د ښکلا انداز یې مکمل بدل شي
چې نظر یې د بڼو په څوکو شل شي
چې مې خوښ شوې څه ګونا ده جلوه مخیه!
مخ وراوړي چې تیاره کې څراغ بل شي
ستا په نه خپل ځان ته داسې شرمینده شوم
لکه څوک چي د اتڼ منځ کې دربل شي
زغم زغم زغم خو اخر زغم هم په غم واوړي
ستړیا ډيره شي مخ پورته چې مزل شي
کوم ځانګړی کمال نلرم د شعر خو
چې د زړه درد مې راوسپړم غزل شي
وښیاري همیشه ښه نه وي جلانه!
کله کله سړی ښه وي چې پاګل شي
۱۵ کب ۱۳۸۹
سیدجیلاني جلان کابل ژوندون راډيو تلویزیون
30.04.2011
- اريوب
یوبل ته پــــــه غصـه یو یاره زه اوتنهـــــــــایيپه تاپسې خفـــــــــــه یو یاره زه اوتنهـــــــــایيدستړي ژوند دمــــــــــــــه یو یاره زه اوتنهایيدیووجود جــــــــــــــــــامه یو یاره زه اوتنهایيپر تا باندې به څنــــــــګه چې تېرېږي زندګي تل س...
30.04.2011
- اريوب
غزلیولمس ته دنظر مې ضرورت لرې کنه په مړو سترګو کې اوس هم شرارت لرې کنه راوړي مې مچکو ته کاسو پسې کاسې ديپه تنګه خوله کې دومره سخاوت لرې کنه تسپې خو درنه شیخه بریتور وشوکولېاوس بل کوم یو معیار دعبادت لرې کنه مونږ توی شو څاڅکې څاڅکې دباران غوندې اشنا ته هم لا له ډک زړه نه شکایت لرې کنهوږمه يې کړه را چوپ ، ورکړه اوږدو څڼو ته څنډڅه دم دناروغانو دالفت لرې کنه په اوښکو که دزړه دغم وی...