ګران افغانستان
نه فرهاديم،نه مجنون،نه ادم خان يم
نه يوسف،نه فتح خان،نه مومن خان يم
زه مين دچا په تورو سترګو نه يم
خو په خپل وطن مين يمه،افغان يم
دسروشنډو ،تورو زلفو عاشق نه يم
زه عاشق مې په خپل،ګران افغانستان يم
ځما ساه ده،ځمازړه دئ،ځماځان دی
ځماوياړ،ځماضمير،ځماوجدان دی
دامې مينه،داعزت،دامې غروردی
دامې عقل،دامې سوچ،دامې ارمان دی
له پلرو،نيکوراپاتې،په ميراث ده
اوس مې برخه،دسپيڅلي ټينګ ايمان دی
خړه خاوره ېې،له زروښائسته ده
ګران وطن مې په دنيا،جنت نشان دی
داوطن دې خدايه تل ترتل ژوندئ وي
دقيام دسترګوتور، افغانستان دی
الحاج الهام الدين قيام
11.04.2011
- اريوب
ا
اوده مار اوړی و ګرمي وه غنم لو و ستړی ستړی وم ستړی ومه تږی ومه تندې پسې واخیستم لور مې د پټي پر پوله کیښوده روان شومه څو پټیه پاس د باغ په منځ کې ویاله تیره وه لار که څه هم لنډه وه خو تږی وم لار ډیره وه ورغلم په ستړیو قدمو په اوبو پریوتم پریوتمه پریوتمه پریوتم تنده مې چې ښه اوبه اوبه شوله راپاڅیدم لا مې سر د شنې ونې درنې سیوری ته یوړلو سر ته مې بالښت ماته څنګله کړه بس د ستړیا خوب مې په وجود ښخه منګوله کړه...
17.04.2011
- اريوب
درنې غرمې
درنې غرمې موږ مو پښتون سر بې شملې نه غواړو جهاد بیا غواړو خو جګرې نه غواړو چی مولوړ سر تر مرکنډۍ پري ټيټ شي داسي په کور کي مو اډې نه غواړو په نیمه شپه چي مو پر کور را اوړي داسي میل...