غزل :رحيمه  پشتونجار

ژوند راځنې لاړلــــــــــــــو نیستي راخپـــلوي
مرګ ته ورتر غــــــاړې شو هستي راخــپلوي

ژونده ابدي شه د مـــرګي په سړه غیږه کې
ښکل کړه ځنکدن چــــــې زنده ګي راخپلوي

خور مې شه ایـــــمانه د لحد په تورتمونو کې
راکړه روڼې شپې چـــــــې بنده ګي راخپلوي

مینه غواړم مینه خـــــو په مینه پاکه میــنه زه
داسې چې رضــــــــــــــــــا د الهـــــي راخپلوي

روح د ملنګۍ مې درته تش کچکول نیولی دی
خدایه چې ستا مینه عاشـــــــــــقي راخپلوي
پشتونجار