې تږې درته ناستې 
دلمدو څڼو بارانه چرته لاړې ؟
د اختر شپه ده یوازې زه او زړه یو
یادوو دې ډير جانانه چرته لاړې؟

*** 
رنګ چې د څڼو پکې نه سازیږي
ژونده ! د تک زیړ مازدیګر څه مانا؟
اختر اختر وي چې جانان وي پکې 
بې له جانانه د اختر څه مانا؟

*** 

سیدجیلاني جلان کابل ژوندون راډیو تلویزیون